سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د تاجکستان ولسمشر: د شانګهای همکارۍ سازمان د څو اړخیزې همکارۍ لپاره یو اغیز ناک میکانیزم دی

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اگست 29, 2025
in نړیوال خبرونه
0
د تاجکستان ولسمشر:  د شانګهای همکارۍ سازمان د څو اړخیزې همکارۍ لپاره یو اغیز ناک میکانیزم دی
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان څو ورځې مخکې د دې هېواد په پلازمېنه دوشنبې کې له چيني رسنيو سره په مرکه کې ويلي،‌ چې د شانګهای همکارۍ سازمان د سيمه ييزو اړيکو د پرمختګ او د امنيت د ساتنې لپاره مهم رول لوبوي. ده زیاته کړې چې دغه سازمان له جوړېدو راهيسې تر اوسه پورې د څو اړخیزې همکارۍ لپاره یو اغیز ناک میکانیزم دی او د امنيت، اقتصاد او کلتور په برخو کې يې فعال رول لوبولی.

تاجکستان د شانګهای همکارۍ سازمان له بنسټ اېښودونکو هېوادونو څخه دی. رحمان ویلي، چې شانګهای همکارۍ سازمان د یو ماشوم په شان دی چې د شپږو بنسټ اېښودونکو غړو له خوا په ګډه ایجاد او روزل شوی دی.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د هغه په خبره،‌ شانګهای همکارۍ سازمان اوس پر يوه مهم نړیوال سازمان بدل شوی دی، چې نه یوازې په سيمه ،‌ بلکې په ګرده نړۍ کې  په رسمیت پېژندل شوی دی.

نوموړي ویلي،‌ چې دغه سازمان له جوړېدو راهيسې امنيت‌ په تېره بيا د خپلې حیاتي سیمې منځنۍ اسيا امنيتي مسئلو ته لومړیتوب ورکوي، په مجموع کې شانګهای همکارۍ سازمان د غړيو هېوادونو ترمنځ‌ د اړيکو په پرمختګ او د سيمه ييز امنيت په تضمین کې حیاتي او مهم رول لوبولی دی.

د رحمان په وینا، هېواد يې د شانګهای همکارۍ سازمان د نوبتي رئیسه هېواد په توګه د چين له وړانديزونو څخه ملاتړ کوي، په ځانګړې توګه دا چې په دوشنبې کې د شانګهای همکارۍ سازمان له نشه يي توکو سره د مبارزې مرکز له جوړېدو څخه د چین د فعال ملاتړ قدرداني کوي.

ده وویل: «زه پوره باور لرم‌ چې ياد مرکز به د سیمه ييزې همکارۍ د پياوړتیا او له نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کې د پام وړ برخه واخلي.»

د ۲۰۲۴ کال په جولای کې د چين او تاجکستان مشرانو په ګډه د دواړو هېوادونو اړيکې په نوې زمانه کې هراړخیزو ستراتيژيکو همکاریزو اړيکو ته لوړې اعلان کړې.‌ رحمان دغه راز وویل، دواړه هېوادونه د نوې زمانې لپاره د جامع سټراټژيک مشارکت د پرمختیا په اړه د چین او تاجکستان د ګډې بیانیې په رڼا کې چې د دواړو هېوادونو د رهبرانو له خوا لاسلیک شوې په بېلا بېلو برخو کې د همکاریو کچه لوړه کړي.

ده زیاته کړه چې تاجکستان له هغو  لومړنیو هېوادونو څخه دی،‌ چې له چین سره يې د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند د ګډې ابادۍ تفاهم نامه لاسليک کړه. د هغه په خبره، تاجکستان څو کاله راهيسې د چين د پانګونې په ملاتړ د انرژۍ او صنعت په برخو کې ګڼ شمېر بنسټيزې پروژې پلي کړې، د لویو لارې، تونلونه،‌ برېښنايي لېږ خطونه،‌  مهم صنعتي او نورو اساسي بنسټيزې پروژو نه يوازې د تاجکستان ټرانسپورټي شرايط بهتره کړي،‌ بلکې له نړیوالو او سیمه ییزو شبکو سره يې د تاجکستان د صنایعو وصلېدل اسانه کړي دي.

رحمان د شانګهای همکارۍ سازمان د تيان جين سرمشريزې په اړه ویلي، چې دغه غونډه به د غړو ترمنځ‌ د همکارۍ او د دې سازمان د پرمختګ لپاره نوې پاڼه پرانيزي.

Previous Post

د روسیې او چین ترمنځ د سوداګرۍ کچه لوړه شوې ده

Next Post

“د سولې انعکاس” کولتوري فعاليت په لیورپول کې ترسره شو

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
“د سولې انعکاس” کولتوري فعاليت په لیورپول کې ترسره شو

"د سولې انعکاس" کولتوري فعاليت په لیورپول کې ترسره شو

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

مسوولین: په قاچاقي ډول هېواد ته د درملو واردولو کچه کمه شوې

مسوولین: په قاچاقي ډول هېواد ته د درملو واردولو کچه کمه شوې

جنوري 5, 2024
ګواتیمالا:  له امریکا ډېری را لېږل شوي کډوال مو په کرونا اخته دي

ګواتیمالا: له امریکا ډېری را لېږل شوي کډوال مو په کرونا اخته دي

اپریل 18, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ