سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د بريټانيا د ماليې وزيرې د اقتصادي توپان په منځ کې چين ته سفر وکړ

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جنوري 13, 2025
in نړیوال خبرونه
0
د بريټانيا د ماليې وزيرې د اقتصادي توپان په منځ کې چين ته سفر وکړ
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د بريټانيا چانسلرې يا د ماليې وزيرې ريچل ريويز چين ته سفر پيل کړی، ځکه د دې تر سرپرستۍ لاندې د بريټانيا د ماليې وزارت له توپاني څپو سره مخ دی.

د سوداګريزو سفرونو د برياليتوب يوه کيلي وخت دی. د ريويز لپاره چې تازه یې د بريټانيا په کابينه کې د يوې مهمې اقتصادي څوکۍ چارو ته اوږه ورکړې ده، بيجينګ او شانګهای ته د سفر ښه وخت نه دی.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

له دې هر څه سره سره، د ريويز لپاره لا يوه هيله ژوندۍ ده، ځکه ښايي سپينې ماڼۍ ته د ټرمپ د بېرته ګرځيدو د نړيوالو اندېښنو په ترڅ کې له چين سره د همکاريو روحيه پيدا شي. د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د پورونو پاڼې د تقويه کېدو او اتحادونه د نوي کېدو په حال کې دي او هېوادونه د تعرفو د جګړې په تړاو، چې هېڅ هېواد تر خوندي نه دی، محتاطانه عمل کوي. ريويز وويل :«موږ کولی شو چې له چين سره داسې اوږدمهالي اقتصادي روابط جوړ کړو چې د دواړو لورو له ملي ګټو سره برابر وي».

د بريټانيا په سوداګريز پلاوي کې د انګلستان د بانګ مشر انډرو بيلي او د بريټانيا د مالي اقدام ادارې رييس هم شامل دي.

د بريټانوي پلاوي ترکيب ته په کتو، داسې ښکاري چې دغه هېواد له چين سره د لندن او شانګهای تر منځ د مالي خدمتونو په برخه کې د اړيکو پراختيا ته لېواله دی.

پر دې سربېره، د چين – بريټانيا اقتصادي او مالي ډيالوګ يا د دواړو هېوادونو تر منځ د کلنيو ناستو ټولګه، تر شپږ کلن ځنډ وروسته بيا فعال شوی دی. په حقيقت کې چين ته د ريويز سفر په ۲۰۱۷م کال کې د فلېپ هاموند تر سفر وروسته د بريټانيا د وزيرانو لومړی سفر دی.

هاموند په خپله د وزيرې ريويز د سفر د وخت په اړه څرګنده کړې او بي بي سي ته یې ويلي: «زه وزيرې ريويز ته وړانديز نه کوم چې چين ته خپل سفر لغوه کړي. زه فکر کوم چې چين ته سفر مهم دی او زه فکر کوم چې موږ بايد د هغې تر بېرته را ستنېدو پورې منتظر شو، خو په ورته مهال زما فکر دا دی چې نوموړې بايد له بېرته را ستنېدو وروسته پارلمان ته د روان وضعيت په تړاو ډاډ ورکړي».

د دغه اطمينان د يوې برخې په توګه به، د ماليې وزارت دې ته لېواله وي چې د چين په ګډون له خپلو پور ورکوونکو سره اړيکې پياوړې کړي. د انګلستان د پورونو د اضافي لګښتونو د ډيريدو يو سبب له بدلون موندونکو نړيوالو اقتصادي ځواکونو سره د هغه مخامخ کېدل دي. د ډويچه بانک ستراتيژېست جورج ساراويلوس ټايمز ته ويلي: «څومره چې يو هېواد په کور د ننه د پورونو د ورکړې لپاره پر بهرنيو پورونو تکيه کوي هغومره یې نړيوال چاپېريال ته ډير پام کوي. بريټانيا د جي لس په غړو کې تر ټولو ډيره اسيب پذيره ده.

د انګلستان بانک پخواني مشر په ۲۰۱۶ کال کې د بريکزيټ تر ټولپوښتنې وروسته خبرداری ورکړی و چې د بريټانيا اقتصاد د پرديو پر هوساينې تکيه دی. وزيره ريوز هيله منه ده چې چين ته تر نهه کلن ځنډ وروسته د بريټانوي وزير په توګه د هغې سفر يو خاص «پردی» پر خاص شريک بدل کړي.

Previous Post

په چین کې د ټیسلا د محصولاتو پلور یو بل ریکارډ جوړ کړ

Next Post

د پاکستان له زندانونو ۲۱ افغانان خوشې شول

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
د پاکستان له زندانونو ۲۱ افغانان خوشې شول

د پاکستان له زندانونو ۲۱ افغانان خوشې شول

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

شي جين پينګ: جیانګ سو ولایت د نوي کیفیت د تولیدي ځواک لپاره ښه شرایط او توان لري

شي جين پينګ: جیانګ سو ولایت د نوي کیفیت د تولیدي ځواک لپاره ښه شرایط او توان لري

مارچ 6, 2024

Rummy Gin Rules New Zealand

سپتمبر 8, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ