چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

د دوحې په پروسه کې ځنډ؛ د څه لپاره؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اکتوبر 5, 2020
in ليکنې او تحلیلونه
0
افغان مذاکراتي پلاوی: په دوحه کې د سولې بحثونه په سم لوري روان دي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

 مرسلین ارسلا

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

د شخړې او سولې په مطالعاتو کې د سولې واقعي  پروسې پیل ته رسېدل پخپله یو ستونزمن او وخت نیوونکی پړاو دی. د نیپال د سولې مذاکراتو پروسه د دې پیچلي او نازک حالت د بیان لپاره یوه ښه بېلګه ده. د سولې د مذاکراتو د اصلي پړاو پیل هغه مهال لا ستونزمن او پیچلی کیږي، چې د افغانستان د شخړې په څېر په جګړه کې یو بهرنی عامل ښکیل وي. د سولې مذاکراتو د مقدمې لپاره دوې لارې شته: لومړی د شخړې دواړه لوري دې هوکړې ته سره رسیږي چې له بهرني منځګړي پرته سره خبرو ته کېني او یا دا چې یو بهرنی عامل د شخړې د پای په هدف د مذاکراتو د پیل لپاره منځګړیتوب کوي.

د سولې د مذاکراتو له رسمي پیل دمخه، د شخړې د دواړو لورو هویت باید مالوم او تعریف شوی وي او د مذاکراتو په لړ کې د کېدونکو توافقاتو د عملي کیدو د تضمین لپاره مقابل لوری دا هویت په رسمیت وپیژني؛ خو د افغانستان د سولې مذاکراتو د پیل له لومړۍ ورځې د دې اصل په اړه پاراډاکس موجود دی. طالبان له ۲۰۰۱ کال راهیسې په روانه جګړه کې امریکا متحده ایالات د خپل مقابل لوري په توګه پیژني او “افغانستان ته د سولې راوستو” توافق یې هم له واشنګټن سره لاسلیک کړ. خو د امریکا متحده ایالات د افغانستان د سولې په پروسه کې ځان د سولې “له مذاکراتو د ملاتړي” په توګه یاد کړی. د پاکستان صدراعظم عمران خان هم په واشنګټن پست کې په خپله وروستۍ مقاله کې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې توافق د بین الافغاني مذاکراتو د زمینه ساز په توګه یاد کړی. پاکستان د افغان سولې په پروسه کې ځان تسهیل کوونکی بولي، خو افغان دولت بیا پاکستان د طالبانو د ملاتړي دولت په توګه یادوي.

د اختلاف ټکي

د افغانستان د سولې مذاکراتو اوسنی وضعیت چې د مذاکراتو ادبیاتو کې “خبرو ته د زمینه سازۍ لپاره خبرې” (Talks for Talks)  بلل کیږي، د لاندې اختلافي مسایلو له امله له ځنډ سره مخ شوی: د طالبانو غوښتنه دا ده چې په مذاکراتو کې د شرعي بحثونو استناد دې حنفي مذهب وي، د واشنګټن او طالبانو تر منځ د ۲۰۲۰ کال د فبروري د ۲۹مې نېټې هوکړه دې د بین الافغاني مذاکراتو اساس وي؛ خو د افغان دولت پلاوی یوازې پر حنفي مذهب استدلال د اساسي قانون او افغان وګړو د حقونو نقض بولي. د افغان دولت پلاوي د سولې مشورتي جرګې پرېکړه لیک د بین الافغاني مذاکراتو د اساس په توګه پیشنهاد کړی او د طالبانو د وړاندیز خلاف وایي، چې د واشنګټن او طالبانو تر منځ د سولې پر هوکړه لیک دوی نه لاسلیک کړی او نه یې د توافقاتو په جریان کې ښکیل وو.

د امریکا متحده ایالاتو په تېرو دریو اونیو کې د سولې په پروسه کې د رامنځ ته شوي ځنډ په اړه اندېښنه ښودلې، خو د اختلافي ټکو په باب یې موقفګیري نه ده کړې. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د سپټمبر په ۱۲مه په دوحه کې بین الافغاني مذاکراتو ته په پرانیستونکې وینا کې وویل چې: “امریکا نه غواړي د خپلې خوښې سیاسي نظام د نړۍ په بل هیواد په زور ومني”. د سپټمبر په ۲۳مه د امریکا د مشرانو جرګې په استماعیه غونډه کې د مشرانو جرګې غړي ټام مالوینسکي په ډاګه وویل، چې “له القاعدې سره د اړیکو نه پرې کول او د جګړې په ډګر کې د اور بل ساتل ښیي چې طالبان د سولې د ټینګښت په لټه کې نه دي، بلکې قدرت ته د رسیدو هڅه کوي.” په سیمه کې روان وضعیت ته په کتو، د سولې د مذاکراتو په دې لومړي پړاو کې د طالبانو لخوا د مذهب په څیر د ځینو لویو مسایلو راپورته کول د بحث وړ دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د عراق له ولسمشر بهرام صالح سره په وروستیو  ټلیفوني خبرو کې ویلي، چې امریکا په عراق کې د ایران له ملاتړه د برخمنو شیعه ډلو له فعالیتونو په تنګ شوې او خبرداری یې ورکړی که د عراق حکومت د دغو ډلو له لوري د امریکا پر سفارت د توغندیزو بریدونو مخه ونه نیسي، نو واشنګټن به په بغداد کې خپل سفارت وتړي. د ایران د سیاسي- نظامي نفوذ په اړه د امریکا دا اندېښنه چې د اسلامي ایډیالوژۍ په بڼه تر سره کیږي، له سوریې او یمن او لبنان رانیولې بیا تر افغانستان پورې موجوده ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د روان میلادي کال د جون په میاشت کې د افغان وګړو د شمېر په اړه په یوه راپور کې د افغان شیعه مذهبه وګړو شمېر خپور کړ، چې وروسته بیا د جمهور رییس د مرستیال سرور دانش په ګډون، ځینو شیعه مذهبه سیاسي څېرو په دغه راپور کې ورکړل شوې شمېرې کمې وښودې او اندیښنه یې څرګنده کړه.

د سولې او جګړې ګرم ډګر

یوازې د روان میلادي کال د سپټمبر په میاشت کې ۳۸۰ دولتي مامورین د طالبانو په بریدونو کې وژل شوي او ۱۲۵ ملکي افغانانو بیا د جګړو د دواړو لوریو تر منځ په نښته کې ژوند بایللی. د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې توافق تر لاسلیک وروسته، افغان دولت هره اونۍ د طالبانو د بریدونو په اړه منظم راپور خپروي او طالبان د جګړې د شدت مسوول بولي؛ خو د طالبانو د مرکچي پلاوي غړی ملا خیرالله خیرخواه بیا د طالبانو بریدونه د دفاعي حالت یوه برخه بولي.

که څه هم د افغان دولت مذاکره کوونکی پلاوی اوربند د مذاکراتو د رسمي پیل لومړنی شرط بولي، خو ظاهراً د امریکا متحده ایالات له لومړي سره اوربند ته د طالبانو په اړ ایستلو کې پاتې راغله او د تمې خلاف دا یې هم پر طالبانو ونه شوی منلی چې د اوږدمهال لپاره دې د شخړو کچه ټیټه وساتي. د تاوتریخوالي د کمولو په برخه کې د ملګرو ملتونو او د امریکا متحدینو، کاناډا او اروپایي ټولنې غوښتنو هم ځای نه دی نیولی، ځکه زلمي خلیلزاد د امریکا د سولې انسټېټیوټ ته په خپله وروستۍ وینا کې وویل، چې فکر نه کوي د افغان دولت او طالبانو تحریک تر منځ دې د سولې توافق تر بشپړیدو په افغانستان کې اوربند ټینګ شي.

تر دې ځایه د سولې خبرو وضعیت دا په ډاګه کوي چې د مذاکراتو د طرزالعمل له بشپړېدو وروسته، د رسمي خبرو د پیل په جریان کې د جګړې دوام د کېدونکو توافقاتو د عملي کېدو بهیر اغېزمنولی شي او د بی باورۍ اوسنۍ فضا به د سولې د وروستي توافق تر لاسلیکه پر خپل ځای وي.

د افغانستان تر راتلونکي سیاسي نظام ورهاخوا، د هیواد د ټول شموله مذهب بڼه هم د امریکا متحده ایالاتو ته ډېره مطرح نه ده او له دې مسئلې څخه د تېرېدو لپاره به پر طالبانو فشار هم را نه وړي؛ ځکه طالبان تر ډېره د حنفي مذهب پلویان دي. دا مذهبي ګرایش کولی شي په دوو ډګرونو کې د واشنګټن لپاره ګټور ثابت شي. یو به په افغانستان کې له مذهبي وسیلې څخه په استفادې د ایران د نفوذ مخه ونیسي او بل به د داعشي تفکر د ترویج او تطبیق پر وړاندې خنډ شي.

Previous Post

پاکستان ته د ملي پخلاینې شورا د مشر سفر او پر سوله یې اغېز

Next Post

وسله والو غلاوو، هدفي بریدونو او چاودنو د خلکو ژوند تریخ کړی دی

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
وسله والو غلاوو، هدفي بریدونو او چاودنو د خلکو ژوند تریخ کړی دی

وسله والو غلاوو، هدفي بریدونو او چاودنو د خلکو ژوند تریخ کړی دی

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د عباس ستانکزي وینا؛ امریکا یې د خبرو ملاتړ او هرکلی کړی دی

د عباس ستانکزي وینا؛ امریکا یې د خبرو ملاتړ او هرکلی کړی دی

اگست 29, 2021
د چين د دولت رئیس شي جين پينګ د امريکا له ولسمشر جوبایډن سره تليفوني خبرې وکړې

د چين د دولت رئیس شي جين پينګ د امريکا له ولسمشر جوبایډن سره تليفوني خبرې وکړې

مارچ 19, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved