چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home کتاب

                د خوښۍ راز

Spogmai Radio by Spogmai Radio
دسمبر 23, 2020
in کتاب
0
                د خوښۍ راز
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

پرته له شکه چې موږ ټول غواړو خوښ او ارام ژوند ولرو، غواړو تر نورو ډېر خوشاله او اسوده واوسو؛ خو ورځني فشارونه، ستونزې او زیات کار له موږ څخه خوښۍ تروړي.

دلته موږ د «خوښۍ راز» له کتاب څخه چې تازه پښتو ژبې ته ژباړل شوی دی، ۷ داسې اسانه فعالیتونه درته ښیو چې په تر سره کولو سره به يې تاسې خپلې ورکې خوښۍ یو ځل بیا ومومی او ژوند به مو خوشاله تیر کړی.

You might also like

«خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

«د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

عثماني خلافت کتاب چاپ شو

۱ـ له ځان سره مثبتې خبرې وکړئ!

تاسې به وایئ چې لیونی خو نه یم چې له ځان سره خبرې وکړم! نه داسې نه ده. موږ او تاسې ټول په یو ډول نه یو ډول له خپل ځان سره خبرې کوو. د دې خبرو محتوا او ډول زموږ په ذهن، روان او ژوند باندې څرګند تاثیرات لري.

خپل ځان ته ښه دقیق غوږ شئ. ایا خبرې او فکر مو مثبت دي؟ خپلې ټولې خبرې او مکالمې په مثبتو ټکو واړوئ. اورېدلي به مو وي چې وايي، یو خوشاله ذهن، خوشاله ژوند رامنځ ته کوي.

۲ـ خپلې وړې لاسته راوړنې مو وشمېرئ!

ښکاره ده چې موږ ټول عمر خوشاله نه شو پاتې کیدای او نه به هم ټول عمر ګټونکي یو؛ ولې مهمه خبره دا ده چې موږ خپلې ټولې وړې او سترې لاسته راوړنې او نعمتونه وشمېرو او د هماغه لپاره خوشاله واوسو. یانې ناهیلي ونه کړو او څه چې په لاس کې لرو، په اړه يې باید شکر وباسو.

۳ـ ټولنیزې اړیکې مو غښتلې کړئ!

ټولنیزې اړیکې او له نورو سره ښه راشه درشه د خوشاله او صحتمند ژوند درلودلو لپاره اساسي راز دی.

له ملګرو او کورنۍ سره مو خوږې او پراخې اړیکې تاسې ته ځان د ارزښت لوړاحساس درکوي او تاسې د خوشالۍ په لوري رهبري کوي.

۴ـ استراحت او کار

د خوښ ژوند درلودلو لپاره باید موږ د خپلې روغتیا خیال هم وساتو. زموږ ذهن او وجود دواړه یو له بل سره تړلي دي. خپله وجود مو په فزیکي تمرین، صحي غذاوو او مناسب خوب سره صحتمند او ارام کړئ. سالمه روغتیا او سالم ذهن د خوشاله ژوند درلودلو لپاره اساسي ستن ګڼل کیږي.

۵ـ منندوی اوسئ!

په نننۍ نړۍ کې هر څوک تر ډېره حده مصروف دي، هر څوک په خپلو خولو کې ډوب دي؛ خو مه هیروئ چې د یو چا په وړه او کوچنۍ مرسته هم ځان مه غلی کوئ؛ بلکې د هغوی د مننې او قدردانۍ لپاره وخت بېل کړئ او د هغوی مننه وکړئ. دا چاره نه یوازې دا چې هغوی خوشالوي، بلکې تاسې ته هم خوشالي دربښي.

۶ـ هره ورځ یو څه نوي زده کړئ!

هر وخت مو ذهن د نوو څیزونو په زده کولو سره تازه وساتئ، فکر وکړئ او هڅه وکړئ چې هره ورځ کم تر کمه یو نوی څیز زده کړئ. همیشه د نویو شیانو د زده کولو په هڅه کې اوسئ.

څومره چې تاسې ډېره زده کړه کوی، هومره مو نورو ته د تدریس او لارښوونې ځواک زیاتیږي. په دې سره ستاسې فکر خلاصیږي، له خلکو سره مو اړیکې پیاوړې کېږي او دا هر څه تاسې ته خوشالي او خوښي درکوي.

۷ـ د ژوند مانا پیدا کړئ!

ژوند یوازې ډېرې پیسې او پرله پسې بریاوې نه دي، ژوند یو لوی نوم دی او تاسې د دې لوی نوم په اصلي مانا ځان پوه کړئ.

ځان ته واضح او سترې موخې وټاکئ. د ژوند اصلي خوښي په خپلو اهدافو پسې منډې وهل دي او همدا منډې وهل تر بل هر څه ډېر خوند او خوښي درکوي.

مینه‌وال کولای شي یاد کتاب له اکسوس او د ښار له نورو لویو کتابپلورنځيو په مناسب قېمت تر لاسه کړي.

Previous Post

کرنې وزارت: په هېواد کې په کلني ډول ۲۲۰زره ټنه د چرګانو غوښه توليدېږي

Next Post

د سالم ژوند بڼه

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

«خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو
کتاب

«خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

by Spogmai Radio
فبروري 21, 2026
«د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو
کتاب

«د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

by Spogmai Radio
جنوري 24, 2026
عثماني خلافت کتاب چاپ شو
کتاب

عثماني خلافت کتاب چاپ شو

by Spogmai Radio
دسمبر 6, 2025
کتاب

د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

by Spogmai Radio
اکتوبر 25, 2025
«سوی تاج» په نوم ناول خپور شو
کتاب

«سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

by Spogmai Radio
سپتمبر 27, 2025
Next Post
د سالم ژوند بڼه

د سالم ژوند بڼه

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

ناروې کې د امریکا په سفارت کې چاودنه شوې

ناروې کې د امریکا په سفارت کې چاودنه شوې

مارچ 8, 2026
امريکا د سوريې لوټ شوي نفت په اسانه وړي، خو بشري مرستې په مشکله سوريې ته رسيږي

په ترکیه کې د ۱۱۶ وژل شویو افغانانو هویت معلوم شوی

فبروري 15, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved