چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د افریقا په اړه د متحده ایالاتو کړنلارې ته لنډه کتنه

Spogmai Radio by Spogmai Radio
دسمبر 14, 2022
in نړیوال خبرونه
0
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د جنوبي افريقا د ډيپلوماتيکو تګلارو مشهور فکري مرکز ((د جنوبي افريقا د نړيوال ډيالوګ څېړنيز مرکز)) د ډسمبر په اتمه نېټه ((د بایډن حکومت او افریقا، د نړيوال نظم د بدلون حال کې)) تر عنوان لاندې راپور خپور کړ. دغه راپور وايي، د امريکا حکومت د افریقا په اړه خپلې تګلارې تل د خپلو ګټو په موخه ټاکلې، هغه ژمنه يې نه ده عملي کړې چې وايي افريقا ته به ګټې ورسوي او د ډيموکراسۍ په پلمه يې پر افريقا تسلط او باداري کړې ده. د ياد راپور د خپرولو په مراسمو کې ډېرو ګډونوالو په اشارې وويل، امريکا د افريقا په اړه تګلارې له نورو لویو هېوادونو سره د سيالۍ په موخه ټاکلې، دغه هېواد افريقا ته متقابل درناوی نه لري او کړو ژمنو ته يې د عمل جامه نه ده ور اغوستې، دغه راز د امريکا او افريقا سرمشريزه چې ژر به پيل شي، ښايي يوازې سياسي ډارمه وي.

په دغه راپور کې ويل شوي، د افريقا په اړه د امريکا د سټراټيژیکې ډيپلوماسۍ اصلي هدف دا دی چې افريقايي هېوادونه په نړيوال امنيت، نړيوال جوړښت او د لویو هېوادونو په سيالۍ کې د امريکا په مشرۍ ډلګۍ انتخاب کړي. د امريکا حکومت له افریقا سره د دغه هېواد د پرمختګ پر وړاندې خنډونو په لرې کولو کې اغېزمن اقدامات نه دي کړي، د افريقا په سیاسي او امنيتي برخو کې يې موجودې ستونزې نه دي هوارې کړې او له افریقايي هېوادونو څخه يوازې د چین او روسيې د نفوذ د مخنيوي په موخه استفاده کوي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

راپور وايي، امريکا په افريقا کې د خپلې قوماندانۍ په وسيله له افريقايي هېوادونو سره زياتې پوځي مرستې کړې او د پوځي روزنې په برخه کې يې ورسره همکارۍ کړې او له دې لارې غوښتي چې د بشري حقونو او ډيموکراسۍ په پلمه پر دغه هېواد خپلې اغېزې زیاتې کړي.

اټکل کېږٍي چې امریکا د پوځي امنيت او ايډيالوژۍ په پلمه د افريقايي هېوادونو په کورنيو او بهرنيو چارو کې د لا زياتې مداخلې نیت لري. برسيره پردې، په افريقا کې د امريکا د لویو عصري او تخنيکي شرکتونو نفوذ ورځ تر بلې زیاتېږي چې له دې امله ډېری افريقايي هېوادونه پر خپلو ډيجټلي چارو د حاکميت په اړه اندېښمن شوي دي او له دې ډاريږي چې امریکا په راتلونکي کې له حساسو ډېټاګانو په کار اخيستنې د افريقا ګټو ته زيان ورسوي.

همدارنګه په دې راپور کې زياته شوې، چين د افريقا په کورنيو چارو کې مداخله نه کوي او د ګډو ګټو پر اساس تګلارې غوره کوي، چې د افريقايي هېوادونو له تاوده هرکلي سره مخ شوې دي. چين له افريقا سره همکارۍ ته ژمن دی او په اقتصادي، سوداګريزو، کلتوري او امنيتي برخو کې د دواړو خواوو ترمنځ واقعي همکارۍ لاپسې پراخې شوې دي. په دې راپور کې له افريقايي هېوادونو څخه غوښتل شوي چې راويښ شي او خپل سیاسي دریځونه په هوښيارۍ وټاکي او ټينګار دې ورباندې وکړي، له خپلو ملي ګټو دې په کلکه ساتنه وکړي او ځان دې د لویو هېوادونو ترمنځ د سیالۍ نانځکه نه جوړوي.

د ياد راپور مشهور او وتلي ليکوال او د جنوبي افريقا د نړيوال ډيالوګ څېړنيز مرکز مسئول متامب د راپور د خپرولو مراسمو ته په وينا کې وويل، امریکا له افريقا سره د سرمشريزې له پيل مخې د صحرا سيمې په جنوب کې د جنوبي افريقا په اړه خپله ستراتېژي اعلان کړې او له دې ستراتېژۍ څخه ښکاري، چې امریکا لاهم افریقا ته په ناسمه توګه ګوري. له دغې ستراتېژۍ او د امریکا د ملي امنيت ستراتېژۍ څخه څرګندېږي، چې د افريقا په اړه د امریکا تګلارې له افريقا سره د دوستۍ په موخه نه، بلکې په دې وچه کې د چين او روسيې د اغېزو د مخنيوي لپاره دي.

د جنوبي افريقا جهانيسبورګ پوهنتون د افريقا او چين څېړنيز مرکز رئيس منګيه د امريکا او افريقا هغه سرمشريزه چې په نږدې راتلونکې کې به په واشينګټن کې پيل شي، ډارمه بللې او ويلي يې دي، چې د امريکا او افريقا لومړۍ سرمشريزه په امریکا کې ترسره شوه او جوړېدونکې دويمه سرمشريزه به يې هم په همدې هېواد کې ترسره شي چې دغه پرېکړه د متقابل درناوي او مساواتو له روحيې څخه سرغړونه ده. برسيره پردې په امريکا کې افريقايي الاصله امریکايان له اوږدې مودې راهيسې له سيستماتيکې توکمپالنې او تبعيض سره مخ شوي، په داسې حال کې چې افريقا د کرونا ضد واکسين ته لاس رسی نه لري، خو امریکا ګڼ شمېر واکسين زېرمه کړي او دغه هېواد ته يې د افريقایانو پر ورتګ بنديز لګولی او له دې څخه څرګندېږي چې امريکا له افريقا سره په همکارۍ کې صمیميت او صداقت نه لري.

Previous Post

د بې پولې خبريالانو ټولنه: سږ کال د خبریالانو لپاره ښه نه و

Next Post

هو چون هوا له ابراهيم رئیسي سره وکتل

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post

هو چون هوا له ابراهيم رئیسي سره وکتل

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

زلینسکي را روانه میاشت د اوکراین لپاره د برلاسۍ وړاندوینه کړې

زلینسکي را روانه میاشت د اوکراین لپاره د برلاسۍ وړاندوینه کړې

اگست 28, 2023
کابل او نوي ډيلي د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي

کابل او نوي ډيلي د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي

نوومبر 21, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ