د جاپان د تيري پر ضد د چينايانو د مقاومت جګړې او د فاشيزم ضد نړيوالې جګړې د برياليتوب د ۸۰مې کلیزې د يادونې فعالیت لنډیز غونډه د سپتمبر د ۱۷مې نېټې په سهار په بېجینګ کې ترسره شوه.
د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميسون مشر شي جين پينګ د خلکو په لوی تالار کې د ياد فعاليت د چمتو کوونکو له استازو سره وکتل او له هغوی څخه يې مننه وکړه. شي جين پينګ د دوی سخت کار او د پام وړ لاسته راوړنو ستاینه وکړه او د لا ډېرو لاسته راوړنو ته يې وهڅول.











