چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

د بېجينګ پارالمپيک ژمنۍ لوبې په برياليتوب پای ته ورسېدې او ښایسته شېبو يې د نړيوالو په زړونو خوږې خاطرې پرېښودې

ليکواله: د چين ميډيا ګروپ خبرياله، غوټۍ

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مارچ 14, 2022
in ليکنې او تحلیلونه
0
د بېجينګ پارالمپيک ژمنۍ لوبې په برياليتوب پای ته ورسېدې او ښایسته شېبو يې د نړيوالو په زړونو خوږې خاطرې پرېښودې

’Turning on the Record Player’ segment of the Closing Ceremony at the National Stadium. Beijing 2022 Winter Paralympic Games, Beijing, China, Sunday 13 March 2022. Photo: OIS/Bob Martin. Handout image supplied by OIS/IOC

585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

د بېجينګ د پارالمپيک ژمنيو لوبو د پای مراسم پر ځايي وخت د مارچ د ۱۳مې نېټې په ماښام د چين په ملي سټوډيوم کې تر سره شول.

د بېجينګ پارالمپيک ژمنيو لوبو ۹ ورځې دوام درلود او په دې موده کې يې په زړه پورې شېبې او خوږې نغمې خورې کړي او نړيوالو ته يې نه هېرېدونکې خاطرې ډالۍ کړې دي.

د دغو لوبو پای مراسم د خدای پامانۍ يا مخه ښې مانا نه ورکوي، بلکې نړيوالو ته يې د یو ځای د ګډ راتلونکي په لور د خوځښت پیغام ورکړی دی.

د يادونې وړ ځای دا دی، چې د چين د پارالمپيک ژمنيو لوبو ملي لوبډلې په دغو لوبو کې د ۱۸ طلايي مډالونو په شمول ۶۱ مډالونه تر لاسه کړي او د مډالونو په لېست کې يې لومړی مقام نيولی او دغه شمېر بې ساری ښودل شوی دی.

د معلوماتو له مخې، د چين ملي لوبډلې په لومړي ځل د ۲۰۰۲م کال د پارالمپيک ژمنيو لوبو په سياليو کې برخه اخيستې وه. د چين ملي لوبډلې په تېرو شلو کلونو کې يوازې د پيونګ چانګ د ۲۰۱۸م کال د پارالمپيک په ژمنيو لوبو کې يو طلايي مډال تر لاسه کړی و.

د بېجينګ د پارالمپيک په ژمنيو لوبو کې د چين د ملي لوبډلې له برياليتوب څخه څرګندېږي، چې په تېرو څو کلونو کې په چين کې د معلولينو چارو ښه پرمختګ موندلی دی. د بېجينګ د اولمپيک د ژمنيو لوبو د تشکيلاتي کمېټې مرستيال يانګ شو ان ويلي، چې د چين د اقتصاد او ټولنې پرمختګ د معلولينو د سپورټي چارو د پرمختګ لپاره ښه زمېنه برابره کړې ده. دغه راز، د چين معلولين د خپلو چارو پر پرمختګ ټينګ هوډ او باور لري او د دې لپاره نه ستومانه کېدونکي کوښښونه کوي، نو د مختلفو عواملو پر مټ يې برياليتوبونه تر لاسه کړي دي.

د چين د پارالمپیک ژمنيو لوبو ملي لوبډلې د تاريخ د نوي ريکارډ د جوړولو تر څنګ، چين نړۍ ته د پارالمپيک ډېرې په زړه پورې ژمنۍ لوبې وړاندې کړې دي.

 د پارالمپيک نړيوالې کمېټې رئيس اندريو پارسونس، چې په ۲۰۰۸م کال کې یې د برازيل د ملي لوبډلې د غړي په توګه د بېجينګ د پارالمپيک په دوبنيو لوبو کې هم ګډون کړی و، څرګنده کړې، چې بېجينګ د کرونا وبا د وقايي او کنټرول، د سټوډيومونو او سپورټي ميدانونو د ابادولو، له خنډه د پاک چاپيريال د ساتلو او د کارکوونکو او داوطلبانو د خدمتونو په شمول بېلا بېلو برخو کې ډېر ښه کارونه کړي دي او دده په زړه يې خوږې خاطرې پرېښودلې دي.

د بېجينګ د پارالمپيک ژمنيو لوبو موخه د ټولې نړۍ ابادول دي او همدا د نړيوالو ګډه هيله هم ده. اوس د معلولينو شمېر د نړۍ په عمومي نفوسو کې پنځلس سلنه نيسي. سپورټ او ورزش د معلولينو په مقابل کې د سپکاوي کړنو د مخنيوي ډېره ښه لار ده او په دې مناسبت معلولين له روغو کسانو سره يو ځای د ګډ راتلونکي په لور ګامونه پورته کولای شي.

بېجينګ د اولمپيک او پارالمپيک ژمنيو لوبو د کوربه حق له تر لاسه کولو وروسته، ژمنه کړې وه، چې اولمپيک او پارالمپيک لوبې به يو شان ترسره کړي او لوبغاړي به پکې وځلېږي. دا د يو لوی او مسؤلانه هېواد په توګه د چين ژمنه وه او په ډېر ښه شکل يې پوره کړې ده.

د بېجينګ تشکيلاتي کمېټې د پارالمپيک ژمنيو لوبو د درېيو حوزو په څو لکو ځايونو کې له خنډه پاک تاسيسات ترتيب او ترميم کړي دي. دغه راز، د چين په دننه کې يې د ښارونو او کليو په هستوګنځايونو کې د يو اتیا سلنې په اندازه د عمومي خدمتي مرکزونو په دروازو، شپږ پنځوس سلنه خدمتي غرفو او اته دېرش سلنه تشنابونو کې له خنډه پاک چاپيريال او تاسيسات جوړ او ترتيب کړي دي او په چين کې به کابو ۸۵ ميليونه معلولين ترې ګټې واخلي.

د پارالمپيک د نړيوالې کمېټې د له خنډونو پاکو چارو کارپوهې ايليانا روډريګس په دې اند ده، چې پر له خنډه پاکو تاسيساتو سربېره، له خنډه پاک کولتور او نظر ډېر ارزښت لري.  بېجينګ په ټولنې کې د معلولينو د فعالې همغږۍ لپاره نړۍ ته ښه مثال برابر کړی دی.

د بېجينګ د پارالمپيک ژمنيو لوبو د پای په مراسمو کې د رڼا، زړه ورتوب او مساوات د نښې په توګه د پارالمپيک ژمنيو لوبو مشال مړ شو، خو د نړيوالو په زړونو کې به تل ځليږي او دغه مشال به د يووالي او همکاريو په اړه د نړيوالو لارې روښانه کړي.

Previous Post

خوارځواکي د افغانستان په ۲۸ ولایتونو کې پراخه شوې ده

Next Post

شیخ هبت الله امنیتي ځواکونو ته: له قوم پرستۍ په کلکه ډډه وکړئ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
شیخ هبت الله امنیتي ځواکونو ته: له قوم پرستۍ په کلکه ډډه وکړئ

شیخ هبت الله امنیتي ځواکونو ته: له قوم پرستۍ په کلکه ډډه وکړئ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

له ایرانه نږدې ۱۰۰۰ تنه افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

له ایرانه نږدې ۱۰۰۰ تنه افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

اگست 13, 2023
تېره اونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۱۰۷زره ټنه انتقالات شوي

تېره اونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۱۰۷زره ټنه انتقالات شوي

اپریل 15, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved