د الجزاير ولسمشر عبدالمجید تبون په دې وروستیو کې چين ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې له چین مډیا ګروپ سره ځانګړې مرکه ومنله. تبون په مرکه کې وويل چې چين له الجزاير سره په ډېر سخت وخت کې مرسته کړې او له هر ډول ستونزو سره سره د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستي هېڅکله نه ده بدله شوې. هغه د عربي هېوادونو او ايران ترمنځ د اړيکو د ښه والي په برخه کې د چين د مثبت رول ستاينه وکړه او باور يې وکړ چې د خلکو تر منځ دوستي په نړۍ کې تر ټولو ښه کار دی. هغه هر ډول تسلط رد کړ او ټينګار يې وکړ چې هېواد بايد په خپلواکه توګه پرمختګ وکړي. هغه تمه لري چې الجزایر به د بریکس هېوادونو له همکاریز میکانیزم سره یوځای شي او د یوې غوره او عادلانه نړۍ د جوړولو لپاره کوښښ وکړي.
د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په بلنه د الجزاير ولسمشر عبدالمجيد تبون د جولای له ۱۷مې نېټې څخه تر ۲۱مې نېټې پورې له چين څخه رسمي ليدنه وکړه.











