چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

د جو بایډن وینا افغانانو ته څه لري؟!

لیکنه: ذاکر جلالي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جنوري 24, 2021
in ليکنې او تحلیلونه
0
د ولسمشر په توګه د بایډن لومړنۍ وینا؛ د هر امریکایي ولسمشر یم، د یووالي لپاره به په ګډه کار کوو
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

امریکا په نړۍ کې ستر دولت دی. د سړې جګړې له پای وروسته یوازینی زبرځواک ګڼل کېږي. د امریکا له نویو ټاکل شویو ولسمشرانو د امریکايي ولس تر څنګ د نړۍ د ځینو نورو ولسونو هم هیلې وي؛ ځکه د امریکا سیاستونه د امریکا له پولو بهر پر نړۍ هم کافي اغېز لري.

افغانستان کې چې د ۲۰۰۱ کال له اکټوبر راهیسې امریکايي ځواکونه حضور لري، د دې وطن له جګړې تر سولې، تر سیاست او اقتصاد زموږ ډېر څه له امریکا په یو ډول نه یو ډول متاثر دي. په تېره د سولې او جګړې بحث. له ټولو سره دا پوښتنه وي چې بایډن به څه وکړي؟ تګلاره به یې څه وي؟ د سولې په هیله د شوي مزل ملاتړ به وکړي او که به هر څه راوګرځوي؟ ارګ پر افغانستان د واکمنۍ دعوه لري؛ خو سترګې او هیلې يې تر نورو زیات په سپینې ماڼۍ پورې تړلې او بې‌صبرانه انتظار باسي که بایډن د سولې لپاره شوی کار لغوه کړي؛ دا به په ارګ کې د دوی شپې او ورځې یو څه زیاتې کړي.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

خو بایډن خپله کیسه لري. خپل لومړیتوبونه لري. بایډن د یوه لوبېدلي، روزل شوي او پاخه سیاستوال په توګه تر بل هر چا ښه پوهېږي چې خپل وطن یې څه ته اړتیا لري، له کومو ګواښونو سره مخ دی او څه باید ورته وکړي.

بایډن تر بل هر چا ښه پوهېږي چې ولس یې وېشلی دی. توکمپالنې یو ځل بیا سر راپورته کړی. ټولنیز تضادونه د امریکا ډیموکراسي ګواښي. د بایډن تر لوړې یوازې څو ورځې وړاندې د پخواني ولسمشر ټرمپ ملاتړي بلواګر د کانګریس ودانۍ ته په زور ننوتل. وحشت یې خپور کړ. د امریکا د حکومت د یوې معتبرې ادارې سپکاوی وشو. د نړۍ د سترې ډیموکراسۍ یو مهم بنسټ سپک شو.

تاسې چې د بایډن لومړنۍ وینا وګوری، واقعاً د یوه رهبر وینا وه. د پورته ټولو دردونو، ناخوالو او ستونزو په درک سره یې ولس یووالي ته راوباله. بایډن په یوویشت دقیقې وینا کې یوولس ځلې د «یووالي» لفظ وکاراوه. بایډن له خپلو خلکو د نوي پیل غوښتنه وکړه:

راځئ یو بل ته غوږ ونیسو؛

یو بل واورو؛

یو بل ووینو؛

یو بل ته درناوی ولرو؛

سیاست باید داسې اور نه شي چې هر څه وسوځوي؛

هر د نظر اختلاف باید د بشپړې جګړې لامل نه شي.

وروسته بایډن زیاتوي:

زما ګرانو امریکایانو، موږ ښايي له دې متفاوت واوسو؛

امریکا باید تر دې بهتره اوسي؛

او زه باور لرم چې امریکا تر دې بهتره ده.

بایډن وايي:

زما خبره واضحه واورئ:

د نظر اختلاف باید د نفاق لامل نه شي او زه له تاسې سره ژمنه کوم چې زه به د ټولو امریکایانو ولسمشر واوسم. هغوی چې زما ملاتړ یې نه دی کړی، داسې هڅې به ورته کوم؛ څنګه یې چې د خپلو پلویانو لپاره کوم.

زما ګرانو امریکایانو! موږ په راتلونکي کار کې یو بل ته اړتیا لرو.

دا د بایډن ځینې الفاظ وو چې د خپلو خلکو یووالی یې پکې غوښت. که د بایډن وینا وګورو، زیاته برخه یې ځکه د امریکا یووالي ته ځانګړې کړې وه، چې ټرمپ څلور کاله نفاق ته کار وکړ، د امریکا ټولنه یې ووېشله او د واکمنۍ په وروستیو ورځو کې يې پلویانو د کانګریس د ودانۍ سپکاوی هم وکړ. دا هر څه بایډن ډېر جدي ونیول او د حللارې هڅې يې له لومړنۍ وینا پیل کړې.

افغانانو ته د بایډن وینا!

ځینې افغانان لا هم فکر کوي چې زموږ وطن امریکا ته ډېر مهم دی. د دوی هیله وه چې بایډن به حتماً په پرانیستې وینا کې د افغانستان په باب هم څه ووايي. نه پرانیستې وینا کې او نه هم تر دې مخکې کمپاین کې بایډن د افغانستان د جګړې په اړه ډېر څه نه دي ویلي.

خو که د بایډن پرانیستې وینا وګورو، دا ټوله وینا افغانانو ته وه. یووالی، یووالی، یووالی!

که د «امریکایانو» پر ځای «افغانان» مخاطب شوي وای، موږ ته هم ډېر څه لري.

د ټرمپ یوازې څلور کلنې واکمنۍ امریکایي رهبران اندېښمن کړي چې ولس یې وېشل شوی؛ خو موږ له څلورو لسیزو زیاته موده کېږي چې د بهرنیو یرغلونو او کورني نفاق په اور کې سوځو. له قومي کرښو نیولې، تر سیاسي، ایډیولوژیکي او مذهبي کرښو سره وېشلي یو. زموږ تضادونه هم ډېر جدي دي او ډېر کار ته اړتیا لري. ایا موږ ډېر متحد ملت یو؟ ایا زموږ یووالی له ګواښ سره مخ نه دی؟ د دې نفاق پر وفاق بدلون د چا دنده ده؟ دا مسوولیت څوک احساسوي؟ په دې اړه څوک فکر کوي؟

که موږ هم بایډن ته په تمه شو؟!

موږ ولې خپله د خپل وطن بایډن نه شو. موږ ولې د خپل ملي چاود د کوشیر کولو هڅه په خپله نه کوو؟!

له څه باندې څلورو لسیزو جګړو او بحرانونو وروسته، بالاخره موږ یو فرصت لرو. د بین الافغاني خبرو، د ملي تفاهم، د واقعیتونو د درک، د نوي پیل، د ترخې ماضي د هېرولو؛ ښايي ځینې واقعیتونه ډېر ترخه وي؛ خو رهبران او مشران د خپل ولس او خلکو لپاره د زهرو جام پر سر اړوي او داسې پرېکړې کوي چې د یوه ملت مسیر بدل کړي.

ولس د بین الافغاني خبرو پایلو ته هیلې لري. د ولس سترګې دغو خبرو ته دي. هغه زړه، مور او پلار چې د خپلو زړونو ټوټې يې په دې جګړه کې قرباني کړې، هغه مور چې هر سهار یې زوی له کوره وځي تر ماښامه اندېښمنه وي؛ دا خلک د دې ترخه ژوند پای ته شېبې شماري.

ایا د دې ترخو شېبو درک او درد په تصمیم‌نیوونکو کې شته؟ ایا موږ د مسوولیت احساس کوو؟ ایا موږ د یووالي او افغانستان د ژغورنې او بقا لپاره سیاسي قربانیو ته چمتو یو؟

که لا هم درک نه لرو، لا هم تېرې تجربې بیا بیا تکراروو او ځانونه د تاریخ د تکرار د فورمول په قربانیانو بدلوو؛ خو د یوه ملت له سرنوشت سره بابیزه چلن کوو، بیا نو موږ د همدغو بدو پایلو وړ یو.

ځکه کوم ملت چې په خپله خپل سرنوشت نه بدلوي، خدای هم د هغه سرنوشت نه بدلوي.

زموږ د سرنوشت د بدلون په هیله!

Previous Post

عبدالله: طالبان په خپلو ژمنو کې پاتې راغلي دي

Next Post

د فساد او چور پر وړاندې یو بل خنډ هم ګوښه کړل شو

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
د فساد او چور پر وړاندې یو بل خنډ هم ګوښه کړل شو

د فساد او چور پر وړاندې یو بل خنډ هم ګوښه کړل شو

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

زابل کې د هوا ګرمېدو له امله سلګونه کسان پر موسمي ناروغیو اخته شوي

زابل کې د هوا ګرمېدو له امله سلګونه کسان پر موسمي ناروغیو اخته شوي

جولای 24, 2024
له سېلاب‌ځپلو سره د ایران د مرستو لومړۍ جوپه مزار ته راورسېده

له سېلاب‌ځپلو سره د ایران د مرستو لومړۍ جوپه مزار ته راورسېده

مې 24, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved