د امریکا د بندیزونو له امله ښايي زرګونه افغانان له مرګ سره مخ شي. د ټروټ په نامه یوې امریکايي نشریې په خپله یوه مقاله کې ویلي چې د امریکا بندیزونو او میلیاردونو ډالرو کنګل کېدلو د افغانستان عام وګړي زیانمن کړي دي.
سرچینه کاږي چې همدا اوس په افغانستان کې کاروبار نشته دی، روغتونونه له سقوط سره مخ دي، ماشومان پر خوارځواکۍ اخته دي او زرګونه کسان هڅه کوي له دغه هېواد ووځي. په راپور کې راځي له همدې امله دا ویلی شو چې د امریکا بندیزونه به په افغانستان کې بشري ناورین پراخ کړي او په دغه هېواد کې به د زرګونه کسانو د مړینې او له مرګ سره د مخ کېدو سبب شي.











