د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ادارې رییس احمدالله وثیق، قرغیزستان ته د خپل سفر پر مهال د روسیې د ورزش له وزیر میخایل دیګتیاریوف سره لیدلي دي. په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان او روسیې ترمنځ د ورزشي همکاریو پر پراختیا، د ورزشي اړیکو پر پیاوړتیا، په سیالیو کې د ورزشکارانو پر ګډون او د افغانستان د ورزش پر پرمختګ خبرې کړې دي.













