چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

د امریکا په ناکامۍ کې د افغان سولې د خبرو ښکارندویي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
سپتمبر 20, 2020
in ليکنې او تحلیلونه
0
راپور: مالي استقلال ته د طالبانو نږدې کېدل به جګړې اوږدې کړي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بهرنۍ پالیسۍ په برخه کې یو پوره کارپوه او سټراتیژست نه دی. په ۲۰۱۶ م کال کې د ده یوه له مشهورو ټاکنیزو ژمنو څخه له افغانستان نه د امریکایي قواوو راوستل وو، چې اوس يې د پوره کولو لپاره بېړنۍ هڅې روانې کړې دي، څو خپل کمپایني کارونه پرې پرمخ هم بوزي. نو له همدې امله د هغه اداره د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د مذاکراتو لاره هواروي.

ظاهراً کېدای شي د ځینو ناخبرو او هېرجنو خلکو لپاره د ټرمپ هغه هڅې چې د ۱۹ کلنې اوږدې جګړې د ختمېدو لپاره د جورج بوش په یرغل سره د اسامه بن لادن د نیولو لپاره پیل شوې وې، هیله‌مندې وبرېښي؛ خو مشهوده پوښتنه چې باید د امریکا له ښاغلي ولسمشر څخه مطرح شي، دا وي چې د ۲۳۷۲ پوځيانو وژنه، په میلیاردونو ډالرو او د ۵۰۰۰۰ افغان ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې پایله او لاس ته راوړنه به د ۱۹ کلنې جګړې په لړ کې څه وي؟ آیا د سپټمبر د پېښې د برید په تړاو د بوش ناڅاپه غبرګون د دې ارزښت درلود؟ په ځانګړې توګه کله چې بن لادن له خپل ټاکلي ځای (تورا-بورا) څخه وتښتېد او لس کال وروسته په پاکستان کې له خپل برخلیک سره مخ شو.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

تریخ حقیقت دا دی چې سپینه ماڼۍ د (امریکا لومړۍ – امریکا فړست) کلمې په اصلي مانا کې داسې ښکېل ده چې پایله یې د طالبانو بېرته واک ته رسېدل دي.

په ۲۰۰۱ م کال کې طالبان هغه لومړنی واکمن رژیم و چې چا به ترې د سرغړونې جرأت نشو کولی او که به یې وکړ له جدي چلند سره به مخ شو. خو دا رژیم د مالي ګټو او له اسلام څخه د ګډ تعبیر پر بنسټ القاعدې ته په کوربه توب مجرم وګنل شو.  په سر کې د ائتلافي ځواکونو لخوا وپاشل شو او بیا د یوې داسې تروریستي ډلې په توګه وپېژندل شو چې پر ښوونځیو، روغتونونو، بازارونو او داسې نورو د چاودنو مسوول وبلل شو.

تاسې فکر وکړئ، خپله د ولسمشر اشرف غني په وینا د سږ کال له هغه مودې را پدېخوا چې د سولې هوکړه لیک د فبرورۍ په ۲۹مه او د جون په ۲۱مه لاسلیک شو، شاوخوا ۳۵۶۰ افغان پوځیان د طالبانو لخوا وژل شوي او ۶۷۸۰ نور بیا ټپي شوي دي.

اوسني طالب جنګیالي په پوره مانا متفاوت دي، دوی له ماشومتوبه د بې رحمه ایډیالوژستانو په توګه روزل شوي چې موخو ته د رسېدلو لار یوازې په تاوتریخوالي کې ویني.

د واک پر سر وېشل شوی حکومت

د حکومت پلاوي او طالب مذاکره کوونکو تر منځ تېره شنبه د واک د وېشلو پر سر چې کومې بین الافغاني خبرې پیل شوې، کېدای شي مثبتې پایلې ومومي، ځکه نو طالب مشران به اوس د یوه پېژندل شوي قدرت په توګه د بري خوبونه ویني.

افغان وګړي له یو داسې هېواد څخه چې پکې د فساد، فقر، بېوزلۍ، بې قانونۍ، ترهګرۍ او دې ته ورته نورو بدمرغیو ګراف هسک روان دی، تر پوزو راغلي. دوی په داسې هېواد کې چې د وګړو ژوند پکې خوندي نه دی او ځانمرګي بریدونه یې دومره عادي شوي وي چې ان د بهرنیو رسنیو پام ځان ته نه اړوي، له ژونده ستړي شوي دي.

خو یاد شرایط ښایي د طالبانو په شتون کې تر دې هم د خرابېدو پر لور روان شي، په ځانګړي ډول د ښځو لپاره چې لاسته راوړې آزدي به یې هم ترې واخیستل شي.

د بوش هغه ژمنه چې طالبان به ګڼېدو، سوکالۍ، آزادۍ او ډیموکراسۍ ته له رسېدلو وړاندې له پښو غورځوي، اوس هم د پخوا په شان شکمنه او ناباوره ښکاري.

هو! د طالبانو رژیم دا ډول ستونزې لري چې پکې شپږ کلنې نجونې پرته له خوښې خاوند ته په نکاح او تر ډېره د پلار د مالي استطاعت د نشتوالي په سبب او د وام پرې کولو په موخه په بدلانه ورکول کېږي.

د طالبانو بې سارې غښتلتیا

تر کابل ورهخوا، پرته له هغو سیمو چې د طالبانو تر واک لاندې دي، ډېری نورې یې قومي مشران او جنګ سالاران کنټرولوي. په یوه مقاله کې چې د (بهرنیو اړیکو د شورا) په وېب پاڼه کې خپره شوې وه؛ داسې راځي: «طالبان له ۲۰۰۱ م کال راپدېخوا تر بل هر وخت پیاوړي شوي دي. دوی شاوخوا په خپل ۶۰۰۰۰ برحاله جنګیالیو باندې د هېواد پنځمه برخه کنټرولوي او پکې برېدونو او تاوتریخوالي ته دوام ورکوي.»

نو هر هغه څوک چې طالب ته د مذهبي- محافظه کارانه دید له لوري انګېري چې ګني د اشرف غني حکومت ته به د بارو وړ ملګری پاتې شي؛ هغه د ټرمپ په وینا، دا به یو لېونی او بې سده کس وي.

د طالب جنګیالیو برخلیک، د هغوی خلع سلاح کول، د هېواد د نظام بڼه، د هېواد د نامه او بیرغ پر سر مخالفتونه د جانبینو او نړیوالو شنونکو لپاره اساسي او د پام وړ موارد ګڼل کېږي.

دې سیاسي لوبې ته امریکا د «رضایت» نوم ورکړی دی. ځکه ټرمپ به هرومرو وایي، یوځل چې امریکایي پوځیان کورونو ته ستانه شول، دی به یې پروا هم ونه کړي چې طالبان واک تر لاسه کوي او که نه. که څه هم ده د یوه سر اعلی قومندان په توګه دغه احمقانه جنګ د یو بدمرغه کس د وژلو په موخه نه و پیل کړی.

امریکا او د ناټو غړي هېوادونه په افغانستان کې په خپل ماموریت کې پاتې راغلي، نو که چېرې دوحه کې هوکړه وشوه، ټرمپ به خامخا ځان بریالی وګڼي په داسې حال کې چې طالبان به تر دې ډېر بریالي وګڼل شي.

ژباړه: صفی الله حبیبي

Previous Post

د سولې له خبرو سره د جګړې شدت

Next Post

ټاس: پاکستان وېره لري چې هسې نه طالبان یې پر ضد شي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
ټاس: پاکستان وېره لري چې هسې نه طالبان یې پر ضد شي

ټاس: پاکستان وېره لري چې هسې نه طالبان یې پر ضد شي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د چين جي ډي پي د روان کال په شپږو مياشتو کې ٪۲.۵ زیاته شوې

د چين جي ډي پي د روان کال په شپږو مياشتو کې ٪۲.۵ زیاته شوې

جولای 15, 2022
پوهنتون خپرونه | امپریال یا د لندن سلطنتي کالج

پوهنتون خپرونه | امپریال یا د لندن سلطنتي کالج

نوومبر 3, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved