د حيرتان سوداګريز بندر مسوولين وايي، د نورم او سټنډرډ آمريت ادارې د روان ۱۴۰۲ لمريز کال په لومړيو څلورو مياشتو کې ۲۰۰ ميليونه او څه باندې ۵۵ لکه افغانۍ عوايد راټول کړي دي. د بلخ ولايت د حيرتان بندر د استراس دولتي شرکت رييس سردار محمد حيدري وایي، سږکال له ازبکستان او قزاقستان څخه څه باندې ۳۴ زره واګونه سوداګريز توکي وارد شوي او په همدې موده کې دغو هېوادونو ته له افغانستان څخه شاوخوا ۱۰۰۰ واګونه توکي صادر شوي دي. نوموړى زياتوي، دمګړى افغانستان ګاونډيو هېوادونو ته د حيرتان بندر له لارې ۱۴ ډوله اموال او اجناس صادروي، چې تر ډېره بريده پورې خوراکي توکي او غالۍ دي. بلخوا، يو شمېر سوداګر او پانګوال وايي، د ا.ا او د ګاونډيو هېوادونو ترمنځ د ښو دوستانه اړيکو له کبله د ترانزيټ او سوداګرۍ په برخه کې اسانتياوې او راکړه ورکړه زياته شوې ده.












