چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

د افغانستان- ایران اړیکې او د «اوبو سیاست»

حکمت الله ځلاند

Spogmai Radio by Spogmai Radio
دسمبر 2, 2020
in ليکنې او تحلیلونه
0
د افغانستان-ایران اړیکې او د «اوبو سیاست»
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

څلورمه برخه:

ب: چاپېريالي او اقتصادي ستونزې

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

په ټوليیز ډول ايران له افغانستانه د ورتلونکو اوبو کمېدل او په ځانګړې توګه د هامونونو وچېدل په دې سيمه کې د اقتصادي پراختيا او پرمختيا لپاره جدي ګواښ بولي او دغه هېواد يې اندېښمن کړی دی؛ خو د اقتصادي اغېزو تر څنګ، په دې سيمه کې د هامون د وچېدو له کبله د پراخو بيابانونو رامنځ ته کېدو چاپېريالي ستونزې هم راټوکولې دي. د هامون وچېدو چې ۴۰۰ زره تنه يې شاوخوا ژوند کوي، په دې سيمه کې د تودوخې درجه هم په بې‌مخينې ډول لوړه کړې ده؛ ځکه تر دې مخکې به پر اوبو لګېدونکو بادونو، په تېره بيا په دې سيمه کې ۱۲۰ ورځې موسمي بادونو د تودوخې کچه راټيټوله. خو اوس دا بادونه د ايران په سوېل- ختيځه برخه کې د ګرد او رېګونو د طوفانونو لامل شوي دي.

له مې تر سپټمبر مياشتې په دغو سيمو کې سخت بادونه لګېږي او زهرجن ګرد له ځان سره لېږدوي. د روغتيا د نړيوال سازمان د معلوماتو له مخې، په ۲۰۱۶ کال کې د ايران زابل ښار د هر بل ښار په پرتله زيات ګرد او غبار درلود. د زابل په لوېديځ کې د يوه مخکیني سيند په غاړه يو پرېښودل شوی (متروک) کلی يې ښه مثال دی، چې کورونه يې اوسمهال تر نيمايي پورې په ريګونو کې پټ دي.

ج: په افغانستان کې د اوبو مديريت او بندونه

په تېرو څلور نيمو لسيزو کې په افغانستان کې د سياسي او امنيتي ګډوډيو له کبله ايران ته له افغانستانه د ورغلو اوبو دقيقه کلنۍ کچه معلومه نه ده؛ خو بيا هم د افغان چارواکو څرګندونو او ځينو څېړنو ته په کتو سره، چې مخکې يې يادونه وشوه، ايران په دې موده کې له افغانستان سره له ګډو اوبو تر خپل سهم زياتې اوبه تر لاسه کړې دي او اوس يې هم د تېر په څېر تمه لري؛ خو دا چې له يوې خوا وچکالۍ ټوله سيمه ځپلې او له بلې خوا په افغانستان کې د ملي يووالي حکومت له راتګ سره د تېرو دورو په پرتله د اوبو د مديريت په برخه کې ځينې ګامونه پورته شول، د ايران اندېښنې يې له ځان سره لرلې او ايران وېره لري چې د هلمند سيند اوبه به د وچکاليو او دغسې پروژو د تطبيق له کبله نورې هم کمې شي. د اوبو او انرژۍ وزارت د معلوماتو له مخې، افغانستان اوسمهال د ټول هېواد په کچه د ۴۰ بندونو په اړه د څېړنو او جوړولو عملي کار تر لاس لاندې لري، چې يوازې څلور هغه يې له ايران سره پر ګډو اوبو جوړېږي. دا په داسې حال کې ده چې د اوبو او انرژۍ د پخواني وزير په وينا، ايران له افغانستان سره پر ګډو اوبو بيا ۶۰۰ بندونه جوړ کړي دي.

د ملي يووالي حکومت د بېلابېلو لاملونو له کبله چې يوه يې هم د اوبو قضيه ده، د کرزي د دورې په پرتله له ايران سره تتې اړيکې لري. د ولسمشر کرزي په دوره کې له ايران سره پر ګډو اوبو د بندونو جوړولو يا ترميم چارو ډېر پرمختګ نه درلود او له همدې کبله داسې تورونه هم شته چې د کرزي په دواړو دورو کې د ايران د خوشحالولو لپاره دا کار وشو، ان تر دې چې له ايران څخه د تورو پيسو د راتګ خبره افشا شوه. ځينې راپورونه دا هم وايي چې په هلمند، هرات او ورڅېرمه ولايتونو کې د ايران لخوا په پټه ځينو چارواکو ته مالي امتيازونه ورکول کېدل.

په تېره څه باندې يوه‌ نيمه لسيزه کې سلما بند يوازېنۍ بېلګه ده، چې پروژه يې بشپړه شوې ده. دا بند د ۶۴۰ میليون متره مکعب اوبو زېرمه لري او په ۶۴۰ کليو کې نږدې ۸۰ زره هکتاره ځمکه خړوبولی شي او تر څنګ يې د ۴۲ ميګاواټه برېښنا، چې ۲۵۰ زره کورونه روښانه کولی شي، د توليد وړتيا هم لري. خو دا پروژه هم له سختو ننګونو سره مخ وه. د دغه بند طرحه لومړی ځل په ۱۹۷۶ کال کې وړاندې شوه او په ۱۹۸۸ کال کې يې عملي بڼه واخيسته، خو په افغانستان کې د اوږدو جګړو له کبله پاتې وه او د حامد کرزي په دوره کې هم د حکومت د محافظه‌کارۍ له کبله بشپړه نه شوه او بالاخره د ملي يووالي حکومت پر مهال بشپړه شوه.

ايران د سلما بند تر څنګ، د کمال خان بند د جوړېدو مخالفت کوي. د دغه بند پروژه په ۱۹۹۶ کال کې پيل شوه؛ خو تر ۲۰۱۱ کال پورې د امنيتي ستونزو له کبله کار پرې ونه شو. له همدې کبله افغانستان په ۲۰۱۲ کال کې ايران تورن کړ، چې د سيمه ‌ييزو وسله‌والو په ملاتړ کولو سره د دې پروژې د سبوتاژ کولو هڅه کوي. کمال خان بند د هلمند سيند پر اوبو د نيمروز په چهاربرجک ولسوالۍ کې جوړېږي او افغان چارواکي وايي، دغه بند داسې طراحي شوی چې د هلمند سيند د اوبو د ضايع کېدو لامل نه کېږي. افغان چارواکي دا هم وايي چې د دغه بند اوبه به د ايران د پولې په ۱۰۰ کيلومترۍ کې اندازه‌ګيري هم کړي او ايران ته به پوره اوبه رسېږي.

د کجکي بند چې ايران يې تل د هلمند سيند د اوبو د کمښت يو مهم لامل بولي، که څه هم په ۱۹۵۰مو کلونو کې جوړ شوی، خو د ملي يووالي حکومت پر مهال د دغه بند د دويم فاز جوړېدو د قرارداد لاسليک کېدو هم ايران اندېښمن کړ.

دغه راز د فراه د پخواني والي اصف ننګ په وينا، ايران د فراه ولايت د بخش‌آباد بند د جوړولو په چارو کې تخنيکي لاسوهنې کوي، چې له کبله يې په تېرو څو کلونو کې د دغه بند چارې نه دي بشپړې شوې. بخش اباد بند چې د هلمند د حوزې په فراه‌رود شاخه د فراه ولايت په بالا بلوک ولسوالۍ کې جوړېږي، د ۲۷ میګاواټه برېښنا د توليد او ۲۶ زره هکتاره ځمکې د خړوبولو وړتيا لري. همدا لامل هم و چې د افغانستان دفاع وزير هم د فراه جګړه د اوبو جګړه وبلله.

څلورمه برخه؛ پر کابل- تهران اړيکو د اوبو مسئلې اغېزې

ايران او افغانستان، د افغانستان- پاکستان- هند په څېر د سيمو پر سر شخړې نه لري؛ خو د اوبو موضوع يې دوه‌اړخيزې اړيکې ګواښي او اوسمهال د اوبو مسئله په دغو اړيکو کې يو مهم فکټور بلل کېږي. کوم څه چې د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف هم په خپله وروستۍ مرکه کې اشاره ورته وکړه.

له بده مرغه د ايران او افغانستان تر منځ د اوبو پر مسئله اختلافات يوه نوي پړاو ته د ننوتلو په حال کې دي او د ګډو اوبو قضيه په دواړو هېوادونو کې خورا زياته سياسي شوې ده. په ايران کې د چاپېريال ساتنې په اړه نړيوال کنفرانس  (۲۰۱۷ د جولای ۳مه) کې د ايران د ولسمشر حسن روحاني وينا او په افغانستان کې د بندونو پر جوړولو نيوکو، په افغانستان کې پراخ غبرګونونه راوپارول. د موضوع حساسيت ته په کتو سره که څه هم اړتيا وه چې روحاني په خپلو خبرو کې‌ د کلمو انتخاب په ځيرکۍ سره وکړي او تر يوه بريده يې خبرې ناسمې هم تعبير شوې؛ خو په ټولیيز ډول نوموړي د افغانستان د بندونو موضوع په صراحت سره مطرح کړه، چې د افغان چارواکو، د ملي شورا ځینو غړو او په ټولنيزو رسنيو کې د عامو افغانانو له پراخ غبرګون سره مخ شوه، ان په ځينو ښارونو کې د ايران پر ضد لاريونونه هم وشول.

په ټوليیز ډول ايران او افغانستان په خپلو دوو ‌اړخيزو اړيکو کې له ځينو لوړو- ژورو سره سره، نږدې اړيکې لرلې دي. خو په وروستيو کلونو کې د بېلابېلو راپورونو له مخې، په لوېديځو او سوېل- لوېديځو ولايتونو کې ايران د افغان حکومت د مخالفينو په ملاتړ او مرستو تورن شوی، کوم څه چې پر دغو دوو ‌اړخيزو اړيکو يې سيوری غوړولی او يو لامل يې هم د اوبو قضيه بلل کېږي.

دوام لري…

Previous Post

وحید عمر: طالبانو د امتیاز لپاره تاوتریخوالي ته دوام ورکړی

Next Post

د اسټرالیايي ځواکونو د افغان شریکانو وجدانونه لا هم ارام دي!

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
د قواوو که د افرادو ټکر؟

د اسټرالیايي ځواکونو د افغان شریکانو وجدانونه لا هم ارام دي!

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

چین: فلیپين دې سیاسي ډرامه پای ته ورسوي

چین: فلیپين دې سیاسي ډرامه پای ته ورسوي

فبروري 11, 2026
عبدالله: د زور پر وړاندې د افغانانو ځواب څرګند دی

عبدالله: د زور پر وړاندې د افغانانو ځواب څرګند دی

جولای 11, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی
نړۍ

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی

اگست 5, 2026
په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې
افغانستان

په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved