چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د افغانستان بېلابېلو ټولنو د نوي چين د ۷۵مې کليزې په مناسبت چينیانو ته مبارکي څرګنده کړې

لیکنه: ډېوه؛ د چین میډیا ګروپ خبریاله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اکتوبر 1, 2024
in نړیوال خبرونه
0
د افغانستان بېلابېلو ټولنو د نوي چين د ۷۵مې کليزې په مناسبت چينیانو ته مبارکي څرګنده کړې

_cuva

585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د اکتوبر لومړۍ نېټه د چين د ملي جشن ورځ ده او دا نېټه د چين ولسي جمهوريت د جوړېدو له ۷۵مې کليزې سره برابره ده. په دې وروستيو کلونو کې له افغانستان څخه د ځينو وزارتونو، څانګو او ارګانونو چارواکو او کارکوونکو په بېلابېلو برخو کې چين ته راغلي و او د چين د پرمختګ په هکله ژورې خاطرې ورسره دي. د دې ځانګړې ورځې د نمانځنې لپاره د افغانستان د کانونو او پيټروليم وزارت، د اقتصاد وزارت او د کليو د بيارغونې او پرمختيا وزارت اړوندو چارواکو د چين ولسي جمهوريت د جوړېدو ۷۵مې کليزې ته خپل پيغامونه ورلېږلي.

افغانستان اوس د اقتصادي بيارغونې په کليدي موده کې دی او د کانونو د استخراج له لارې پرمختګ ته په درنه سترګه ګوري. اوسمهال په افغانستان کې د چينايي تصديو لخوا تر سرمايه ګذاري لاندې دوې لويې پروژې روانې دي او پراخ راتلونکي لري. په دې برخه کې افغانستان د کانونو استخراج لوړو او مسلکي ټېکنالوژيو او کارکوونکو ته اړتيا لري.

د روان کال په مې مياشت کې د چين د سوداګرۍ وزارت په مشرۍ د کانونو د استخراج په نامه يو کورس په بېجينګ کې تر سره شوی، چې د افغانستان د کانونو او پيټروليم وزارت د اړوندو څانګو چارواکو او انجنيرانو په کې ګډون درلود. د دې وزارت د انستيتيوت رئيس مطيع الله امين حقاني په دغه کورس کې ګډون کړی او د چين ولسي جمهوريت د ۷۵مې کليزې په درشل کې د سي جي ټی ان د خبريالې ډيوې سره د اړیکې له لارې چين ته مبارکي څرګنده کړه. هغه وويل، چين ته له خپل سفر ښه خاطره لرم، د چين ولس په صنعت، زراعت، تجارت، تعليم، ورزش او په بېلابېلو کې بوخت دی او لا هم زیار ګالي، په ټينګه توګه يې د یرغلګرو څخه ځان خوندي ساتلی دی، د خلکو د نېکمرغه ژوند لپاره يې ټينګ ضمانت جوړ کړی، دا د دغه هېواد ښه سالم سياست دی. دغه راز، زما لپاره د چين ولس کورنی ژوند ډېر نېکمرغه ښکاري او ښه ثقافت هم لري، د خلکو ډېر عادتونه او دودونه د افغانستان له ولس سره نژدې دي، چې ما ته ډېر خوښېږي.

چين تل په سوله کې د پرمختګ پر لارې ټينګار کوي، د سولې، پرمختګ، همکارۍ او ګډو ګټو پر لارې قدم وهي او د نړۍ د سولې او ارامتيا او د انسانانو د ګډ پرمختګ لپاره هڅې کوي. ښاغلي مطيع الله امين حقاني وويل، چين او افغانستان ښه ګاونډي هېوادونه دي چې په تېر تاريخ کې هېڅ ستونزه په منځه کې نه ده راغلې او يو بل ته درناوی لري. خو د افغانستان ولس په تېر تاريخ کې لوی جنګونه کړي او کامياب شوي، له بدمرغه ډېرو لويو هېوادونو افغانستان په جنګي ميدان بدل کړی، خو له نېکمرغه يوازې له چين هېواد سره ښه وختونه تېر شوي دي.

زه غواړم په مستقبل کې زموږ او چين سياسي اقتصادي او کلتوري اړيکې لا نورې هم وغوړېږي، قوي شي. ځکه چين هم يو تاريخي امپراتوري تېره کړې ده او افغانستان هم يو تاريخي امپراتوري تېره کړې ده، ازاد او خپلواکه هېوادونه دي او د دواړو هېوادونو دښمن هم مشترګ دي نو په دې حالاتو کې بايد يو په بل ښه اعتماد او باور ولري چې خپل منځ کې قوي او دښمن په مقابل کې سره يو شي دا به يو ښه راتلونکي تضمين وکړي.

د هغو افغانو ملګرو په سترګو کې د چين د اقتصادي پرمختګ تجربې د افغانستان لپاره ډېرې ګټور دي، په ځانګړې توګه د چيني شکله عصري کېدو تګلارې اوس نه يوازې ځان ته بلکې نړۍ ته ګټې رسوي. د افغانستان خلک اوس ډېر غواړي خپل اقتصاد ته چټک پرمختګ ورکړي او د چين د پرمختګ له بهير څخه ګټورې تجربې واخلي. د افغانستان د اقتصاد وزارت د مطبوعاتي چارو څانګې چارواکي علاوالدين حق دوست لومړی چين ته د ملي جشن مبارکي ویلې او ويې ويل، موږ تاسو او د چين ټولو ګرانو هېوادوالو ته د چين د ملي ورځې مبارکي وایو. د افغانستان او چین ترمنځ د اقتصادي اړیکو اوسنی وضعیت د ښه راتلونکي ښکارندویي کوي، خو افغانستان او چین د یو بل لپاره ډېر اقتصادي جاذبې لري او په هر یوه کې زیاته پانګونه کولای شي، د دواړو هېوادونو په اقتصادي اړیکو کې بدلون راوړي.

د افغانستان د کليو د بيارغونې او پرمختيا وزارت د کليو د پرمختيا ادارې چارواکي محمد سليم بريالي د روان کال په جولای مياشت کې په چين کې د سوداګرۍ وزارت په مشرۍ د کليو د پرمختګ په اړوند يو کورس کې ګډون درلود او د چين ډېرو ځايونو ته يې سفر کړی. هغه د سي جي ټي ان خبريالې ډيوې ته وويل، د چين واحد ولس عصري ټېکنالوژۍ او زېربنايي پروژې زما په ذهن کې ژورې خاطرې پاتې دي. هغه چې د چين له عصري ښارونو او کليوالو سيمو څخه ليدنې وکړې او له چين سره يې هم ژورې علاقې پيدا کړې. هغه زياته کړه، چین یو ویاړلی او پرمختللی هېواد دی. زه د یوه افغان په حیث د چین ګاونډیتوب باندې واقعاً ویاړم. چین مو یو صادق او ګاونډی هېواد دی دوستي مو د هر بل هېواد نه یو بل ته مهمه ده لا تقویت یې په کار دی. په پای کې په خپل وار سره د چین با عزته ولس ته د دې لوی او مقدس ملي جنشن مبارکي وایم.

د چين ولسي جمهوريت جوړېدو د پنځه اويايمې کليزې په درشل کې د افغانستان له بېلابېلو ټولنو څخه دغه هېواد ته زياتې مبارکۍ رسېدلې دي او دا هيله ښودل شوې چې د چين او افغانستان ترمنځ دوستۍ لا نورې ټينګې شي.

Previous Post

مسوولین: ننګرهار کې به سږ کال د زیتونو حاصلات درې برابره زیات وي

Next Post

په لغمان کې د یوه کوچني بند د جوړولو چارې بشپړې شوې

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
په لغمان کې د یوه کوچني بند د جوړولو چارې بشپړې شوې

په لغمان کې د یوه کوچني بند د جوړولو چارې بشپړې شوې

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

اسلامي امارت د پوتین د وروستیو څرګندونو هرکلی کړی

دسمبر 25, 2021
افغان صادراتي پالیسي بیا کتنه غواړي

افغان صادراتي پالیسي بیا کتنه غواړي

جولای 30, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved