سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د تاکاچي سانای”د تایوان د تاش کارت“: د ناکام او تابع هېواد خطرناکه جواري

Spogmai Radio by Spogmai Radio
نوومبر 19, 2025
in نړیوال خبرونه
0
د تاکاچي سانای”د تایوان د تاش کارت“: د ناکام او تابع هېواد خطرناکه جواري
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د جاپان لومړۍ وزيرې تاکاچي سانای پدې وروستيو کې داسې ادعا کړې، چې له ستونزو سره د تايوان مخامخ کېدل ښايي د جاپان د ژوند او مرګ د بحران سبب وګرځي. نوموړې همدارنګه مجازاً ويلي، چې هېواد يې ښايي پر پوځي لارو چارو د تايوان مسئلې کې ښکېل شي.

د تاکاچي سانای دغه څرګندونې نه يوازې د چين په کورنيو چارو کې لوړه او څرګنده مداخله ده، بلکې د دويمې نړيوالې جګړې وروسته د رامنځته شوي نړيوال سیسټم پر وړاندې يوه جدي ننګونه هم ده.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

جاپان په دويمې نړيوالې جګړې کې ماتې خوړلې وه او د امنيت په برخه کې لا تراوسه پر بل هېواد تکيه لري او دا حق بيخي نه لري، چې د تايوان په مسئله کې مداخله او بیا ګوتڅنډنه وکړي.

د تاکاچي سانای دغه خبره” د ژوند او مرګ بحران “يوازې د دغه هېواد د سياسي موخو او پر نورو د ستراتېژيکې تکيې لپاره يوه پلمه ده.

په دويمه نړيواله جګړه کې پر نورو هېوادونو د جاپان د تیري له امله د اسیا خلکو ډېرې سختې ګاللې دي. کله چې جاپان ياده جګړه وبایلله، نو وروسته د دغه هېواد نړيوال مقام «د قاهرې اعلاميه» او « د پاسدام اعلاميه » او نورو نړيوالو قانوني سندونو کې څرګند ټاکل شوی دی.

په دغو سندونو کې له جاپان څخه غوښتل شوي، چې د تايوان په شمول له هغو سیمو څخه، چې تېری یې پرې کړی، لاس واخلي. په ۱۹۷۲م کال کې د چين او جاپان ګډې اعلاميې کې هم په څرګندو ټکو ليکل شوي: ((جاپان د تایوان سیمه د چين ولسي جمهوريت د خاورې يوه نه بېلېدونکې برخه بولي او درناوی ورته لري.))

د تاکاچي سانای څرګندونو د جاپان تاريخي ژمنې ماتې کړي او غواړي د”ژوند او مرګ بحران“ په پلمه د خپلې پوځي پراختيا لپاره لاره هواره کړي.

جاپان نن په امنيتي تګلارو کې پر امريکا بشپړه تکيه لري او په دفاعي چارو کې يې مستقل حق ډېر محدود دی.

امريکا د جاپان په اوکيناوا کې ډېرې پوځي اډې لري او دغه هېواد د امريکا تر اټومي چتر لاندې رضاکارانه پناه اخیستې ده. دا د دې ښودنه کوي، چې جاپان اصلاً په اسيا او ارام سمندر سيمه کې د امریکا د تاش د پرې يا پتې رول لوبوي.

تاکاچي سانای د تايوان مسئلې کې د جاپان د ښکیلېدو هدف ځاني دفاع بللې، خو اصلي موخه يې د چين د مخنيوي لپاره د امريکا ستراتېژيکې غوښتنې ته ځواب ورکول دي.

تاريخي درسونو ثابته کړې، چې تابع هېواد هميشه د لویو هېوادونو د سيالۍ لومړی قرباني وي. که جاپان د تايوان مسئله کې پر ښکيلېدو ټينګار ولري، نو معکوسه نتيجه به وويني او متحدين به يې ژمنو ته ټينګ پاتې نه شي.

تاکاچي سانای ولې د تايوان مسئلې په اړه لمسونوونکې خبرې کړي؟ ځواب یې اسان دی، ځکه د هغې د خبرو لامل په کورني سياسي بحران پسې تړلی دی.

په جاپان کې اوس د تاکاچي سانای په مشرۍ د اقليتي ډلو حکومت دی او خلکو ته په خپلو ژمنو کې پاتې راغلی، نو ځکه اوس د خلکو د پام اړولو لپاره نوې نوې خبرې کوي.

د جاپان له اوسني حکومت څخه د جاپانيانو د حمايت کچه پرله پسې په ټيټېدو ده او حکومت په هغه ژمنه کې، چې په لسو کلونو کې به کورني ناخالص توليدات يو چند زياتوي، پاتې راغلی دی او په دې سره يې د خلکو باور له لاسه ورکړی او د ټوکې موضوع ګرځېدلې ده. دغه راز د جاپان د پورونو پيمانه هم په پرمختللو هېوادونو کې ډېره زياته ده.

تاکاچي سانای له کورنيو ستونزو څخه د خلکو د پام د اړولو په موخه د تايوان مسئله د تاش د پتې يا پرې په توګه کاروي او له دې لارې غواړي چې د خلکو د قوم پرستۍ احساسات راوپاروي.

د دې ترڅنګ تاکاچي سانای د سولې د اساسي قانون د نهمې مادې د تعديل هڅې پيل کړي او د دفاعي بودجې د موخې د بشپړولو وخت يې ۲۰۲۶م کال ته رامخته کړی دی. د هغې دغه تکتيک د پخوانيو ميلتاريزم غوښتونکو له هغو کړو وړو سره يو شان دی، چې د بهرني بحران د جوړولو له لارې يې پر خپلې کورنۍ ناکامۍ پرده اچوله.

د تاکاچي سانای اوسنيو څرګندونو کورني او بهرني غبرګونونه راپارولي دي.

د امريکا، جاپان او یو شمېر نورو هېوادونو خبري رسنيو په راپورونو کې د تاکاچي سانای څرګندونې بحران پاروونکې او سياسي فرصت طلبه بللې دي.

چين د تاکاچي سانای خبرې په کلکو ټکو غندلي او په څرګندو ټکو يې ويلي، چې خامخا به سخته ضربه ورکوي.

که د جاپان ښي اړخي سياستوال له تايوان څخه د تاش د يوه کارت په توګه کار اخلي او لوبې ته دوام ورکوي، نو دغه هېواد به جګړې او سخت خطرناک وضعيت ته ټېل وهي.

جاپان چې دويمه نړيواله جګړه يې بايللې، باید تاريخ ته بيا ځغلنده کتنه وکړي او درس ترې واخلي او د سولې اساسي قانون مراعات کړي او د دې ترڅنګ دې ته هم باید پام وکړي، چې په جيوپوليتيکې سيالۍ کې د بل د توپونو باروت ونه ګرځي.

Previous Post

د صنعت او سوداګرۍ وزیر د یوه پلاوي په مشرۍ هند ته ولاړ

Next Post

هر کال زر اورګاډي د چين او اروپا ترمنځ تګ راتګ کوي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
هر کال زر اورګاډي د چين او اروپا ترمنځ تګ راتګ کوي

هر کال زر اورګاډي د چين او اروپا ترمنځ تګ راتګ کوي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

خوست کې د ۸ کارېزونو د بيارغونې چارې پيل شوې

خوست کې د ۸ کارېزونو د بيارغونې چارې پيل شوې

سپتمبر 9, 2024

ځینو نړیوالو سازمانونو په هیواد کې دسختې وچکالۍ خبرداری ورکړی

فبروري 7, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ