د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په کابل کې د روسیې فدراسیون سفیر دیمیتري ژیرنوف سره کتلي دي. د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند وايي، په دې کتنه کې د افغانستان او روسیې پر دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو، وروستیو سیمهییزو او نړیوالو مسایلو په اړه هراړخیزې خبرې وشوې. نوموړي زیاته کړې چې په دې کتنه کې همداراز په تعلیمي او فرهنګي موضوعاتو هم خبرې وشوې.












