چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د تايوان په اړه د تاکاچي سانای خبرو کورني او بهرني غبرګونونه راپارولي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
نوومبر 17, 2025
in نړیوال خبرونه
0
د تايوان په اړه د تاکاچي سانای خبرو کورني او بهرني غبرګونونه راپارولي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

”تاکاچي سانای له دندې استعفا وکړه! ” “ خپلې خبرې بېرته واخله او بښنه وغواړه ” “ مونږ جګړه پاروونکې لومړۍ وزيره نه غواړو  “……

سلګونو جاپانيانو د جاپان پلازمېنې توکيو کې د دغه هېواد د صدرات ماڼۍ مخې ته لاريون کړی او د دغه هېواد د لومړۍ وزيرې تاکاچي سانای پر وروستيو خبرو او چلند يې ناخوښي ښودلې ده.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

لاريونوالو د جاپان د لومړۍ وزیرې پر ضد شعارونه ورکول او له نوموړې يې د بښنې غوښتنې کوله.

تاکاچي سانای په دې وروستيو کې پر قوانينو او تاريخي واقعيتونو سترګې پټې کړي او د چين د تايوان په اړه يې ناسمې خبرې کړې دي، چې د سيمې پر ثبات او هم پر دغه هېواد يې منفي اغېزې کړې دي. د جاپان ډېرو سياستوالو د نوموړې څرګندونې په کلکو ټکو غندلي او ويلي يې دي، چې تاکاچي سانای هېواد له بحران سره مخ کړی او درانه جرمونه يې کړي دي.

تاکاچي سانای د نومبر په اوومه د جاپان د عوامو مجلس د بودجې کمېټې په یوې غونډې کې ويلي، چې له ستونزو سره د تايوان مخامخ کېدل ښايي د ژوند او مرګ داسې بحران جوړ کړي، چې جاپان يې پر وړاندې د متحدې دفاع حق کارولی شي. نوموړې همدارنګه مجازاً ويلي، چې هېواد يې ښايي پر پوځي لارو چارو د تايوان مسئلې کې ښکېل شي.

تاکاچي سانای د چين له جدي شکايت او احتجاج سره سره بيا هم پښېمانتيا نه ده ښودلې او په پارلمان کې يې د دفاع پر مهال پر دې بیا ټينګار کړی، چې خبرې يې د جاپاني حکومت له قانون سره سمون لري او بېرته به یې وانخلي او نه به هم لاس ترې واخلي.

د تاکاچي خبرو او چلند کورني او بهرني غبرګونونه او کلکې غندنې راپارولې دي.

د جاپان د مشروطه ډيموکراتيک ګوند د پاليسيو د څېړنو شورا رئیس ساتوشي شو د نومبر په ۱۶مه په یوه تلويزيوني پروګرام کې د تاکاچي سانای خبرې غندلي او ويلي يې دي، تاکاچي سانای د امنيتي تضمين په قانون او سيسټم او دغه راز په اړوندو موضوعاتو کافي پوهاوی نه لري.

د جاپان د مشروطه ډيموکراتيک ګوند پارلماني غړي ايچيرو اوزاوا د نومبر په ۱۵مه پر ټولنيزو رسنيو د تاکاچي سانای پر خبرو اندېښنه ښودلي او ويلي يې دي: ((د تاکاچي سانای”تېريګيرې“خبرې ښايي د وارداتو او صادراتو د کمېدو سبب او جاپاني وګړو ته ستر زيانونه ورسوي.)) نوموړي دا هم ويلي، چې د تاکاچي سانای خبرې ښايي ملي بحران رامنځته کړي.

جاپاني خبري رسنيو بیا په بېلا بېلو شننو کې ويلي: جاپان ته د چين د سيلانيانو شمېر ډېر زيات دی، نو د دغه هېواد سیاحتي سکتور ښايي سخت زيانمن شي.

شمېرې ښيي، چين د جاپان تر ټولو لوی سوداګريز همکار، دويم لوی صادروونکی هدف او لومړۍ لويه وارداتي سرچينه ده. د جاپان د توميچي موراياما د خبرو د پراختیا کمېټې مشر فوجيتا تاکاګ ويلي، که د جاپان او چین ترمنځ اړيکې خرابې شي، نو زیانونه به يې جاپانيانو ته رسيږي او ښايي د تاکاچي سانای خبرې او چلند خورا درانه پرېوځي او مسئوليت یې هم هغې ته ورګرځي.

له کله چې تاکاچي سانای د جاپان لومړۍ وزيره ټاکل شوې، نو له پيله د تايوان مسئلې په اړه ناسم بیانونه ورکوي او ځينې ناسمې کړنې ترسره کوي. د بېلګې په توګه هغې د تايوان جلاغوښتونکو ته د جاپان د پاچاهۍ نښانونه ډالۍ کړي او هم يې د هغوی د حمايت په پار د پوځي لارو ګواښ کړی دی.

په شانګهای کې د نړيوالو مسئلو انسټيټيوټ د شمال ختيځ چارو څېړنيز مرکز رئیس څای ليانګ خبري رسنيو ته د مرکې پر مهال ویلي، جاپان د تايوان په مسئله کې د چینايانو پر وړاندې جرمونه کړي او تاریخي مسئوليتونه يې پر غاړه لري. د تاکاچي سانای له خبرو څخه معلومېږي، چې هغې د جاپان تاريخي جنایت ته ځغلنده کتنه نه ده کړې او درس يې ترې نه دی اخيستی، بلکې برعکس یې د يوه چين پېژندنې اصل ننګولی او په عمدي توګه يې له دويمې نړيوالې جګړې وروسته جوړ شوی نړيوال نظم ننګولی دی. تاکاچي سانای نه يوازې د چين او جاپان د اړيکو له سرې کرښې پښه اړولې، بلکې تاريخي عدالت ته يې هم زیان رسولی دی.

 د چين د کوه مينتانګ ګوند پخواني رئیسې هونګ شيو جو د تاکاچي سانای خبرې تاریخ ته سپک کوونکې او سياسي مداخله بللې او جدي پوښتنه يې ترې کړې:” د تايوان تنګي چارې په جاپانيانو پسې څه تړاو لري؟ “ هونګ شيو جو دغه راز ويلي:”هر بهرنی قوت چې د تایوان نيول غواړي او د چين مرکزي ګټې ننګوي، نتيجه به ورنه کړي او هرومرو به ناکامېږي! “

Previous Post

هند کې د ترافیکي پېښې له امله ۴۲ تنه مړه شوي

Next Post

په تېرو لسو میاشتو کې په چین کې نږدې ۴ ميلیارډو خلکو په اورګاډيو کې سفرونه کړي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
په تېرو لسو میاشتو کې په چین کې نږدې ۴ ميلیارډو خلکو په اورګاډيو کې سفرونه کړي

په تېرو لسو میاشتو کې په چین کې نږدې ۴ ميلیارډو خلکو په اورګاډيو کې سفرونه کړي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

چین په غزې کې د دایمي اوربند غوښتنه وکړه

چین په غزې کې د دایمي اوربند غوښتنه وکړه

اکتوبر 24, 2025
سويډن: اوکراین د جنګي الوتکو پر ورکړه غور کوو

سويډن: اوکراین د جنګي الوتکو پر ورکړه غور کوو

سپتمبر 13, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ