چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

د امريکا د لوټمار منطق رياکارانه جوهر

لیکنه: ډېوه؛ د چین میډیا ګروپ خبریاله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
فبروري 13, 2022
in ليکنې او تحلیلونه
0
د امريکا د لوټمار منطق رياکارانه جوهر
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

د امريکا ولسمشر جو بايډن يو اجرايوي فرمان لاسليک کړ، چې له مخې به يې په امريکا کې کنګل شوي د افغانستان د مرکزي بانک ۳.۵ ميليارډه ډالره د سپټمبر د ۱۱مې پېښې قربانيانو ته د خسارې ورکولو او نور ۳.۵ ميليارډه ډالره به له افغانستان سره د مرستې لپاره وکارول شي. که څه هم په تېرو څو مياشتو کې د افغانستان خلکو او نړيوالې ټولنې په ټينګار سره له امريکا څخه غوښتنه  کړې، چې دغه کنګل شوې  پیسې ازادې کړي، خو د دغه فرمان له مخې، دا ښکاره ده، چې امريکا ډېر مخکې دغه پانګه په خپللاس  کې نیولې ده . امريکا  ويلي، چې ۳.۵ ميليارډه ډالره به افغانستان ته ددغه هېواد له خلکو سره د بشري مرستې لپاره وکړي، خو دا مرسته کول دي که غلا کول دي؟

د امريکا دغه لوټماره کړنه د افغانستان په ټولنيزو رسنيو کې د خلکو د غوسې سبب شوې ده.

له دې وروسته، چې امريکا په خپله خوښه د افغانستان د پانګې  وېش وکړ، د افغانستان په خبري رسنيو کې ډېرو زياتو کسانو خپله غوسه،  خپګان او  بې وسي څرګنده کړه او په بشپړ ډول د امريکا ددغه لوټمار منطق له امله حيران  شول.

د افغانستان انټرنېټ کاروونکي احسان احسان  ويلي، د سپټمبر د ۱۱مې پېښې تر شا حقیقت تر اوسه نه دی پيدا شوی. امريکا د افغانستان پانګې له نامعلومې پېښې سره  تړي  . دا څه منطق دی؟ تر اوسه پورې کومې نړیوالې محکمې دا ثابته کړې ، چې افغانان د سپټمبر  د۱۱مې ترهګريزې پيښې تر سره  کړي؟ امريکا د افغانستان پانګې د دغې پېښې ځپلو کسانو ته ورکوي، دا څه منطق او سياسي اصول  دي؟ دوی اخلاق او عدالت نه لري؟

د افغاستان یو انټرنېټ کاروونکي رحماني ويلي، امريکا ځان د بشري حقوقو د دفاع کوونکی بولي، خو د امريکا دغه پرېکړه د افغانستان خلکو ته سخت زيانونه رسولي دي. د امريکا اعتبار به صفر شي. افغانانو دغه ترهګريزه پيښه نه ده تر سره کړې، د امريکا په نظر د دغې پېښې طرح کوونکی بن لادن په افغانستان کې ونه وژل شو. امريکا په دې وخت کې د افغانانو له لاس څخه دغه  پانګه غلا کوي او د امريکا د سپټمبر ۱۱مې پېښې ځپلو کسانو ته یې ورکوي. دا د افغانانو لپاره ظالمانه او ناقانونه ده.

د افغانستان د خلکو پيسې  دې د سپټمبر د ۱۱مې د قربانيانو د دعوې لپاره وکارول شي؟

دا ډېر څرګند  حقیقت دی، چې د امريکا لخوا کنګل شوې پانګه د افغانستان د مرکزي بانک  ده. په افغانستان کې د امريکا د مالیې وزارت پخوانی جګ پوړی مامور اليکس ځيرډن دا نظر لري، چې دغه پيسې په سخت وخت کې د افغانانو لپاره زېرمه شوې پانګه  وه، خو امريکا اوسمهال په افغانستان کې پېژندل شوی حکومت نه لري، نو په خپله خوښه يې د دغې پانګې د کارولو پرېکړه کړې.

د سپټمبر ۱۱مې له پېښې وروسته د امريکا حکومت په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد جګړه پيل کړه. د افغانستان خلک د دغې جګړې لپاره سختې بيې ورکړې، چې په لس ګونو زرو بې ګناه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ، او بې شمېره کسان بې کوره  شول. دا تصديق  شوې ده، چې د افغانستان خلک هم د دغې ترهګريزې پېښې له امله زيانمن شوي دي. امريکا تر اوسه پورې افغانانو ته د جګړې تاوان نه دی ورکړی، خو په دې وخت کې چې افغانان بشري مرستو ته بېړنۍ اړتيا لري، د افغانانو پانګه غلا  کوي.

په حقيقت کې د امريکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۱۹ کال د جولای په ۲۹مه د سپټمبر د ۱۱مې په پېښه کې زیانمن شويو خلکو ته د تاوان ورکولو د صندوق قانون لاسليک کړ. د دغه قانون له مخې، د امريکا حکومت بايد په راتلونکو لسو کلونو کې دغو کسانو ته ۱۰ ميليارډ ۲۰۰ ميلیونه ډالره تاوان ورکړي.  ایا امریکا غواړي له دې لارې دغه مقدار پوره کړي؟او له افغانستان سره د بشري مرستو په نوم  به نور ۳.۵ ميليارډه ډالره وکارول شي؟ له دې څخه په ښکاره ډول د امريکا رياکارانه جوهر  څرګندیږي.

د ياد فرمان له مخې به امريکا د ۳.۵ ميليارډ ډالرو په اندازه د دريمې خواوې د اعتبار لپاره صندوق جوړ کړي تر څو له افغانستان سره بشري مرسته وکړي، خو دوی به لومړۍ ۳.۵ ميليارډ ډالره د سپتمبر د ۱۱مې پېښې کې د امريکا زيانمن شويو کسانو ته ورکړي. بله نيمه برخه به یې د اعتبار صندوق له جوړېدو وروسته وکارول شي، نو ښايي چې  ډېر وخت ته اړتيا  وي.

د افغانستان خلک غواړي د امريکا لخوا کنګل شوې خپله پانګه ازاده کړي، چې په اصلي ډول د دغه هېواد د بيا رغونې، د خلکو د ژوند او پرمختګ په چارو کې وکارول شي، خو امريکا دغه پيسو ته له افغانستان سره د مرستې په نامه ګوري، نيمه برخه به کمه کړي او بله نيمه برخه به دا ډول وي، چې د هغوی پيسې  له هغوی سره مرسته کوي.

برسېره پر دې، د افغانستان خلک له بېړني بشري بحران  سره مخ دي، خو امريکا به له څو مياشتو وروسته د دغې پانګې مشخص ترتيبات وکړي. د امريکا  تش په نامه د بشري  مرستو احساسات، یوازې ریاکارنه او له مطلبه ډکې کړنې دي او هېڅ وخت پرې درد نه دی دوا شوی.  اوس هم غواړي د افغانانو ګټې قرباني کړي.

Previous Post

شپېګل: ښايي روسیه د چهارشنبې په ورځ پر اوکراین برید وکړي

Next Post

چين د همکاريو او ګډو ګټو په مټ د نړۍ پرمختګ ته خوځښت ورکوي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
چين د همکاريو او ګډو ګټو په مټ د نړۍ پرمختګ ته خوځښت ورکوي

چين د همکاريو او ګډو ګټو په مټ د نړۍ پرمختګ ته خوځښت ورکوي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د نوي کال په پيل کې له افريقا څخه د چين د خارجه وزير ليدنه

۳۵کالونه دي چې هر کال د چین د بهرنیو چارو وزیر خپل لومړنی بهرنی سفر له افریقا پیلوي

جنوري 12, 2025
روسیه: فنلنډ او سویډن تېروتنه کړې په اسانه یې نه بښو

روسیه: فنلنډ او سویډن تېروتنه کړې په اسانه یې نه بښو

مې 16, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved