د افغانستان د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر د ایران د کرنې له وزیر سره په کتنه کې د کرنې، مالدارۍ، اوبو لګولو، د حیواني او نباتي روغتیا، د کرنیزو محصولاتو د پروسس، کرنیزو ماشینونو او د ټکنالوژۍ د لېږد په برخو کې د عملي او اوږدمهاله همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی. دواړو لوریو ایران ته د افغانستان د تازه غوښې د صادراتو او له ایران څخه افغانستان ته د غوښې، هګیو او چرګانو د صادراتو په اړه هم خبرې کړې دي.













