سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د جي اووه هېوادونو په سرمشريزه کې مخالفتونو او توپيرونو ته کتنه

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جون 17, 2024
in نړیوال خبرونه
0
د جي اووه هېوادونو په سرمشريزه کې مخالفتونو او توپيرونو ته کتنه
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د جي اووه هېوادونو درې ورځنۍ سرمشريزه د جون په ۱۵مې نېټې د ايټاليا په جنوب پوګليا سيمه کې پای ته ورسېده. د دې ګروپ مشرانو په دې غوڼدې کې دا موافقه کړې،‌ د روسيې هغه کنګل شوې پانګې، چې له ۲۶۰ ميليارډو ډالرو څخه زیاته ده، د تولید شوې ګټې پر بنسټ اوکراين ته د ۵۰ ميليارډو ډالرو پورونه ورکړي.

شنونکي دې ته اشاره کړې،‌ چې د اوو هېوادونو ګروپ غواړي د يادې پرېکړې له لارې نړۍ ته خپل يووالی او لارښوونيز توان وښيي، خو په حقيقت کې د دې ګروپ غړي هېوادونه پر ګڼ شمېر مهمو مسئلو باندې ډېر توپيرونه لري.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اوکراين ته د مرستې برابرول د يادې سرمشريزې مهمه موضوع ده. د اوکراين روان بحران د ۲۰۲۲م کال په فبرورۍ کې پیل شوی او له دې وروسته لوېديځ هېوادونو پر روسيې زيات بنديزونه لګولي، د ساري په توګه، په بهر کې يې د روسيې د سلګونو ميليارډو ډالرو پانګه بنده کړې، چې اکثره يې په اروپا کې ده. د دې ګروپ غړي هېوادونه د روسيې د يادې پانګې چلند په اړه تل توپيرونه لري. د روان کال په اپرېل کې د امريکا پارلمان ولسمشر ته صلاحيت ورکړی، چې د روسيې ځينې شتمنۍ مصادره کړي او اوکراين ته یې وسپاري، څو د جنګي تاوان په توګه يا د بيارغونې لپاره وکارول شي. د دې ترڅنګ، امريکا لا هم له خپلو ملګرو څخه غوښتي، چې د روسيې کنګل شوې شتمني مصادره کړي، خو د فرانسې او جرمني په شمول اروپايي هېوادونه په دې تړاو اندېښمن دي، چې داسې اقدامات به په اروپايي ټولنې کې د نورو هېوادونو د پانګونې باور زیانمن کړي. د اروپا د ملي بانک مشرې کريستین لاګارډ ويلي، چې داسې اقدامات به يوه خطرناک بېلګه جوړه کړي او ښايي له نړيوال قانون سره په ټکر کې وي.

واشنګټن بيا دا وړاندې کړې، چې د روسيې د کنګل شویو پانګو د هغې ګټې پر بنسټ اوکراين ته د ۵۰ ميليارډو ډالرو پور ورکړي، چې هر کال تقريباً ۳ ميليارډو ډالرو ته رسېږي. د خبر له مخې،‌ اروپايي ټولنه او امريکا پر کليدي مسئلو د نظر توپيرونه لري، مثلاً څوک به د دې ضمانت وکړي او څوک به د پانګې د کارولو کنټرول حق ولري. که څه هم د جي اوو هېوادونو ګروپ مشرانو په دې غونډه کې د امریکا تر فشار لاندې اوکراین ته د پور ورکولو پلان تصويب کړی، خو په ټولو علني معلوماتو کې د پانګې او د ضمانت مسئوليت د وېشلو په اړه مسئلې نه دي روښانه شوې. اړوند مذاکرات لا هم روان دي او ښايي څو مياشتې به دوام ولري.

د فلسطين او اسرائيل پر مسئلې د ياد ګروپ د غړو هېوادونو غوښتنې لا هم توپیر لري. د برېټانيا د نړيوالو چارو شاهي انسټيټيوټ (Royal Institute of International Affairs) په اند، د غړيو هېوادونو د کورنيو او بهرنيو پاليسو د توپيرونو له امله، د فلسطين او اسرائيل د مسئلې په اړه د بېلا بېلو خواوو ستراتيژۍ هم بېلې دي. د بېلګې په توګه،‌ د تېر کال په اګست کې د ملګرو ملتونو په يوې بېړنۍ غونډه کې فرانسې د فلسطين او اسرائيل ترمنځ د بشري اوربند له پرېکړه لیک څخه ملاتړ کړی، خو برعکس امريکا پرې مخالفه رايه ورکړې او برېټانيا او جاپان ممتنع رايې ورکړې. ترې ښکاري، چې د اوو هېوادونو ګروپ ترمنځ مختلف دريځونه شته دي.

د اوو هېوادونو ګروپ د يادې سرمشريزې کوربه هېواد ايټاليا د کډوالو مسئلې ته ډېره پاملرنه کړې، خو امريکا، کاناډا او جاپان په دې اړه پاملرنه نه لري. د امريکا د يو غير حکومتي سازمان مسئول ویلي، د اوو هېوادونو ګروپ د افريقا د کډوالو مسئلې د حل په برخه کې هېڅ اغېزناک تدابير نه دي غوره کړي بلکې یوازې یې خبرې کړې دي.

که څه هم د امريکا ولسمشر جو بايډن ويلي،‌ چې دغې سرمشريزې ډېر مهم برياليتوب تر لاسه کړی، خو دغه تش په نامه برياليتوب د نړيوالې ټولنې د پام وړ او د انسانانو له ګټې سره نه دی تړلی. شنونکي وايي، چې د اوو هېوادونو ګروپ په دې وروستيو کلونو کې د نړيوال پرمختګ، اقليمي بدلون او د بېوزلۍ له منځه وړلو په شمول ځینو مهمو نړيوالو مسائلو کې لږ جر و بحث کړی. برعکس، دغه ګروپ د ډله یيزې مقابلې د پورته کولو او د بېلتون او شخړې د راپاړولو په برخو کې هڅونکی رول لوبولی دی، نو په دې سره د دې ګروپ نړيواله اغېزه او عامه اعتماد په چټکه توګه کمزور شوی دی.

Previous Post

سعودي کې د سختې ګرمۍ له امله ۱۴ حاجیان مړه شوي

Next Post

د چين – استراليا په اړيکو کې ثبات او سوکالۍ ته اميدواري

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
د چين – استراليا په اړيکو کې ثبات او سوکالۍ ته اميدواري

د چين – استراليا په اړيکو کې ثبات او سوکالۍ ته اميدواري

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

پزشکیان؛ د زیانمنو شویو رېلي او ترانزیتي لارو د چټکې بیارغونې امر کړی

پزشکیان؛ د زیانمنو شویو رېلي او ترانزیتي لارو د چټکې بیارغونې امر کړی

جولای 27, 2026
کانونو وزارت: ډېر ژر به افغانستان د نفتو صادروونکی هېواد وي

کانونو وزارت: ډېر ژر به افغانستان د نفتو صادروونکی هېواد وي

دسمبر 2, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ