چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د دوو لويو پرمختيايي هېوادونو ترمنځ تود روغبړ

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اپریل 12, 2023
in نړیوال خبرونه
0
د دوو لويو پرمختيايي هېوادونو ترمنځ تود روغبړ
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

چين او برازيل په جلا جلا توګه د ځمکنۍ کرې په ختيځې او لوېديځې نيمايي کې پراته لومړي لوی هېوادونه دي او يو له بل څخه ۱۸ زره او ۸ سوه کيلومتره واټن لري. د برازيل ولسمشر لويز اناسيو لولا دسيلوا به د اپرېل په ۱۲مه نېټه له چين څخه رسمي ليدنه وکړي. دغه راز نوموړي دوه لوی هېوادونه به يو ځل بيا يو له بل سره د لاسونو روغبړ وکړي.

دا له چين څخه د ولسمشر لولا درېيمه رسمي ليدنه او هم د سږ کال په جنورۍ کې د برازيل د ولسمشر په توګه د نوموړي تر بيا ټاکل کېدو وروسته لومړی بهرنی سفر دی.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

ولسمشر لولا د چينايانو يو پېژندل شوی ملګری دی. نوموړي له ۲۰۰۳م کال څخه تر ۲۰۱۰م کال پورې د برازيل د ولسمشر په توګه د خپلې لومړي ماموريت په موده کې په دوو ځلو له چين څخه ليدنې وکړې او په ۲۰۰۸م کال کې يې د بېجينګ د المپيک لوبو په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړ.  د ولسمشر لولا د ماموريت په موده کې د چين او برازيل ترمنځ اړيکې ډېرې ټينګې شوې دي. چين په ۲۰۰۹م کال کې د برازيل لومړی سوداګريز ملګری ګرځېدلی او له تېرو ۱۴ کلونو راهيسې يې دغه مقام ساتلی دی. برازيل د لاتينې امريکا لومړی هېواد دی، چې له چين سره د سوداګرۍ اندازه يې تر سلو میليارډو امريکايي ډالرو اوښتې ده.

ښاغلی لولا د سږکال په جنورۍ کې د ۷۷ کلونو په عمر په درېیم ځل د ولسمشر په توګه ټاکل شوی دی. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د لولا د ټاکل کېدو په مناسبت نوموړي ته د مبارکۍ پيغام لېږلی او پر دې يې ټينګار کړی، چې چين او برازيل په نړۍ اغېز لرونکي پرمختيايي هېوادونه او مهم نوي مطرح اقتصادونه دي، يو د بل هراړخيز ستراتيژيک ملګري دي او دواړه خواوې ډېرې ګډې ګټې او د پرمختګ ګډ مسئوليت لري. ولسمشر لولا په فبرورۍ کې په دغه هېواد کې د چين د سفير اعتبار ليک د منلو په وخت کې ويلي، چې برازيل له چين سره لوړ پوړي تګ راتګ ته سترګې په لار دی او د خپلمنځي همکارۍ د پياوړتيا هيله یې لري.

ولسمشر لولا ډېر مخکې پلان درلود، چې په تېر مارچ کې چين ته لاړ شي، خو د روغتيايي وضعيت له امله يې دغه سفر ځنډولی و. نوموړي وروسته ژر دغه سفر بيا ترتيب کړی او د ملګرتيا په نوملړ کې يې د پخوا ټاکل شويو ۲۷ پارلماني غړو پر بنسټ نور ۱۲ پارلماني غړي زيات کړي دي. د دغه سفر له چټکو ترتیباتو او د غړو له زياتوالي څخه ښکاري، چې ولسمشر لولا له چين څخه ليدنې ته په درنه سترګه ګوري.

اقتصادي مسئله د ولسمشر لولا د دغه سفر يو مهم مرکز بلل کېږي. چين د لوړ کيفيت د پرمختګ او د لوړې کچې د ورخلاصون په هڅه کې دی او د برازيل په شمول به نورو هېوادونو ته ګټور فرصتونه برابر کړي. د لولا د دغه سفر له پيل مخکې، د برازيل ګڼ شمېر چارواکي او د تصديو خاوندان بېجينګ ته رسېدلي دي. د هسپانيې ايفي اژانس خبر ورکړی، چې د برازيل د دغه سوداګريز پلاوي د غړو شمېر ۲۴۰ تنو ته رسېدلی، چې دا رقم نوی ريکارډ جوړ کړی دی.

د چين او برازيل د مشرانو تر هڅو لاندې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ پياوړې او ژورې شوې دي او د دواړو خواوو د خلکو ترمنځ متقابل تفاهم او تګ راتګ هم زيات شوی دی. سربېره پر دې فوټبال، سامبا نڅا او کباب، د چينايانو په تېره بيا چيني ځوانانو د برازيل په اړه پېژندنه پراخه کړې ده. د برازيل بوټان، ځانګړی څښاک او قهوې د چين د الکټرونيکې سوداګرۍ پر ويبپاڼو ډېر پلورل شوي. د دې ترڅنګ، د چين په اړه د برازيلي خلکو خاطرې نه يوازې لوی دېوال او ووشو ته پاتې نه دي. د چين دوديز طب په برازيل کې ډېر مينه وال لري او په دغه هېواد کې د چيني طب د ستن وهلو د رسمي ډاکټرانو شمېر له سلو زرو څخه اوښتی دی. ډېرو برازيليانو د چين له توليداتو او پروژو څخه ګټې اخيستې دي.

د يادولو وړ خبره دا ده، چې د علمي ټېکنالوژۍ همکاري د چين او برازيل ترمنځ د همکارۍ مهم ملاتړ دی. د دواړو خواوو ترمنځ د علمي ټېکنالوژۍ همکاري د تېرې پېړۍ له اتمې لسيزې څخه پيل شوې او تر اوسه يې د ځمکنۍ کرې د سرچينو سپوږمکۍ، د نانو ټېکنالوژۍ د څېړنې او نوښت مرکز او د اقليم او انرژۍ مرکز په شمول ډېرې پايلې درلودلې دي.

چين او برازيل د لويو پرمختيايي هېوادونو په توګه له بادارۍ او زورواکي سياست سره مخالفت او د رښتيني څواړخيزم ملاتړ کوي. دواړو هېوادونو د ملګرو ملتونو، د سوداګرۍ نړيوال سازمان، د جي شل ډلې او بريکس په شمول نړيوالو سازمانونو او څواړخيزم ميکانيزمونو کې نژدې همکارۍ کړې او د پرمختيايي هېوادونو غږ يې پورته کړی. باور لرو، چې دواړه هېوادونه به د دواوړ مشرانو تر لارښوونې لاندې د بېلابېلو برخو همکارۍ لا پياوړې کړي او د سيمه ييز او نړيوال ثبات او سمسورتيا لپاره به نوي خدمتونه وکړي.

Previous Post

انتونیو ګوتېرش: نړۍ دې له سومالیا پراخ مالي ملاتړ وکړي

Next Post

ناپېژندو وسله والو د نایجریا په جنوب ختیځ کې ۱۳۴ ملکي وګړي وژلي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post

ناپېژندو وسله والو د نایجریا په جنوب ختیځ کې ۱۳۴ ملکي وګړي وژلي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

پروان کې د ترافیکي پېښې له امله ۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

پروان کې د ترافیکي پېښې له امله ۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

جولای 16, 2024

Canada Law Online Gambling

سپتمبر 8, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ