د ایران په زاهدان ښار کې زلزله شوې ده، تر اوسه پورې د دې زلزلې له امله د ځاني یا مالي زیانونوپه اړه راپور نه دی ورکړل شوی. د سیستان او بلوچستان ولایت د کړکېچ مدیریت د ادارې مشر په زاهدان کې د ۴.۷ درجې زلزلې د رامنځته کېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي، چې د ژغورنې ډلې يې چمتو شوې دي. مجید محبي د دې خبر د پخلي تر څنګ زیاته کړې چې د سه شنبې سهار د زاهدان ښار یوې زلزلې ولړزاوه، هغه ویلي د دغې زلزلې شدت د رېښتر په کچه ۴.۷ اټکل شوی دی.












