چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

د اوکراین جګړه؛ لوېدیځ څه ډول زیانمنوونکی دریځ غوره کړ؟

عبدالله عزام

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مارچ 1, 2022
in ليکنې او تحلیلونه
0
د اوکراین جګړه؛ تر اوسه پورې تر ۲ زره ډېرو ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

کله چې د اوکراین پر سر د روسیې او غرب ګرمې خبرې روانې وې، په نړیواله کچه د سیاسیونو تحلیل دا و، چې غربي هېوادونه ښایي په پوځي او مالي برخه کې د اوکراین کلک ملاتړ وکړي. خو کله چې جګړه پیل شوه، غرب د نړۍ او په ځانګړې توګه د اوکراین د تمې خلاف یوازې پر لفظي نیوکو بسنه وکړه او دغه هېواد یې د روسیې یرغل ته یوازې پرېښود.

غرب د اوکراین د ملاتړ په موخه یوازې دوه انتخابه درلودل: لومړی، که روسیه پر اوکراین برید وکړي، نو غربي هېوادون باید په جګړه کې د مسکو خلاف له اوکراین سره ودرېږي. دویم، که د برید پرمهال غرب پخپله په جګړه کې عملاً برخه وانه خلي، خو اوکراین ته باید د جګړې د پر مخ بېولو لپاره سپکې او درنې وسلې ورکړي.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

غرب لومړی انتخاب غوره نه کړ، ځکه چې له روسیې سره د مستقیمې جګړې خطر یې درک کړی او ارزولی و. د روسیې پوځ د نړۍ په پینځو سترو پوځونو کې راځي، له همدې امله غربي هېوادونو ورسره مخامخ جګړې ته زړه ښه نه کړ او پوهېدل چې دا ټکر به ورته ډېر دروند تمام شي. همدا وېره د دې لامل شوه، چې له برید څخه څو ورځې وړاندې ناټو اعلان وکړ او ویې ویل، که روسیه پر اوکراین برید هم وکړي، موږ خپل ځواکونه هلته نه لېږو.

دویم انتخاب چې غرب غوره کړ، هغه اوکراین ته د وسلو لېږل دي. دا لاره هم نشي کولی، چې د روسیې په ګټه د جګړې درنه پله مساوي کړي، ځکه چې روسیه د نړۍ پینځم ستر پوځ لري. په ۲۰۲۰م کال کې د دغه هېواد د پوځ کلنی لګښت ۶۱.۵ ملیارده ډالر و، په داسې حال کې چې د اوکراین پوځي لګښت یوازې ۵.۹ ملیارده ډالر و. اوکراین له خپلې خاورې د دفاع لپاره اړ شو، چې ان پر عامو وګڼو هم وسلې وویشي او هغه نارینه یې له هېواد څخه بهر ته پرېنښودل، چې عمرونه یې د ۱۶ او ۶۰ کلونو تر منځ و، ځکه د دښمن پر وړاندې باید مبارزه او جګړه وکړي.

له اوکراین سره د لویدیځ د وسله‌والو مرستو ګټه دا کېدای شي، چې غرب به خپل سیال هېواد روسیې ته د جګړې په ډګر کې زیات تلفات واوړي. خو روسیه بیا هڅه کوي، چې جګړه تېزه کړي او ژر دغه قضیه حل کړي، ترڅو په دې توګه له ډېرو تلفاتو ځان وژغوري. خو د دغو وسلو لېږد له اوکراین سره د جګړې د ګټلو، مهارولو یا لږ تر لږه موازي کولو په برخه کې هېڅ مرسته نه شي کولی.

اوکراین ته د وسلو ورکول به هېڅکله کرملین له خپل دریځ څخه په شا نه کړي، ځکه اوکراین روسیې ته د مرګ او ژوند حیثیت لري. روسیه چمتو ده، چې د اوکراین د جګړې په خاطر پر ځان نظامي زیانونه او اقتصادي بندیزونه ومني. دا یوه داسې مسله ده چې روسیه یې په اړه ښایي هېڅکله تفاهم ونه کړي. له اوکراین څخه د غرب سوړ ملاتړ او د ځواکونو نه استول د دې ښکارندویي کوي، چې غرب ته کوم ځانګړی ارزښت نه لري. که غرب یې په اړه اندېښمن وی، نو هرومرو یې د روسیې مقابله کوله. له دوی سره یوازې د خپلو دیپلوماتانو غم و، هغوی یې ټول له اوکراین څخه وایستل او ترڅنګ یې خپل اتباع هم وهڅول چې له اوکراین څخه ووځي.

پر غرب د اوکراین باور هم غلط ثابت شو، ځکه اوکراین په دې ټینګ باور درلود، چې د روسیې د پوځي یرغل پرمهال به یې غربي هېوادونه حتمي ملاتړ کوي. مګر داسې ونه شول او غربي هېوادونو په ښکاره وویل، چې د روسیې د برید پرمهال به ناټو خپل ځواکونه هلته ونه لېږي. همدا لامل و، چې د اوکراین ولسمشر مایوس شو او ګیله یې وکړه چې اوکراین د دښمن پر وړاندې یوازې پرېښودل شو.

غرب د جګړې د درولو لپاره نه جوجاړي ته چمتو کېږي او نه په جګړه کې په عملي توګه برخه اخلي. جوړجاړي ته د غربي هېوادونو نه چمتو کېدل د دې لامل کېږي، روسیه به د نظامي ځواک د کارولو له لارې خپلې موخې ته ورسېږي او د دې ترڅنګ په جګړه کې د غرب نه ګډون بیا روسیې ته دا روحیه ورکوي، چې ګواکي د اوکراین قضیه له سخت مقاومت پرته حل کېدلی شي.

غرب د دې لپاره چې پر روسیه فشار راوړي، پر دغه هېواد یې یوازې بندیزیونه ولګول؛ خو دغو بندیزونو د کرملین په دریځ کې هېڅ بدلون را نه ووست. په همدې توګه په ۲۰۱۴م کال کې هم دغه ډول بندیزونه لګېدلي وو، چې کوم ځانګړی اغېز یې ونه کړ؛ ځکه د روسیې موخې د دغو اقتصادي فشارونو په پرتله څو چنده سترې دي. همداراز کله چې بندیز لګوونکي هېوادونه پر داسې یوه هېواد بندیزونه ولګوي، چې وېره او اندېښنه ترې لري، هلته بیا بندیزونه کوم ځانګړی اغېز نه لري. دا ډول بندیزونه پر کیوبا، وینزویلا او ایران هم ولګېدل، خو په پایله کې یې د هېچا دریځ متزلزل نه کړ. دا ټول هغه څه و، چې پوتین یې پر ځان باوري کړ؛ یعنې که پر اوکراین برید هم وکړي، د جګړې ګټونکی به وي.

اروپا چې له دویمې نړېوالې جګړې وروسته په جګړو کې تر ډېره زړه نا زړه وي، دلته یې هم د جګړې په اړه کوم ځانګړی تصمیم ونه نیو. امریکا چې په تېرو څو لسیزو کې یې د جګړو په اړه هېڅ تردد نه دی کړی، خو د اوکراین په جګړه کې دوه زړې شوه، ځکه له روسیې سره د جګړې درنه بیه یې ارزولې وه. د دې ترڅنګ امریکا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې خوړلي ټپونه یې لاتراوسه تازه دي.

غرب له یوه لوري د روسیې برید غندي او سمدستي یې د درولو غوښتنه کوي، خو له بل لوري بیا په عمل کې هغه څه نه کوي، چې د روسیې اندېښنې لرې کړي او جګړه ودروي. د حېرانتیا خبره لا داده چې غرب د جګړې او وینې تویېدنې د مخنیوي پر ځای دا هڅه کوي، چې روسیې ته څه ډول سزا ورکړي.

حقیقت دا دی چې غرب او په ځانګړي ډول ناټو په خپل ماموریت کې په بشپړه توګه ناکامه شوې ده. پردې سربېره ناټو په نړۍ کې په خپلو ناوړو کړنو سره ان خپل بنسټیز اصول هم مات کړل. د ناټو تړون په لومړۍ ماده کې لیکل شوي، چې هېڅ ستونزه باید د زور له لارې حل نه شي؛ خو که تاریخ ته یې وکتل شي، له یرغلونو او وحشیانه کړنو پرته بل هېڅ نه لري. په ۱۹۹۹م کال کې یې پر یوګوسلاویا درنې بمبارۍ وکړې او لیبیا یې په یوه ناکام دولت بدله کړه. پر ۲۰۰۱م کال یې افغانستان هم لوټې لوټې کړ او د لسګونو زرو مسلمانانو بې ګناه وینې یې تویې کړې. عراق یې هم په ۲۰۰۳م کال کې اشغال کړ، چې په پایله کې یې زرګونه بې ګناه انسانان تر تېغ تېر کړل. پر دې ټولو سربېره امریکا او برېټانیا بیا هم دا یادونه کوي، چې ناټو یو سوله‌ییز پوځي بلاک دی. د دې پوښتنې ځواب چې ناټو څه ډول بلاک دی، باید د لیبیا، افغانستان او عراق له خلکو واورېدل شي.

Previous Post

ملا برادر: ځوانان دې بهر ته د تګ پر ځای خپل هېواد ته خدمت وکړي

Next Post

امریکایي لیکوالان: بایډن دې په افغانستان کې د جنګي جنایتونو له امله استیضاح شي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
امریکایي لیکوالان: بایډن دې په افغانستان کې د جنګي جنایتونو له امله استیضاح شي

امریکایي لیکوالان: بایډن دې په افغانستان کې د جنګي جنایتونو له امله استیضاح شي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

په بېجينګ کې به د زرغون پرمختګ لوړپوړی فورم ترسره شي

اکتوبر 17, 2023
م،م: کرونا وبا؛ د تروریستي ډلو د ګواښونو له زیاتوالي سره مرسته کړې

م،م: کرونا وبا؛ د تروریستي ډلو د ګواښونو له زیاتوالي سره مرسته کړې

فبروري 6, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved