چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home روغتیا او ژوند

د خپلو نعمتونو په محدوده کې ژوند

ژباړه: امان الله حنیفي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جنوري 19, 2021
in روغتیا او ژوند
0
د خپلو نعمتونو په محدوده کې ژوند
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

زه چې هره کله یو چا ته د لار ښوودنې، نوي څيز موندلو او یا هم د یوې نوې اړیکې د جوړولو په حال کې وم، هغه وخت کاملاً د پوره انرژۍ درلودو حس کوم. زه د همدې لپاره پيدا شوی یم څو دا کارونه تر سره کړم او هر وخت له ځانه پوښتم: «له دې پرته نور کوم کارونه دي چې ما ته ښه حس راکولای شي؟» ځینې هغه یې دا دي:

۱– پر خپلو ملګرو او کورنۍ پانګه کول

You might also like

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

په هېواد کې د پولیو چټک واکسین کمپاین نن پيلیږي

افغانستان او ازبکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې

 له نورو سره د مرستې کولو، د هغوی د وړتیاوو لوړولو او هغوی ته د ارزښت ورکولو په نسبت په ټوله نړۍ کار ما ته بل کار ډېر خوښ نه دی او نه داسې د خوښۍ حس راکولای شي. زما دا ډېره خوښېږي چې د خپل ژوند هغه ښې خاطرې له هغو کسانو سره شریکې کړم، چې زه ورسره مینه لرم. کومې اړیکې پالل کولای شي تاسې ته ښه احساس درکړي؟

۲– د نورو د ارزښتونو پياوړي کول

 زه له خلکو سره زیاته مینه لرم او هره ورځ د هغوی د ارزښتونو د پياوړي کولو په لارو چارو پسې ګرځم. له نورو سره مرسته کول تر هرڅه زیات د خوښۍ حس راکوي. د کومو هغو کارونو تر سره کول تاسې ته خوښي درکوي او انرژي مو زیاتوي؟

۳– د خپل ځان فزیکي مراقبت

 ښه ده چې ووایم زه یوازې په فزیکي ډول د ځان د پياوړي کولو غوښتونکی نه یم او نه مې دا خوښېږي. ډېر کلونه مې ورزش کړی او ښه غذايي رژیم مې مراعات کړی. په هر صورت، په دې وروستیو کلونو کې پوه شوم چې په فزیکي ډول د ځان مراقبت، ځان غوښتنه یا د وخت ضایع کول نه دي. زه د خدای له راکړل شوو وړتیاوو څخه د استفادې لپاره پيدا شوی یم، څو د هغه په مټ مثبت فکر او کار را منځ ته کړم او هغه کس چې په فزیکي لحاظ روغ نه وي، نه شي کولای چې دا کارونه تر سره کړي. تاسې د خپلې روغتیا د خوندي ساتلو او په فزیکي ډول د کارونو د ښه تر سره کولو لپاره کوم کارونه کولای شی؟

۴– د خلکو لا پياوړي کول

 یو ځل مې ملګري راته وویل: پرمختګ؛ خوښي رامنځ ته کوونکی دی.» زه له هغه سره موافق یم. زه ډېر وخت له خلکو سره د هغوی د محدودیتونو په له منځه وړلو، د نوي کار په پيل او د هغوی د وړتیاوو په لا پياوړي کولو کې کار کوم او همدا کار راته تر ټولو ډېره خوښي راکوي.

۵– پر دې پوهېدل چې خدای پاک پر هرڅه خبر دی

 همداسې چې دا خبرې لیکم، د اقیانوس په څنډو کې مې سترګې ګنډلې دي او پر هغه څوکۍ ناست یم چې دغه پراخ اقیانوس ته مخامخ اېښودل شوې ده. مخامخ مې سترګو ته هغه تخته هم لګېدلې ده چې پر لیکلي دي: «خدایه! ستا د رحمت دریاب څومره پراخ او زما کښتۍ څومره وړه ده.» زه پر خپلو عقایدو کلک باور لرم او همدا اقیانوس او پر تخته لیکل شوې جملې راته د خدای پاک لویي په یاد کوي. دا نه یوازې په ما کې د عاجزۍ د رامنځ ته کېدو سبب شوي دي، بلکې دا مرسته یې هم راسره کړې ده چې هر وخت له خدای پاک سره و اوسم او پر هغه توکل وکړم. همدا لیکلې جملې دي چې زما او خدای د اړیکې د لا محکم ساتلو لامل شوې. ټول دا فکرونه ما ته مثبته انرژي راکوي. که تاسې هم باایمانه کس یاستی، له خدای ج سره د اړیکې ټینګولو او پر هغه د توکل په پرتله به بله کومه ښه لاره وي چې تاسې ته خوشالي او پوره انرژي درکړي؟

دا هغه کارونه وو چې ما ته د پوره انرژۍ احساس راکوي. تاسې څنګه؟ که نه پوهېږی، په دې اړه فکر کولو ته وخت ورکړئ.

هغه څه دي چې ما له پښو غورځوي؟

له موږ ډېری پر دې باور رالوی شوي چې ډېره هڅه او تلاش کولای شي زموږ لپاره هر کار تر سره کړي؛ خو دا سمه نه ده! که څه هم موږ پر دې باور لرو چې زموږ بالقوه وړتیاوې نامحدوده دي، خو له دې سره سره پر دې هم باور لرو چې په هغو برخو کې چې موږ یې استعداد نه لرو، نه شو کولای چې په ښه بڼه راڅرګند شو. د بېلګې په ډول، زه په هېڅ صورت نه شم کولای چې یو ښه موسیقي غږوونکی شم.

نو ولې خپل وخت د هغه څه په لټه کې تېروی، چې نه شی کولای په هغه کې په ښه بڼه راڅرګند شی؟ د هغه پر ځای هڅه وکړئ چې هغه څه زده کړی چې ذاتاً ستاسې له طبیعت او مزاج سره اړخ لګوي. څنګه، نه باید خپلې طبیعي وړتیاوې وپېژنی چې د هغه په مرسته هم ځان او هم نورو ته ګټه رسولای شی؟ دا داسې ده لکه کټ مټ په سیند کې د اوبو د جریان خلاف لوري ته حرکت کول، چې ډېر ژر مو له لاس او پښو غورځوي.

دویم مورد چې ډېر ژر موږ له لاس او پښو غورځوي، هغه له بدلون سره زموږ د مخ کېدو شیوه ده. دن میل من وايي: «د بدلون راز دا دی چې ټوله انرژي مو د یوي نوي څيز موندلو یا پېژندلو ته ځانګړې کړی، نه د پيخواني هغه پېژندلو ته.»

ډېری خلک چې که څه هم پر همدې سپارښتنه عمل کوي، بیا هم بدلون د انرژۍ د تحلیل لامل بولي؛ ځکه د بدلون رامنځ ته کول؛ له انسان ډېره فزیکي، احساسي او عقلاني انرژي غواړي. کوم څیزونه ستاسې انرژي تحلیلوي؟ په دې اړه پوهېږی؟ ایا له هغه ځان ساتی؟

څنګه کولای شم هغو څیزونو ته لاسرسی ولرم چې انرژي مې پياوړې کوي؟

ما ته رښتیا دا پته له پوهنتون تر فراغت وروسته ولګېده. ما هغه جون میاشت له مارګارت سره واده وکړ او له هغه ښار چې پلار مې پکې اوسېده، بل هغه ته چې له دې ښار یې ۳۷۵ کیلومتره واټن درلود، لرې مهاجر شوم. له مارګارت سره د نوي ژوند له پيل زه خوښ وم؛ خو دوې اونۍ وروسته پوه شوم چې مور او پلار به ما ته څومره انرژي راکوله. کله به چې د پلار په خوا کې وم، هر وخت به مې مثبت احساس او پر ځان پوره پوره باور کاوه. مور به مې ټولو خبرو ته ښه په ارامۍ غوږ نیوه او دې هرڅه به ما ته ښه احساس راکاوه. هغه وخت موبایلونه هرچا ته نه وو رسېدلي او له پيیسیو زنګ وهل ډېر ګران وو. موږ د پيیسیو له لارې له مور او پلار سره د اړیکې ټینګولو لپاره کاپي پيسې هم نه درلودې. په هر صورت، موږ دا وخت له مور او پلار سره ډېره اړیکه نه درلوده او هماغه وو چې بیخي ډېره انرژي مو له لاسه هم ورکړې وه.

تام راس وايي: «ستاسې ښه احساس مستقیماً د هغو کسانو له چارچلند اغېزمن دی، چې ستاسې په شاوخوا کې دي، یا تاسې ورسره په یوه کور کې ژوند کوی او یا هم ستاسې په څو کیلومترۍ کې ژوند کوي. خو د دې خلاف بیا له لرې واټن څخه د اړیکې پالل چندانې تاثیر نه لري.»

یوازې انسانان نه دي چې ستاسې په ژوند کې د انرژۍ د رامنځ او له منځه وړو لامل کېږي، تقریباً هر هغه څه چې تاسې یې له لیدو خوند اخلی، تاسې ته انرژي درکوي. ما ډېر کلونه مخکې ټول هغه څه چې له لیدو مې یې خوند اخیست، په خپل کارځای کې راټول کړي دي، څو یې له هرځل لیدو خوند واخلم او په دې سره خپله انرژي پوره وساتم. د بېلګې په ډول، کله چې چېرې د وینا پلان لرم، هغه وخت د موبایل غوږۍ را اخلم او تر ډېره هغه جملې او غږیز کلیپونه اورم، چې الهام ورکوونکي اوسي. کله چې لیکل کوم، له هغه مخکې هغه کتابونه لولم چې په المارۍ کې مې اېښي او تر ډېره یې زما ژوند بدل کړی دی.

یوه ښه او خوښ ژوند ته د رسېدو لپاره دا ټکي په نظر کې نیول ډېر  مهم دي.

Previous Post

اندونیزیا کې؛ د زلزلې له امله د مړو شمېر ۷۸ ته لوړ شوی

Next Post

طالبانو او افغان حکومت د بندیانو پر اعدام او معافیت ناندرۍ پیل کړې دي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
په هېواد کې د پولیو چټک واکسین کمپاین نن پيلیږي
افغانستان

په هېواد کې د پولیو چټک واکسین کمپاین نن پيلیږي

by Spogmai Radio
اگست 1, 2026
افغانستان او ازبکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې
افغانستان

افغانستان او ازبکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې

by Spogmai Radio
جولای 25, 2026
د کندهار په دامان کې د یوه روغتیايي مرکز د جوړېدو چارې پيل شوې
افغانستان

د کندهار په دامان کې د یوه روغتیايي مرکز د جوړېدو چارې پيل شوې

by Spogmai Radio
جولای 21, 2026
افغان او ازبکستاني چارواکو د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې
افغانستان

افغان او ازبکستاني چارواکو د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

by Spogmai Radio
جولای 19, 2026
Next Post
طالبانو او افغان حکومت د بندیانو پر اعدام او معافیت ناندرۍ پیل کړې دي

طالبانو او افغان حکومت د بندیانو پر اعدام او معافیت ناندرۍ پیل کړې دي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د سریلانکا له لومړۍ وزیرې هاریني اماراسوریا سره ځانګړې مرکه

د سریلانکا له لومړۍ وزیرې هاریني اماراسوریا سره ځانګړې مرکه

اپریل 5, 2026
غزني کې چاودنې ۳۵ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

غزني کې چاودنې ۳۵ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

دسمبر 18, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved