چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د امریکا تعرفې او پر نړیوال اقتصاد يې منفي اغېزې

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اگست 20, 2025
in نړیوال خبرونه
0
د امریکا تعرفې او پر نړیوال اقتصاد يې منفي اغېزې
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د نړۍ سترو اقتصادونو د جولای له درېيمې لسيزې څخه د اګست تر منځنې لسيزې پورې د روان کال په لومړۍ نيمايي کې خپلې اقتصادي شميرنې خپرې کړې چې له مخې يې د نړيوال اقتصاد پرمختګ له ستونزو او ننګونو سره مخ شوی دی.

له یوې خوا د امريکا د تعرفو جګړې نړيوال اقتصادي او تجارتي نظام ته زيان رسولی، د نړيوال اقتصاد د پرمختګ انجن يې کمزور کړی او د نړيوال اقتصاد په وړاندې تر ټولو زیاته د خطرونو سرچينه ګرځيدلې ده، له بلې خوا نړۍ د همکارۍ د پياوړتيا له لارې له ننګونو سره ګډې مبارزې کړې، چې د چين په شمول ګن شمېر اقتصادونو خپل اقتصادي جوړښتونه غوره کړي، د سوداګرۍ د څو اړخيز کېدو او د سيمه ايزې همکارۍ پراخولو لپاره  يې هڅې کړې تر څو نړيوال اقتصاد لا نور انعطاف منونکی او پياوړی شي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د پرمختللو اقتصادونو اقتصادي پرمختګ د کمېدو په حال کې دی

امريکا د ۲۰۲۵م کال په لومړۍ نيمايي کې په پر له پسي ډول د تعرفو يوه اړخيزې تګلارې صادرې کړې، چې د نړيوال اقتصاد د پرمختګ انجن يې زيانمن کړی. په عمومي حالت کې د مختلفو هېوادونو او سيمو د پرمختګ توپيرونه څرګند دي، د پرمختللو اقتصادونو د پرمختګ تمايل د نويو سمسور شويو بازارونو او پرمختيايي اقتصادونو په پرتله ضعيف دي.

په پرمختللو اقتصادونو کې د امريکا د تعرفو تګلارې دغه هېواد ته هم اقتصادي خطرونه پېښ کړي دي. د امريکا « نيويارک ټايمز» خبر ورکړی، د دغه هېواد اقتصاد له ډېرو فشارونو سره مخ دی، چې د کاري فرصتونو سرچينې کمې شوې، د تعرفو تګلارې له امله د انفلاسيون نښې ښکاره شوې، د اقتصادي پرمختګ لپاره د مصرفولو اندازه کمزورې شوې ده.

د روان کال په دويمه ربعه کې د يورو کارولو په سيمه کې د جي ډي پي صفراعشاريه یو سلنه زياته شوې، چې د ۲۰۲۴م کال له پيل راهيسې تر ټولو ټيټه کچه ده. د جرمني او ايټاليا په شمول د اروپا عمده اقتصادونو صادرات په دويمه ربعه کې کم شوي، چې د يورو کارولو سيمه کې د اقتصاد د پرمختګ عمومي سرعت يې ټيټ کړی دی. د اروپايي ټولنې او امريکا د نوي ترلاسه شوي تجارتي تړون له مخې، له اروپايي ټولنې څخه به امريکا ته له صادراتو څخه لوړې تعرفې اخیستل کېږي، دغه راز دغه ټولنه بايد په امريکا کې سرمايه ګذاري زياته کړي او زياتې انرژۍ واخلي، نو د دې ټولنې په دننه کې به د توليدولو چارو د سيالۍ توان کمزوری شي او کاري فرصتونه به کم شي.

د پيسو نړيوال صندوق د جولای په پای کې «د نړيوال اقتصاد د راتلونکي راپور» نوي محتويات خپاره کړي او په کې يې ويلی، د امريکا د سوداګرۍ تګلارې د نړۍ ستر اقتصادونه له نامعلوم برخلیک او د نړيوال اقتصادي ثبات به تهديد سره مخ کړي.

خو د سراسر جنوبي نړۍ هېوادونو په اقتصادي توسعه کې انعطاف پذیري ښودلې او د نړيوال اقتصاد په رهبرۍ کې پر یوه مهم ځواک بدل شوي دي.

نړيوال اقتصاد د امريکا د تعرفو تګلارې د منفي اغيزې له امله له ګن شمېر ننګونو سره مخ دی

نړيوال اقتصاد بې ثباته دی او د زياتو څيړونکو په اند، د امريکا لخوا د پر له پسي د تعرفو د زياتولو تګلارې نه يوازې خپله دغه هېواد ته ستونزې جوړوي، بلکې د نړيوال اقتصاد د راتلونکې پر وړاندې تر ټولو لوی خاطر ګڼل کېږي.

د بريتانيې مرکزي بانک د انګلانډ څانګې په جولای کې يو راپور خپور کړ او له مخې يې، د امريکا لخوا د تعرفو زياتېدو تګلارې د نړيوالو تجارتي شخړو د سختېدو سبب شوې او له امله يې نړيوال اقتصاد له ډېرو ناثابتو عواملو سره مخ دی.

د ملګرو ملتونو د سوداګرۍ او پرمختګ کنفرانس خبرداری ورکړی چې د تعرفو ناڅرګندتيا د تجارت او پانګونې په شمول د سوداګریزو چارو د تګلارو په جوړولو کې خنډونه جوړوي او د نړيوال اقتصاد الاکاتي ځنځير خرابوي. هغه وروسته پاتي هېوادونه يې له ناڅرګندو پایلو سره مخ کړي چې له امريکا سره سوداګريزې معاملې لري .

مشارکتي پرمختیا؛ د سراسر جنوبي نړۍ هېوادونو پر کلیدي ځواک بدلېږي

بېلا بېل هېوادونه د امريکا د تعرفو تګلارې تر منفي اغيزې لاندې همکارۍ پياوړې کوي، د توليدولو چارو د سيالۍ توان لوړوي، د سوداګرۍ څو اړخيز کېدل هڅوي، سيمه ايزې همکارۍ زياتوي، تر څو له فشارونو ځان خلاص کړي. په همدې وخت کې د سراسري جنوب هېوادونه چټک پرمختګ کوي، د څواړخيز سوداګريز ميکانيزم د ساتلو او پياوړي کولو، د اقتصاد د نړيوال کېدو او لا زياتو خواوو ته د ګټو رسولو په برخو کې لا مهم رول لوبوي.

د پرمختللو اقتصادونو د سوداګرۍ د کمزوري کېدو په حال کې د سراسري جنوب هېوادونو بازارونو پرمختګونه کړي دي، چې نفوس يې د نړۍ اوويا سلنه برخه نيسي.له ۲۰۰۰م کال راهيسې، د پرمختيايي هېوادونو د مالونو تجارت د زياتوالي اندازه ۴اعشاريه ۶ چندو ته رسېدلی، چې د پرمختللو اقتصادونو د تجارت د سرعت په پرتله ډېر ټيز دی. اوس د سراسري جنوبي نړۍ د اقتصاد عمومي اندازه د ټولې نړۍ په اقتصاد کې څه باندې ۴۰سلنه برخه نيسي او د نړيوال اقتصاد د پرمختګ لپاره يې ۸۰سلنه خدمات تر سره کړي، چې د نړۍ د پرمختګ او د نړيوالې ادارې د بشپړتيا مهم ځواک ګڼل کېږي.

د سراسري جنوبۍ نړۍ د يو غړي په توګه په چين کې د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د اقتصادي پرمختګ اندازه ۵اعشاريه ۳سلنې ته رسېدلې چې د پرمختګ انعطاف منونکی قوت او بالقوه توان يې ښودلی. چين د نوښت او باکيفيته پرمختګ له لارې د نړيوال اقتصاد د ثبات سرچينه ده او له نړۍ سره د خپل پرمختګ فرصت شريکوي.

Previous Post

په بېجینګ کې د سپټمبر درېیمې نېټې رسم ګذشت په اړه مطبوعاتي غونډه تر سره شوه

Next Post

مودي له وانګ يي سره ولیدل

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
مودي له وانګ يي سره ولیدل

مودي له وانګ يي سره ولیدل

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

لوګر کې د ۷۲ میلیونه افغانیو په لګښت ۶ ښوونځیو ته ودانۍ جوړېږي

لوګر کې د ۷۲ میلیونه افغانیو په لګښت ۶ ښوونځیو ته ودانۍ جوړېږي

جون 9, 2024
کابل کې د پاسپورت ۳ نورو څانګو د جوړېدو چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې

کابل کې د پاسپورت ۳ نورو څانګو د جوړېدو چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې

مې 23, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved