چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د اسټرالیايي ځواکونو د افغان شریکانو وجدانونه لا هم ارام دي!

Spogmai Radio by Spogmai Radio
دسمبر 2, 2020
in تبصرې
0
د قواوو که د افرادو ټکر؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

په دې وروستیو کې په افغانستان کې د اسټراليايي ځواکونو له خوا د شویو جنایتونو په اړه ‎بحثونه ګرم شوي دي. اسټراليايي ځواکونو په اروزګان کې د خپل ماموریت پر مهال ګڼ بې ګناه خلک چې پکې ښځې، ماشومان او سپین ږیري هم شامل دي، ځورولي، شکنجه کړي، بنديان کړي او وژلي دي. د اسټراليايي ځواکونو د جنایتونو رسواینې آن څو اسټراليايي پوځیان ځان وژنې ته اړ کړل او په نړیواله کچه یې غوغا جوړه کړه. اوس د دغو جنایتونو د یوه تصویر خپرولو د چین او اسټرالیا ترمنځ لفظي شخړه راپورته کړې او پرون بیا یوې بلې نړیوالې رسنۍ هم د دغو جنایتونو نوي تصویرونه خپاره کړي وو.

د اسټرالیايي ځواکونو افشا شوي جنایتونه رښتیا هم زړه بوږنوونکي دي. دا یوازې افشا شوي جنایتونه دي، خو ښايي ډېر به لا همداسې پټ پاتې وي. د اروزګان کلی کلی او کور کور د اسټراليايي وحشي پوځیانو د جنایتونو شاهد دی. دوی هلته هر ډول جنایت کړی، دوی د خپلې ساتېرۍ او مسخرو لپاره خلک وژلي دي. د خلکو ځورول، وهل، وژل او جنایت د دوی لپاره د خوند او لوبو یوه لاره وه. دوی داسې کارونه کړي چې که ټول پسې مستند شوي وای، نو ښايي د نړۍ د جنګي جرمونو او جنایتونو په تاریخ کې به دا یو ډېر لوی څپرکی وای.

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

دا یوازې اسټراليايي ځواکونه نه دي، بلکې افغانستان ته ټولو راغلو بهرنیو ځواکونو همداسې جنایتونه او وحشتونه کړي دي. امریکايي، برېټانوي، جرمني او نورو بهرنیو ځواکونو په افغانستان کې د جنایتونو ریکارډ ټینګ کړی دی. دوی ممنوعه وسلې کارولي، انسانان یې سوځولي، پوره کلي یې ړنګ کړي او خلک یې وژلي دي، انسانان یې پر سپیو داړلي، په څاګانو کې یې اچولي، تر ټانګونو لاندې یې کړي، دیوالونه یې پرې ور نړولي، په کېمیاوي او بیولوژیکي وسلو یې افغانان وژلي او سوځولي او د روحي شکنجې لپاره یې په مسلسل ډول د هغوی دیني ارزښتونو او مقدساتو ته توهین کړی دی. د دوی د دغو جنایتونو په اړه اسناد او شواهد هم شته، البته دا اسناد او شواهد د ځینو پېښو دي او د ډېری پېښو اسناد او شواهد لا هماغسې پټ پاتې دي.

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو جنایتونو د نړیوالو وجدانونه ولړزول، خو په افغانستان کې ځینې وجدانونه لا هم ارامه دي. دلته ځینو چارواکو او سیاستوالو دا هر څه نه یوازې اورېدلي، بلکې ځینې یې لیدلي او په ځینو کې دوی شریک هم دي. د بهرنیو ځواکونو دغو جنایتونو ته د دوی غبرګون ډېر سوړ دی او آن دا ورته مهمه نه ده. دوی په راتلونکي کې هم د دغو جنایتونو د مخنیوي غږ نه کوي او آن په یو ډول یې د دوام لپاره هلې ځلي کوي. دوی د بهرنیو ځواکونو د وتلو مخالفت کوي او غواړي چې دا وحشي ځواکونه همدلته پاتې شي، جګړه وکړي او همداسې جنایتونه او وحشتونه وکړي. له همدې امله د سولې مخالفت کوي او لا هم د جګړې، وینو او وژنو خبرې کوي. دا کسان له خپل ولس سره په دښمنۍ کې له ټولو پولو اوښتي او د وحشي، جنایتکاره او مجرمو بهرنیو ځواکونو ملګري، د جرم شریکان او ملاتړي دي. دوی او بهرني ځواکونه دواړه، په یو ډول مسوول دي او باید حساب‌ او کتاب ورسره وشي.

Previous Post

د افغانستان- ایران اړیکې او د «اوبو سیاست»

Next Post

په ګډه د بشر د ګډ برخلیک ټولنه جوړوو او لا ښکلې نړۍ به اباده کړو

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
په ګډه د بشر د ګډ برخلیک ټولنه جوړوو او لا ښکلې نړۍ به اباده کړو

په ګډه د بشر د ګډ برخلیک ټولنه جوړوو او لا ښکلې نړۍ به اباده کړو

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

کابل نړیوال هوایي ډګر پراختیا او سټنډرد جوړولو ته اړتیا لري

افغانستان؛ دایمي‌ثبات ته د لارې پر سر

جولای 1, 2024
خوست کې وزيرستاني کډوالو سره د مرستو د وېش لړۍ پيل شوه

خوست کې وزيرستاني کډوالو سره د مرستو د وېش لړۍ پيل شوه

دسمبر 10, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved