سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د بشري مرستو او اقتصادي بيارغونې په اړه د چين او افغانستان درېيمه غونډه تر سره شوه

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اپریل 18, 2024
in نړیوال خبرونه
0
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چين د خارجه وزارت د اسيايي چارو ادارې مشر ليو جين سونګ او د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د درېيمې سياسي ادارې مشر ذاکر جلالي د ۲۰۲۴م کال د اپريل په ۱۶مه نېټه د چين په پلازمېنې بېجينګ کې د بشري مرستو او اقتصادي بیارغونې په اړه د دواړو هېوادونو د کاري کچو ارتباطي ميکانيزم د درېيمې غونډې ګډه مشري وکړه او په بشري مرستو او مختلفو ساحو کې یې د خپلمنځي واقعي همکاريو په اړه د نظريو تبادلې کړې دي. د چين د پرمختګ او اصلاحاتو ملي کمېټې، د طبيعي سرچينو وزارت، د سوداګرۍ وزارت، د ګمرکاتو عمومي ادارې، د نړيوالو پرمختيايي همکاريو ايجنسۍ، د سره صليب ټولنې او د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت، د کانونو او پيټروليم وزارت، طبيعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت او د کډوالو او بیا راستنېدونکو چارو وزارت دغې غونډې ته خپل استازي لېږلي و.

د چين د خارجه وزارت د اسيايي چارو ادارې مشر ليو جين سونګ تر هر څه دمخه افغان پلاوي ته د کوچني اختر مبارکي وويله او په وروستيو کې د افغانستان په څو سيمو کې د سختو سېلابونو په اثر ملکي خلکو ته د مرګژوبلې په مناسبت يې خپله همدردي او خواشيني څرګنده کړې ده. هغه د يو افغان متل په قول ويلي، له لرې خپلوانو څخه نږدې ګاونډی ښه دی او زياته يې کړه، چيني لوري له ۲۰۲۱م کال راهيسې د دوستۍ، صميميت، ګډو ګټو او ټولشموليت په اړه د رئيس شي جين پينګ د ډيپلوماتيکو مفکورو په رڼا کې له ټولو افغانانو سره دوستانه تګلارې غوره کړې، د افغانستان د خپلواکۍ، ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا درناوی یې کړی او کوي يې، هېڅکله يې د افغانستان په کورنيو چارو کې مداخله نه ده کړې او په دغه هېواد کې د شخصي ګټو لټون نه کوي. دغه راز چين تل له افغانستان سره د مرستې او همکارۍ په چارو کې له نورو هېوادونو مخکې ولاړ دی.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د درېيمې سياسي ادارې مشر ذاکر جلالي دغې غونډې ته څرګنده کړه چې چين د افغانستان ښه ګاونډی او دوست دی. افغانستان ډېر وختي نوی چين پېژندلی دی. چيني لوري د افغانستان د مختلفو دورو حکومتونو په مقابل کې تل دوستانه تګلارې پلې کړې، د افغانستان د ملي حاکميت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتيا درناوی يې کړی، د افغانانو لخوا پر ځانګړې پرمختيايي لارې له ګام پورته کولو پلویتوب کوي او له اوږدې مودې راهيسې يې د سولې د بيارغونې او اقتصادي پرمختګ لپاره افغانستان ته ملاتړ او مرستې برابرې کړې دي. ښاغلي ذاکر جلالي د افغان لوري په استازيتوب له دې امله د چين لوړه ستاينه او ترې يې د زړه له کومې مننه کړې ده. د افغانستان لنډمهالي حکومت له چين سره خپلو اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او له چين نه مننه کوي چې له نورو هېوادونو یې مخکې افغانستان ته خپل نوی سفير لېږلی او د افغانستان د لنډ مهالي حکومت نوی سفير يې هم منلی دی. دا د افغانستان او چين ترمنځ د دوستۍ ثبوت دی. نوموړي وويل چې افغان لوری غواړي له چين سره خپلې دوستانه اړيکې ژورې کړي، خپلمنځي دوديزې دوستۍ ته دوام ورکړي او د پخوا په شان په دوامداره توګه به د خپلو مرکزي ګټو د خوندي ساتلو او د ملي يووالي د تامین په برخه کې له چين څخه ملاتړ وکړي.

ښاغلي ذاکر جلالي او همکارانو يې په جلا جلا توګه د افغانستان په دننه کې د بشري چارو او اقتصادي پرمختګ وروستي حالت او د بهرنيو مرستو د اړتيا وړ چارې معرفي کړې او څرګنده يې کړه چې اوس مهال افغانستان د سختو سېلابونو، وچکالۍ، د بیا راستنېدونکو د ځای پر ځای کولو په شمول څو ننګونو سره مخ دی. بلخوا پر افغانستان د امريکا يواړخيز بنديزونه او په بهر کې د دغه هېواد د شتمنيو کنګل کېدل د افغانانو ژوند د سختېدو لامل ګرځېدلی دی. افغان لوری له تېرو څو کلونو راهيسې د چين له بشري مرستو څخه ډېره مننه کوي او هيله من دی چې چيني لوری د بیا راستنېدونکو د ځای پر ځای کولو، د طبيعي پېښو د مخنيوي او کمولو، د طبي چارو د ښه والي او د هغو ماشومانو چې د زړه سوري په مورزادي ناروغۍ اخته دي، د درملنې په برخو کې بيا مرستې وکړي.

افغان پلاوي په مختلفو چارو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د واقعي همکاريو پر مثبت پرمختګ خوښي څرګنده کړه او هيله يې وښوده چې د کمربند او لارې په ګډې ابادۍ کې فعال ګډون وکړي، له چيني لوري سره خپلمنځي همکارۍ بيا ژورې کړي او ګډې ګټې پيدا کړي. دغه راز افغان لوری غواړي له چين څخه د عصري کېدو چارو د تجربو زده کړه وکړي او په تمه دی چې چيني لوری د افغانستان لپاره لا زيات مسلکي بااستعداده کسان وروزي.

د چين د خارجه وزارت د اسيايي چارو ادارې مشر ليو جين سونګ په دغه غونډې کې څرګنده کړه چې چين د افغانانو په غمونو کې ځانونه شريک بولي او تل تر خپلې وسې پورې يې افغان لوري ته خپلې مرستې برابرې کړې دي. هغه وويل، چين او افغانستان دواړه په دې نظر دي، هغه هېوادونه چې د افغانستان د اوسني ستونزمن حالت په اړه پړه دي، بايد خپل مسؤليت په واقعي توګه تر سره کړي، د افغانانو شتمنۍ دې بېرته ورکړي او افغانانو ته د نورې ستونزې نه جوړوي. د ښاغلي ليو په وينا، چين له نړيوالې ټولنې پلویتوب کوي چې افغانستان ته لا زياتې بشري مرستې برابرې کړي او افغان لوری دې هم د ټولشموله حکومت د جوړولو په اړه د نړيوالې ټولنې معقولې پاملرنې او اندېښنې ته مثبت ځوابونه ورکړي.

ښاغلي ليو جين سونګ د افغانستان د لنډمهالي حکومت مثبته ارزونه وکړه چې د اقتصادي بيارغونې په پار يې زيات کارونه کړي او له چين سره د مختلفو چارو په واقعي همکاريو کې يې زياتې لاسته راوړنې موندلې دي. د ده په وينا، تېر کال د چين او افغانستان سوداګريز حجم ۱.۳۳ میليارډو امريکايي ډالرو ته رسېدلی چې نوی تاريخي ريکارډ يې جوړ کړی او د ۲۰۲۲م کال په نسبت ۱۲۵.۴ سلنه زياتوالی يې ښودلی دی. په دې کال کې د څه باندې ۵۷ میليونو امريکايي ډالرو په ارزښت جلغوزي په پر له پسې توګه له افغانستان څخه چين ته صادر شوي دي.

ښاغلي ليو جين سونګ ويلي، چين هيله لري چې د کمربند او لارې د ګډې باکيفيته ابادۍ په چارو کې له افغانستان سره خپلې همکارۍ لا ژورې کړي، د عصري کېدو چارو لاسته راوړنې له افغانستان سره شريکې کړي او د دواړو هېوادونو خلکو ته لا زياتې واقعي ګټې ورسوي.

Previous Post

د افغانستان بانک د شنبې په ورځ ۱۶ میلیونه ډالر لیلاموي

Next Post

د چين او امريکا د اقتصادي چارو کاري ډلو څلورمه غونډه ترسره کړه

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post

د چين او امريکا د اقتصادي چارو کاري ډلو څلورمه غونډه ترسره کړه

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

Slot Sweet Bonanza 1000 Demo Free Play

سپتمبر 8, 2025

چین او روسیې د انرژۍ نړيوال بازار ته ثبات ورکړی

نوومبر 26, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved