چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د اسيا د زېربناوو پانګونې بانک سيمه يیز او نړيوال پرمختګ هڅوي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جولای 2, 2025
in نړیوال خبرونه
0
د اسيا د زېربناوو پانګونې بانک سيمه يیز او نړيوال پرمختګ هڅوي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د اسيا د زېربناوو پانګونې بانک د لسمې شورا د ۲۰۲۵م کال دوه ورځنۍ غونډه د جون په ۲۴مې نېټې د چين په پلازمېنې بېجينګ کې ترسره شوه، چې د نړۍ د نږدې ۱۰۰ هېوادونو او سيمو څه باندې ۳۵۰۰ کسانو پکې ګډون کړی و.

سږکال د اسيا د زېربناوو پانګونې بانک د جوړېدو ۱۰ مه کليزه ده.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

دغه بانک لس کاله مخکې يوازې ۵۷ بنسټګر غړي درلودل، خو اوس يې د غړو شمېر ۱۱۰ ته پورته شوی، د نړۍ ٪ ۸۱ نفوس او ٪ ۶۵ جي ډي پي يې تر پوښښ لاندې راوستلي، پروژې يې په اسيا، اروپا، افريقا او لاتيني امريکا کې د انرژۍ، ټرافيک، اوبو لګونې، عامې روغتيا او ډيجيټل زېربناوو په ګډون مهمو برخو کې شوي، د زېربناوو جوړولو په برخه کې يې ۲۰۰ ميليارډه امريکايي ډالره پانګې راجلب کړي او د سيمه ييز پرمختګ او څواړخيزو همکاريو لپاره يې ځانګړی رول لوبولی دی.

د اسيا د زېربناوو پانګونې بانک له تېرو لسو کلونو راهیسې د زېربناوو جوړولو په برخه کې له پانګونو ملاتړ کړی او د خلکو د ژوند په ښه والي کې يې مرسته کړې ده.

د ۲۰۲۴م کال تر پايه پورې د دغه بانک په پانګونو د جوړو شوو ترافيکي زېربناوو اوږدوالی ۵۱۰۰۰ کيلومتره ښودل شوی، چې له نعمته يې ۴۱۰ ميليونه نفوس برخمن شوی دی او دغه راز له بيا کارېدونکو انرژيو څخه په استفادې د برېښنا د توليدي تاسيساتو ظرفيت يې ۲۱ اعشاريه ۳  ګيګاواټو ته لوړ شوی دی.

د اسيا د زېربناوو پانګونې بانک د انرژيو پروژې هر کال د ۳۰ ميليونه ټنه کاربن ډای اکسایډ په اندازې د شنو خونو ګازو ايستنه کموي او د ۸ ميليونو او ۷۱۰ زرو کسانو د څښاک اوبو عرضه تامينوي.

دغه بانک د هند په ګوجرات ایالت کې د لمريزې انرژۍ د پروژې لپاره ۸۸ ميليونه امريکايي ډالره پانګونه کړې او د سيمې د برېښنا د کمښت ستونزې هواري کې يې ډېره مرسته کړې ده.

د اسيا د زېربناوو پانګونې بانک د بنګلادېش د پلازمېنې ډاکه په يوې کيلوالې سيمې کې هم د برېښنايي پروژې پانګونه کړې او د ۱۲ ميليونو او ۵۰۰ زرو کليوالو د برېښنا د کمښت ستونزه يې هواره کړې ده.

دغه بانک د ورخلاصون، ټولشموليت او ګټې- ګټې همکارۍ پر اساس ډېر پرمختګ موندلی دی.

د اسيا د زېربناوو پانګونې بانک د ۲۰۱۵م کال د ډيسمبر په ۲۵مې نېټې جوړ شوی او تراوسه ۱۱۰ غړي لري او د اعتماد درجه يې د نړۍ د درېيو لویو ارزوونکو ارګانونو لخوا تر ټولو عالي يا AAA پېژندل شوې ده.

تازه شمېرې ښيي، چې دغه بانک د ۳۲۲ پروژو پانګونو ته منظوري ورکړې او د پانګو عمومي ارزښت يې له ۶۰ ميليارډو امريکايي ډالرو څخه پورته دی او د اسيا او نورو وچو ۳۸ غړي هېوادونه يې د پروژو له نعمته برخمن کړي دي.

د اسيا د زېربناوو پانګونې بانک ياد پرمختګونه څنګه ترلاسه شوي؟

د اسيا د بنسټيزو پانګونو بانک له جوړېدو راهیسې د نړيوالتوب، نظم او لوړ معيار پر اساس رښتيني او اغېزمن کارونه کړي دي.

دغه بانک د پروژو کيفيت ته ډېره پاملرنه کوي او له نورو څواړخيزو ارګانونو سره ښې همکارۍ لري، چې د بېلګې په توګه به يې ځينو ته اشارې ولرو.

دغه بانک له څه باندې سلو څواړخيزو نړيوالو سازمانونو، سيمه ييزو پولي ارګانونو، خصوصي سکټور او خيريه بنسټونو سره د همکاريو اړيکې ټينګې کړي، د پانګو د راټولولو ځانګړې بيورو او په بهرنيو هېوادونو کې یې خپلې نماينده ګي جوړې کړي، چې پدې سره يې باور او جذابيت پرله پسې لوړ شوی دی.

د اسيا د زېربناوو پانګونې بانک رئیس جين لي چون رسنيو ته ويلي، چې بانک يې د برابرۍ، ورخلاصون او ټولشموليت پر اساس د څو  اړخيزو همکاريو پر ماډل ټينګار لري، چارې د ګډو مشورو له لارې پرمخ بیايي، د بېلا بېلو خواوو ګډ نظرونه راټولوي او څواړخيزم په عمل کې پلی کوي.

نوموړي ويلي، د اسيا د زېربناوو پانګونې بانک له خپلو غړو هېوادونو سره يوازې مالي مرستې نه کوي، بلکې پرمختيايي تجربې او پوهې هم ورسره شريکوي، چې دغه ډول مرستې يې تر پيسو ډېرې ارزښتناکې دي.

Previous Post

په تېرو ۵ میاستو کې د چین د سپکو صنایعو اقتصاد ښه شوی

Next Post

افغان او اذربایجاني لوري د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
افغان او اذربایجاني لوري د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي

افغان او اذربایجاني لوري د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د چين په مصرفي بازار کې بهرنۍ پانګې پرله پسې زياتېږي

د چين په مصرفي بازار کې بهرنۍ پانګې پرله پسې زياتېږي

جولای 22, 2026
برېټانیا: د مرستو دوام او پراختیا ته ژمن یو

برېټانیا: د مرستو دوام او پراختیا ته ژمن یو

فبروري 2, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ