چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو د مشال لېږدونې مراسم پيل شول

لیکنه: غوټۍ؛ د چین میډیا ګروپ خبریاله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
فبروري 3, 2022
in ليکنې او تحلیلونه
0
د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو د مشال لېږدونې مراسم پيل شول
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چين ميډيا ګروپ د خبر له مخې، د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو د مشال لېږدونې مراسم د فبرورۍ د دوهمې نېټې په سهار د بېجينګ د اولمپيک د ځنګلونو په باغ کې په رسمي توګه پيل شول. په همدې ورځ د دغو لوبو مشالونه په وار سره د بېجينګ د ځنګلونو، د اولمپيک د ژمنيو لوبو او د شو ګانګ په درېيو باغونو کې ولېږدول شول. دغه مراسم به د فبرورۍ په ۳مه او ۴مه نېټه په مداومه توګه د يان چينګ، جانګ جيا کو او بېجينګ د سياليو په سيمو کې هم روان وي او کابو ۱۲۰۰ لېږدونکي به پکې برخه واخلي.

د معلوماتو له مخې، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو دايمي غړي، د دغه هېواد د صدراعظم مرستيال او د دغو لوبو د کاري ګروپ مشر هان جنګ د فبرورۍ د ۲مې نېټې په سهار د بېجينګ د ځنګلي باغ د جنوبي دروازې په بهر ميدان کې د دغو لوبو مشال بل کړ او اعلان يې وکړ، چې د مشال لېږدونې مراسم په رسمي توګه پيل شول.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

د دغه مشال لومړي لېږدونکي لوه جه هوان په ۱۹۶۳م کال کې پر کنګل د ۵۷مې دورې چټکې ځغاستې اتلولۍ د ۱۵۰۰ مترو په واټن د نارينه وو په سيالۍ کې لومړی مقام ګټلی و. هغه وويل، (( تود احساس لرم او ډېر خوشحاله يم! دا زما نه هيرېدونکې خاطره ده!))

د اولمپيک د ځنګلونو په باغ کې د مشال لېږدونې واټن لس اعشاريه شپږ کيلومتره و. د چين د ولسي بخښوونکې اردو د هوانوردۍ ګروپ د مشر جينګ های پينګ، د چين د باسکيټبال ټولنې د رئيس ياو مينګ، په چين کې د يونان د لوی سفير ګېورګيوس ايليوپولوس، د چين د انجينري انسټېټوټ د کارپوه جانګ بو لي او د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو د پيل او پای مراسمو د عمومي ډايکټر جانګ يي مو په شمول د مشال ۱۳۲ لېږدونکو پکې ګډون درلود. د چين د باسکيټبال ټولنې مشر ياو مينګ په ۲۰۰۸م کال کې د بېجينګ د اولمپيک دوبنيو لوبو د مشال لېږدونې په مراسمو کې هم ګډون کړی و. بېجينګ په نړۍ کې يوازيني ښار دی، چې د اولمپيک د دوبنيو او ژمنيو لوبو کوربتوب يې کړي. ښاغلي ياو مينګ د اولمپيک دوبنيو او ژمنيو لوبو د مشال لېږدونې وياړ هم ګټلی دی. ده وويل، (( زه پر کنګل د چټکې ځعاستې سيالۍ ته په تمه يم. دغه سيالۍ د خلکو ډېرې خوښېږي او ډېرې تېزې او په زړه پورې سيالۍ دي. دغه سيالۍ د اولمپيک د دوبنيو لوبو د ۱۰۰ مترو په واټن د ځغاستې سياليو په شان د پاملرنې وړ دي. ))

د معلوماتو له مخې، د بېجينګ د اولمپيک د ژمنيو لوبو د مشال اکثره لېږدونکي په عامه کارونو کې ستر خدمتونه کړي دي او عمرونه يې له ۱۴ کلونو څخه تر ۸۶ کلونو پورې دي. د يادونې وړ ځای دا دی، چې داوطلبان د اولمپيک لوبو يوه مهمه برخه ده او د دغو لوبو د برياليتوب لپاره مهم رول لوبوي. ښاغلی يو چنګ لونګ د بېجينګ د شو دو دارالمعلمین يو محصل دی. هغه په همدې ورځ د مشال درېيم لېږدونکی و. هغه وويل، چې د يوه داوطلب په توګه به د دغو لوبو په موده کې ښه کارونه وکړي او د دغو لوبو د برياليتوب لپاره به هڅې وکړي. ده وويل، (( بېجينګ د اولمپيک د دوبنيو او ژمنيو لوبو کوربه ښار دی. ما په ۲۰۰۸م کال کې هم د اولمپيک د دوبنيو لوبو د داوطلب په توګه کار کړی دی، نو زه د اولمپيک د دوبنيو او ژمنيو لوبو داوطلب يم. ډېر خوشحاله يم، چې د مشال لېږدونکي په توګه په دې مراسمو کې ګډون لرم. فکر کوم، چې داوطلبان د اولمپيک ژمنيو لوبو يوه مهمه برخه ده. موږ چمتو يو او يو ځای به د راتلونکي په لور ځو. ))

جالبه دا ده، چې په همدې ورځ د روبوټونو له خوا هم د مشال لېږدونې يوه برخه تر اوبو لاندې تر سره شوه. له دې څخه د اوبو او اور ترمنځ همغږي څرګندېږي او د ( زرغون رنګ ) مفکوره ترې ښکارېږي.

د پلان له مخې به د فبرورۍ په ۳مه نېټه د دغو لوبو د مشال لېږدونې مراسم د یان چينګ او جانګ جيا کو د سياليو په سيمو کې هم تر سره شي. په ۴مه نېټه به دغه مشال يو ځل بيا د بېجينګ د سياليو په سيمو کې وګرځول شي او د ۴مې نېټې په ماښام به د بېجينګ په ملي سټوډيوم کې د اولمپيک مشال بل شي او دغه لوبې به په رسمي توګه پيل شي.

Previous Post

له چين ميډيا ګروپ سره د پوتين ځانګړې مرکه

Next Post

نیویارک ټایمز: هره ورځ سلګونه افغانان له قاچاقي لارو ایران ته اوړي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
نیویارک ټایمز: هره ورځ سلګونه افغانان له قاچاقي لارو ایران ته اوړي

نیویارک ټایمز: هره ورځ سلګونه افغانان له قاچاقي لارو ایران ته اوړي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د چين کمونېست ګوند مرکزي کمېسيون سياسي بيورو اوسنی اقتصادي وضعيت څېړلی

د چين کمونېست ګوند مرکزي کمېسيون سياسي بيورو اوسنی اقتصادي وضعيت څېړلی

جولای 26, 2023

Blackjack Probability New Zealand

سپتمبر 8, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved