سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د بشري حقونو په اړه د امريکا دوه ګوني معيارونه

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اگست 7, 2025
in نړیوال خبرونه
0
د بشري حقونو په اړه د امريکا دوه ګوني معيارونه
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

 په ملګرو ملتونو کې د امريکې دايمي استازي تېره اونۍ د دغه سازمان او د اسلامي همکارۍ سازمان د همکاريو په پرانيستې غونډې کې د چين پر شينجيانګ بيا تورونه لګولي او د تل په څېر يې افوهات خپاره کړي او دروغجنې خبرې يې کړې دي.

امريکا غواړي په امنيت شورا کې د بشري حقونو په پلمه ډله ييزې مقابلې را وپاروي او د چين منفي انځور وړاندې کړي، خو دا يې هېر کړي، چې په غزې تړانګې کې څه روان دي او ولې يې سترګې پرې پټې کړې دي؟

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

په غزې کې د اسرائيلي ځواکونو د دوامدارو بريدونو له امله بشري بحران راپورته شوی او ورځ تر بلې سختېږي، خو امريکا د دې پر ځای چې د مظلومو فلسطينيانو ملاتړ وکړي، برعکس له اسرائيل سره ولاړه ده او حتی پوځي مرستې هم ورسره کوي.

په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي فو څونګ يادې پرانيستې غونډې ته ويلي، که امريکا په رښتيا هم د مسلمانانو بشري حقونو ته پاملرنه کوي، نو ولې په غزې تړانګې کې روانه تراژيدي نه ګوري؟ ولې د فلسطينيانو تاريخ ته سپک ګوري؟ ولې په کوردننه د ټوپک او وسلو ازاد بازار نه تړي او ولې يې په خپل هېواد کې پر نژادي تبعيض سترګې پټې کړې دي؟

واشنګټن له تېرو شپږو کلونو راهيسې بیا بیا پر شينجيانګ تورونه لګوي او هڅې کوي، چې د بېجينګ پر وړاندې ستونزې راپورته کړي، خو تراوسه موخې ته نه دی رسیدلی او ناکام پاتې شوی دی. ځکه د نړۍ څه باندې سلو هېوادونو او په ځانګړې توګه اسلامي هېوادونو د تېرو شپږو کالونو په بهیر کې له چين څخه ملاتړ کړی او د امريکا توطيې يې شنډې کړې دي.

د چين شينجيانګ ټولنيز ثبات، اقتصادي پرمختګ او سمسورتيا لري او خلک یې د چټګ پرمختګ په حال کې دي او په ژوند کې يې پوره ښه والی راغلی دی. نړۍ ته د شينجيانګ د اقتصاد او ټولنې پرمختګ او د بشري حقونو لاسته راوړنې مالومې دي، خو امريکا پر بېلا بېلو لارو هڅې کوي، چې د نړيوالو سترګو ته خاورې وشيندې او د شينجيانګ لاسته راوړنې برعکس وښيي.

د امريکا کانګرېس د جولای په ۳۱مې نېټې د فلسطين د واکمنې ادارې او د حماس پر غړو بنديزونه لګولي او په ډېرې سپين سترګۍ يې د اسرائيلو لوری نیولی دی.

د بشري حقونو په اړه د امريکا دوه ګونو معيارونو نړيواله ټولنه حيرانه کړې ده.

د فلسطين مسئله د نويو نړيوالو اړيکو په تاريخ کې يو ټپ دی او د نړيوال عدالت لپاره يو ستر چېلنج بلل کېږي.

چين د فلسطين او اسرائيل د شخړۍ په بهیر کې بیا بیا پر نړيوالې ټولنې غږ کړی، چې په غزې کې باید اوربند ته لاره هواره کړي، هلته روان بشري کړکېچ باید پای ومومي، د فلسطينيانو لخوا د فلسطين د ادارې اصول باید پلي شي، د فلسطينيانو له يووالي څخه باید ملاتړ وشي او د تلپاتې سولې لپاره باید د دوو هېوادونو لايحه تطبيق شي.

فرانسې او سعودي عربستان د تېرې جولای په ۳۰مې نېټې د ملګرو ملتونو په اړه د دوو هېوادونو د لايحې د عملي کېدو د لوړ پوړې غونډې مشري وکړه، چې څه دپاسه ۱۲۰ هېوادونو پکې ګډون کړی و او ټولو په يو غږ عادلانه اواز پورته کړ.

فرانسې، برېتانيې او کاناډا اعلانونه کړي، چې په نږدې راتلونکې کې به فلسطين په رسميت وپېژني، چې دا به د دوو هېوادونو لايحې د عملي کولو لپاره فعال رول ولري.

د نړۍ ګڼ شمېر هېوادونو پر سم لوري تګ پيل کړی او د دوو هېوادونو لايحې د عملي کېدو لپاره يې فرصت رامنځته کړی دی، چې دا به نړيواله ټولنه د فلسطين هېواد د جوړېدو لپاره وهڅوي.

د دوو هېوادونو د لايحې عملي کول او د منځني ختيځ د دايمي سولې او ثبات هڅول نه يوازې اخلاقي جرئت او مکلفيت دی، بلکې دا يو سياسي مسئوليت هم دی.

امريکا بايد دا ناسمه نظريه نوره پريږدې، چې وايي، د فلسطين هېواد رسميت پېژندنه ترهګرۍ ته د جايزې ورکولو په مانا ده او هم باید د بشري حقونو په اړه له دوه ګونو معيارونو څخه لاس او د منځني ختيځ د سولې د ابادۍ دنده پرغاړه واخلي او دا هرڅه باید په عمل کې ثابت کړي.

 په غزې تړانګې کې د روان سخت بشري بحران مخه باید ونیول شي او اوس په دې برخه کې د انتظار وخت او لامل شتون نه لري.

Previous Post

غزني کې لسګونه کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي

Next Post

چين: د ډل وژونکو وسلو د نه خپراوي تر څنګ بايد له ذروي تخنيکونو د سوله ييزې استفادې حق وساتل شي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
چين: د ډل وژونکو وسلو د نه خپراوي تر څنګ بايد له ذروي تخنيکونو د سوله ييزې استفادې حق وساتل شي

چين: د ډل وژونکو وسلو د نه خپراوي تر څنګ بايد له ذروي تخنيکونو د سوله ييزې استفادې حق وساتل شي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د چین شکله عصري کېدل د نړۍ همکارۍ او ګډې ګټې هڅوي

د چین شکله عصري کېدل د نړۍ همکارۍ او ګډې ګټې هڅوي

نوومبر 7, 2022
عبدالله: د سولې پروسه کې به د افغانانو لاسته راوړنې خوندي وي

عبدالله: د سولې پروسه کې به د افغانانو لاسته راوړنې خوندي وي

مې 29, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ