چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د امريکا د فډرالي زيرمې بانک چې سود يې لوړ کړی، د ټولې نړۍ پر اقتصاد اغيز پرېباسي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
دسمبر 4, 2022
in نړیوال خبرونه
0
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د روان کال له پيل راهيسې د امريکا د فډرالي زيرمې بانک په پر له پسې توګه بانکي سود لوړ کړ او غواړي چې له دې لارې د پيسو د انفلاسيون يا پړسوب مخنيوی وکړي.خو اوس ګرده نړۍ لاهم د کرونا وبا د خپرېدو په حال کې ده او اقتصاد يې لا اوس نه دی بيا سمسور شوی.

د امريکا دغه کړنې به خامخا نړيوال اقتصاد ته زيانونه ورسوي په تېره بيا پرمختيایي او بې وزله هېوادونه به له چلنجونو سره مخ کړي. په دې هکله د چين د ميډيا ګروپ خبريالې له افغان اقتصاد پوه نقيب الله حبيبي سره مرکه وکړه. هغه وويل چې د امريکا د فډرالي زيرمې بانک چې بانکي سود يې لوړ کړی، د ټولې نړۍ پر اقتصاد اغيز پرېباسي او اړوندې پرېکړې به يې د افغانستان په شمول د مخ پر ودېدو هېوادونو منفي اغیزې وکړي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د نومبر په درېیمه نېټه د امريکا د فډرالي زيرمې بانک بيا اعلان کړی چې بانکي سود بيس لوړ کړی او د سود کچه يې په تېرو څوارلسو کلونو کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې ده. له دې نه مخکې يوې شمېرنې ښودلې چې د روان کال په سپتمبر کې د امريکا د مصرفي بيو ګراف (CPI) د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې اته اعشاريه دوه زيات شوی او د کليدي مصرفي بيو ګراف يې د تېر کال د همدې مودې  په پرتله په سلو کې شپږ اعشاريه شپږ زیاتوالی ښيي چې د زياتوالي انډول يې په تېرو څوارلسو کلونو کې تر ټولو لوړې سويې ته رسیدلی دی.ښاغلي حبيبي وويل چې د امريکا د فډرالي زيرمې بانک د روان کال له جون میاشتې راهيسې د سود کچې پر له پسې توګه پورته بیولې او اوس يې اندازه ډېرې لوړې کچې ته رسېدلې ده.  دې کار د مصرفي بيو او انفلاسيون د کابو کولو په خاطر تر سره کړی تر څو د انفلاسیون کچه يې په کلني توګه په سلو کې دوه وساتي. که څه هم اوس په امريکا کې انفلاسیون له دې کچې څخه لوړ دی، خو هغوی غواړي چې په خپلې يادې پرېکړې سره دغې موخې ته ځان ورسوي. د انفلاسیون د کابو کولو لپاره د بانکي سود لوړوالي د دې بانک يو له مهمو پرېکړو څخه دی چې په دې کار سره د کورونو او موټرو اخيستلو او نورو کاروبارونو لپاره د قرضې اخیستلو نرخ لوړوي او د اقتصاد د چټکتيا د کمښت لامل کيږي.امريکا غواړي چې له دې لارې د انفلاسیون مخنيوی وکړي.

خو واقعا دغې پرېکړې ډېر منفي اغیز لري او په لويديځو هېوادونو کې يې توند غبرګونونه راپارولي دي.د هاسپانيا د نړيوال نظام په نوم ويبپاڼې په خپلې مقالې کې ليکلي چې د امريکا د فدرالي زيرمې بانک د انفلاسیون د کابو کولو لپاره د بانکي سود د لوړوالي پرېکړه وکړه او غواړي چې د انفلاسیون فشارونه يې پر نورو هېوادونو واچوي او د ډالرو ارزښت بيه لوړه کړي. په دې هکله ښاغلي حبيبي داسې ويلي چې امريکا په نړۍ کې يو لوی اقتصاد دی.د امريکا د فدرالي زيرمې بانک دغې پرېکړې د ټولې نړۍ پر اقتصاد اغيز پرېباسي. تر ټولو لوی اغيز يې د نورو اسعارو پر وړاندې د ډالرو د ارزښت ځواکمن کېدل دي چې د ډالرو د ارزښت لوړېدل په امريکا کې د بهرنيو پانګونو د ډېرېدو لامل کيږي. یاده پرېکړه هم د ونډو پر بازارونو او پر ډیجیټالي پیسو ډېر منفي اغیزې کوي چې اوس په ډېرو هېوادونو کې د ونډو د بازازونو او دیجیټالي پیسو ارزښت راټیټ شوی دی.همدارنګه کله چې دا پرېکړه وشوه، د پیسو نړیوال صندوق د مخ پر ودې هېوادونو د اقتصادي پرمختګ وړاندوینه یو سلنه ښکته اعلان کړه او 3,8% سلنه یې اعلان کړه.

اوس نړيوال اقتصاد له ډېرو ستونزو او چلنجونو سره مخ دی، د امريکا د فدرالي زيرمې بانک له خوا د بانکي سود د لوړېدو له کبله د نړيوال اقتصاد بيا سمسورتيا له لا زیاتې بې ثباتۍ سره  مخامخ دی او د افغانستان په شمول بې وزلو هېوادونو ته ډېر زيانونه رسولي دي. ښاغلي حبيبي په مرکه کې ويلي: لکه څرنګه مو چې مخکې یادونه وکړه، د پیسو د نړیوال صندوق د وړاندوینې پر بنسټ د فدرال بانک دغه پرېکړې د مخ پر ودې هېوادونو اقتصادي پرمختګ %1 راکم کړ او افغانستان چې یو له همدغه هېوادونو څخه ګڼل کیږي دلته يې منفي اغېزې تر سترګو کیږي. تر ډېره بریده د لومړنیو توکو بيه لوړه شوې ده چې دا د خلکو د ژوند او اقتصادي فشارونو د ډېرېدو سبب کیږي.

ښاغلي حبيبي د مرکې په پای کې داسې وويل: نړيوال اقتصاد په ستونزمن حال کې دی، خو امريکا لاهم بانکي سود لوړ کړی چې په پايله یې د افغانستان په شمول د پرمختيایي او بې وزلو هېوادونو پر اقتصاد ډېرې منفي اغيزه کړې ده. د يو لوی هېواد او اقتصاد په توګه د امریکا دغه کړنه غیر مسوولانه ده.

Previous Post

په چین کې مېشت افغان سوداګر: موږ د چین د ورخلاصون له تګلارو ډېرې ګټې ترلاسه کړې دي

Next Post

د یونيسکو په مقر کې د چيني فلمونو فيستيوال جوړ شو

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
د یونيسکو په مقر کې د چيني فلمونو فيستيوال جوړ شو

د یونيسکو په مقر کې د چيني فلمونو فيستيوال جوړ شو

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

شنونکي: امریکا غواړي افغان لوری او طالبان پوه کړي چې د سولې راوستل حتمي دي

شنونکي: امریکا غواړي افغان لوری او طالبان پوه کړي چې د سولې راوستل حتمي دي

اکتوبر 6, 2020
چارواکي: د کانونو پروسس باید په هېواد کې دننه وشي

چارواکي: د کانونو پروسس باید په هېواد کې دننه وشي

اپریل 29, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ