چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

د امريکا د بشري حقونو سرغړونې

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اپریل 15, 2022
in ليکنې او تحلیلونه
0
د امريکا د بشري حقونو سرغړونې
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

رویټرز د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د يوې سرچېنې په قول ویلي، چې امریکا د روان کال په لومړيو دوو مياشتو کې یوازې ۵۱۴ اوکرایني کډوال منلي دي.

په مارچ کې د روسیې او اوکراین ترمنځ سخته جګړه پېل شوې، چې تر دې دمه دوام لري او د کډوالو د لویې څپې لامل ګرځېدلې ده، خو امريکا د يادې جګړې د پېل په درشل کې يوازې ۱۲ اوکراينې کډوال منلي دي.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

سپینې ماڼۍ ژمنه کړې، چې تر سلو زرو پورې اوکرایني کډوال به ومني، خو د اوکرايني کډوالو لويې څپې ته په کتو د امريکې ياده شمېره ډېره کمه او يوه کوچنۍ برخه ده.

فوربس مجلې ويلي، چې اوکراينې کډوال اړتيا لري، چې د ویزې له لارې امریکا ته لاړ شي، خو دا باید ثابته او تضمين ورکړي، چې وروسته به بیا خپل هيواد ته بیا ستنيږي، خو اوکرايني کډوالو ته په اوس وخت کې ډېره ګرانه ده، چې امريکا ته تضمين ورکړي، چې دوی به بیا بېرته خپل هيواد ته ستنيږي، ځکه هيواد کې يې ګرم جنګ روان دی او پای يې هیڅ څرک نه لګيږي.
په میليونونو اوکرانيان په ګردې نړۍ کې خواره واره شوي او د کډوالۍ ژوند ته يې مخه کړې ده، خو په حقیقت کې دوی ټول د امريکا د ګټو قرباني شوي دي.

امريکا  له دویمې نړیوالې جګړې وروسته په هر لوري جنګونه پيل کړي، چې پکې نه يوازې ګڼ خلک وژل کيږي، بلکې د نړۍ هر ګوټ ته يې د کډوالۍ څپې هم رسولې دي او دغې کړنې يې د ټولو هيوادونو پر اقتصادي پرمختګ او ټولنيز ثبات سختې بدې اغېزې کړې دي.

د یو ایس اې ټوډۍ ورځپاڼې په فبرورۍ کې ويلي وو، چې د امريکې براون پوهنتون د واټسن د نړیوالو او عامه چارو انسټیټیوټ څېړنه ښیي، چې امريکا په تېرو ۲۰ کلونو کې څه د پاسه ۹۲۹ زره خلک د “ترهګرۍ ضد” په نوم جګړو کې وژلي دي. د ویتنام حکومت بیا وايي، چې د ویتنام په جګړه کې شاوخوا دوه ميلیونه عام وګړي وژل شوي دي.

امريکا د کډوالو د “جوړولو” په برخه کې ډېر کار کړی او د بېلګې په توګه يې افغانستان یادولی شو. په ګردې نړۍ کې شاوخوا  ۱۱ میلیونه افغانان کډوال دي، ۳.۵ میلیونه افغانان په کوردننه بې ځایه شوي او نژدې ۲۳ میلیونه افغانان له سختې لوږې سره مخ دي، چې پکې ۳.۲ میلیونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومان دي.

امريکا په بهر کې د بشري حقونو سخت خراب ریکارډ لري او په کور دننه يې هم د بشري حقونو سرغړونې غیر معمولي ندي، د نژادي تبعیض په ګډون  ډول ډول پیښې یو پر بل پسې پکې رامنځته کېږي او د افريقايي الاصله امريکايي جارج فلويډ د وژلو پیښې هم نړۍ حیرانه کړې ده.

امریکا په بهر کې د بشري حقونو بې شمېره سرغړونې کړې دي.

که تاسو په انټرنیټ کې “د امريکا جنګي جنایتونه” وپلټئ، نو د پايلو اوږد لېستونه به وګورئ، خو دا هم بايد هېر نه کړو، چې ځيني خونړۍ ويډيوګانې او انځورونه ښايي ستاسو په روان بد اغېز وکړي، نو د کمزوري زړونو درلودونکي دې يې له کتلو ډډه وکړي.

Previous Post

د افغانستان د کرنيزو چارو کارپوه: د غلو دانو د خونديتوب د ساتلو لپاره د چين د دولت رئيس شي جين پينګ نظريې د ستايلو دي

Next Post

شي جين پينګ د سعودي عربستان له وليعهد سره تليفوني خبرې وکړې

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
شي جين پينګ د سعودي عربستان له وليعهد سره تليفوني خبرې وکړې

شي جين پينګ د سعودي عربستان له وليعهد سره تليفوني خبرې وکړې

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

United Kingdom Roulette Manufacturers

سپتمبر 8, 2025
ازاد بیک اف: توریزم د افغانستان او ازبکستان اړیکو کې مهم رول لري

ازاد بیک اف: توریزم د افغانستان او ازبکستان اړیکو کې مهم رول لري

سپتمبر 14, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved