د جوزجان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) د دغه ولایت د ښوونځیو زده کوونکو ته ۸۷۶ زره ټوکه درسي کتابونه ورکړي دي. د جوزجان ولايت د پوهنې رييس محمد طاهر جواد وويل چې ياد شوي کتابونه د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق له خوا د دغه ولايت د پوهنې رياست ته ورکړل شول. د جوزجان د پوهنې ریاست وايي، د درسي کتابونو له ترلاسه کولو وروسته یې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ښوونځیو ته د وېش لړۍ پیل کړې ده. په ورته وخت کې ځايي چارواکو ویلي، چې د دغه ولایت د ښوونځیو زده کوونکي یو میلیون درسي کتابونو ته اړتیا لري.












