چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د تعرفو تر توفان لاندې د چين د مصرفي توکو نړيوال نندارتون د پاملرني وړ دی

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اپریل 20, 2025
in نړیوال خبرونه
0
د تعرفو تر توفان لاندې د چين د مصرفي توکو نړيوال نندارتون د پاملرني وړ دی
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د فرانسې تر LVMH ګروپ لاندې د DFS برنډ د چيني زون مشرې ليو شينګ شو چې د چين د مصرفي توکو په پنځم نړيوال نندارتون کې يې ګډون کړی، خبريال ته داسي وويل، چې د دغه نندارتون په ډګر کې يې لا زياتې پاملرنې خپل کړې. دې زیاته کړې، يقين دی چې د چين د پرانيستي تګلارو د دواملرونکي تطبيق او د سوداګريز چاپيريال د غوره والي په جريان کې به د چين اقتصاد په ثابته او سالمه توګه پرمختګ وکړي او دوی د چين پر بازار باور لري.

په حقيقت کې ګن شمېر بهرني شرکتونه د چين پر بازار ټينګ باور لري. د سوداګرۍ ساتنې غوښتنې د پورته کېدو او د امريکا لخوا د تعرفو تګلارو د ناوړه استفادې په وخت کې د اقتصاد نړيوال کېدو پروسه له زياتو ننګونو سره مخ ده، نو د ورخلاصون فرصتونو د اشتراک او په ګډه د ښکلي ژوند جوړولو په عنوان د چين د مصرفي توکو نړيوال نندارتون ډېر ارزښت لري. دغه نندارتون په شپږو ورځو کې د نړۍ د ۷۱هېوادونو او سيمو ۱۷۶۷ شرکتونه او ۴۲۰۹ برنډونه راجلب کړي، چې د عیني همکاريو عمومي ارزښت ۹۲ميليارډ يوانو ته رسېدلی او د برخوالو هېوادونو او برنډونو شمېر او پيمانه يې د پخوا په پرتله لوړه شوې ده. دغه راز په سلګونو شرکتونه د راتلونکې دورې مصرفي توکو په نړيوال نندارتون کې د ګډون غوښتنې وړاندې کړې. دا د دې ښودنه کوي چې د چین بازار جاذبه لري.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

په دغه نندارتون کې ګن شمېر بهرني شرکتونه د چين د مصرف بازار د پراخوالي فرصتونو لخوا راجلب شوي. د شميرنې له مخې، په ۲۰۲۴م کال کې د چين د مصرفي توکو د پرچون عمومي ارزښت ۴۸۸۰۰ميليارډ يوانو ته رسېدلی، چې د وړم کال په پرتله ۳اعشاريه ۵سلنه زيات شوی او په مسلسلو لسو کلونو کې د نړۍ د دويم لوی مصرفونکي بازار او په انلاين ډول د پرچون په برخه کې تر ټولو لوی بازار په توګه ګنل کېږي. تېر کال د چين د مرکزي حکومت د اقتصادي کارونو غونډې او د روان کال د حکومت په کاري راپورونو کې د مصارفو د هڅونې، د پانګونې د ګټې زياتوالي او په هراړخيزه توګه د هېواد د کورنيو اړتياوو پراخوالي ته د ټولو مهمو دندو لومړيتوب ورکړل شوی، دغه راز د مصارفو د هڅونې ځانګړی فعاليت هم وړاندې شوی. د روان کال په لومړۍ ربعه کې د چين مصرفي بازار په ثابته توګه خلاص شوی او د مصرفي توکو د پرچون عمومي ارزښت د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۴اعشاريه ۶سلنه زيات شوی.

د ټايلنډ د چاروين پوکفاند ګروپ چې د چين د مصرفي توکو په مسلسلو پنځو نړيوالو نندارتونونو کې يې ګډون کړی، دا ځل څه باندې ۲۰۰ ډول توليدات دې نندارتون ته راوړي او د سږني نندارتون په لومړۍ ورځ يې د ۴ميليارډ او ۳۸۰ميليونه يوانو په ارزښت همکاريز تړونونه لاسليک کړي. د دغه ګروپ د کرنې او مالدارۍ د خوراکي توکو تصدۍ د چيني بازار اړوند چارواکي جانګ شو وويل، چې دغه ګروپ د چين له اصلاحاتو او ورخلاصون وروسته له هغو بهرنيو شرکتونو څخه و، چې د چين سترې برخې ته داخل شوی او تل د چين پر بازار ټينګ باور لري. د چين د مصرفي توکو پراخ بازار او دوامدارې پرانيستې تګلارې په دغه هېواد کې د بهرنيو شرکتونو د پانګونو عمده لاملونه دي.

په همدې وخت کې په چين کې د باکيفيته توليدي توان په پياوړتيا سره د مصرفي بازار کچه په پر له پسي ډول لوړه شوې او بهرنيو تصديو ته نوې انرژي او ملاتړ برابری شوی دی. «د چين د نوښتي شاخصونو د ۲۰۲۴م کال راپور» چې څه موده مخکې خپور شوی، چين د نړۍ لسم مقام نيسي چې د ۲۰۱۲م کال په پرتله لس مقامه لوړ شوی او په څه د پاسه لسو کلونو کې تر ټولو چټک پرمختګ لري. په دغه نندارتون کې د ساينس او تېکنالوژيو ځانګړی نندارځای جوړ شوی، چې د تصديو د اوږد مهاله نوښت او پرمختګ لپاره مرسته کوي.

د امريکا د بوستون ساينس شرکت خبريال ته وويل، چې د چين د بازار د نوي تمايل لپاره دوی دې نندارتون ته پنځه ډوله نوي توليدات راوړي دي، چې د وزن د کنټرول او د سرطان ناروغیو د خورېدو په شمول په مختلفو ساحو پورې اړه لري او هېله ده چې د نوښتونو له لارې د روغتیا په ډګر کې د چين بازار فعال کړي.

په دغه نندارتون کې نه يوازې په پر له پسي توګه نوي توليدات نندارچيانو ته ښودل شوي، بلکې د پانګونې لا پراخ فرصتونه رامنځته شوي. د چين د مصرفي توکو نړيوال نندارتون هر کال په های نان ولايت کې جوړېږي او روان کال په دغه ولايت کې د ازادې سوداګرۍ بندر د ځانګړې ادارې سيمې د کارولو او د ورخلاصون د پراخولو کال دی. له دې څخه ښکارېږي، چې مشتريان په ټول های نان ولايت کې له تعرفې په معاف کېدو سره له مصرفي امتيازي څخه ګټې اخيستلی شي. های نان ولايت به لا زيات غوره توليدات راجلب کړي او د چين د ورخلاصون مخکښ ځای به وګرځي. د چين د مصرفي توکو نړيوال نندارتون او د ازادې سوداګرۍ بندر د تګلارو اغېزې په ګډه خپرېږي، لا زيات چيني او بهرني شرکتونه به په های نان ولايت کې لا زیاتې پانګونې وکړي.

Previous Post

د پاکستان له زندانونو ۱۷۵ افغانان خوشې شول

Next Post

د چين ميډيا ګروپ د ماليزيا له صدراعظم سره مرکه کړې

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
د چين ميډيا ګروپ د ماليزيا له صدراعظم سره مرکه کړې

د چين ميډيا ګروپ د ماليزيا له صدراعظم سره مرکه کړې

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

تر خونړۍ جګړې وروسته؛ تاجکستان او قرغزستان پر دایمي اوربند هوکړه کړې ده

تر خونړۍ جګړې وروسته؛ تاجکستان او قرغزستان پر دایمي اوربند هوکړه کړې ده

مې 2, 2021
کندهار کې د ۲ سترو ټولګټو پروژو چارې پیل شوې

کندهار کې د ۲ سترو ټولګټو پروژو چارې پیل شوې

اپریل 29, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ