د چین د پوسټ د ملي ادارې د معلوماتو له مخې، د سږکال په لومړيو ۷ مياشتو کې په چين کې د پوسټ له لارې ۱۲۲ ميليارډه او ۳۰۰ میليونه بستې لېږدول شوې، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۶ اعشاريه ۲ سلنه زياتوالی ښيي. په دې جمله کې د چټک پوسټ له لارې ۱۱۲ ميليارډه او ۵۰ ميليونه بستې لېږدول شوې او په دغه شمېر کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۸ اعشاريه ۷ سلنه زياتوالی راغلی دی.











