چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د روان کال په لومړۍ نيمايي‌ کې د چين اقتصاد د پام وړ زياتوالی تر لاسه کړی

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جولای 15, 2024
in نړیوال خبرونه
0
د روان کال په لومړۍ نيمايي‌ کې د چين اقتصاد د پام وړ زياتوالی تر لاسه کړی
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چين د بهرنۍ سوداګرۍ په اړه د روان کال د لومړۍ نيمايي راپور د جولای په ۱۲مه نېټه خپور شوی، چې له مخې يې د دې هېواد د موادو د صادراتو او وارداتو عمومي اندازه ۲۱ ټريليونونو او ۱۷۰ میليارډو یوانو ته رسېدلې، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۶،۱ سلنه زیاتوالی ښيي او مخ په ښه کېدو دی. د بريتانيا د فینانسیال تايمز( Financial Times )ورځپاڼې په شمول ډېری رسنیو په اند، اوسمهال  دا آسانه نه ده چې چین د امریکا او اروپا له خوا دغه هېواد ته له جوړ شویو خنډونو سره سره  بیاهم د بهرنۍ سوداګرۍ په برخه کې دومره لاسته راوړنه تر لاسه کړې.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د معلوماتو له مخې، د چين د بهرنۍ سوداګرۍ کیفیت او کمیت په برخو کې ډېر پرمختګ کړی دی.

 د کمیت په برخه کې باید وویل شي چې د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د چين د صادراتو او وارداتو اندازه د تېرې همدې مودې په پرتله د لومړي ځل لپاره له ۲۱ ټريليونونو یوانو څخه زیاته ده. د کيفيت په برخه، د چين د نوې انرژۍ مصرفوونکي موټرونه، ليتيم بېټرۍ او لمريزې انرژۍ تولیدات په نړیوال بازار کې له تود هرکلي سره مخ شوي، چې د چين د بهرنۍ سوداګرۍ د باکيفيته پرمختګ لپاره ټینګ محرکه ځواک برابر کړی.

 د چين د موټرونو د صنعتي ټولنې د شمېرنې له مخې، د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د چين د نوې انرژۍ مصرفوونکو موټرونو د پلور اندازه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳۲ سلنه زیاتوالی او صادراتي اندازه يې ۱۳،۲ سلنه زياتوالی ښيي. د چين د جيلي اوټو موټر شرکت (Geely Auto) د خبر له مخې، دغه شرکت د روان کال په لومړۍ نيمايي‌ کې په بهر کې له ۱۹۰ زرو عرادو څخه زیات موټرونه پلورلي، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۶۷ سلنه زيات دي.

د چين د بهرنۍ سوداګرۍ د اندازې په لوړېدو او د کيفیت په ښه کېدو سره نړۍ ته نور زیات فرصتونه برابر شوي. دغه هېواد نه يوازې نړۍ ته د ښه کيفيت او ټيټې بيې توليدات برابروي، بلکې د بېلابېلو هېوادونو د تولیداتو لپاره لوی بازار برابروي. د شمېرنې له مخې، د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د چين د وارداتي مالونو اندازه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۵،۲ سلنه زياتوالی ښيي. د چيني حکومت لخوا د ورخلاصون د يو لړ پاليسو په خپرېدو سره به دا لا آسانه وي چې د بېلابېلو هېوادونو ځانګړي توليدات د چين بازار ته داخل شي او بهرني شرکتونه په چين کې پرمختګ وکړي.

په دې وروستۍ مودې کې د نړيوال بانک او د پیسو نړیوال صندوق په شمول يو شمېر نړيوالو پولي سازمانونو په ۲۰۲۴م کال کې د چين د اقتصادي زياتوالي وړاندوينه ډېره کړې. د پیسو نړیوال صندوق د څېړنې له مخې، کله چې د چين اقتصاد يو سلنه زياتوالی ښيي، نو د نورو اقتصادونو تولیدي اندازې به په منځنۍ توګه ۰،۳ سلنه زياتېږي. له دې څخه دا په ډاګه شوې، چې د چین اقتصاد لا هم د نړيوال اقتصادي زياتوالي لپاره تر ټولو لوی خوځنده ځواک دی او د چين بازار هم د بهرنيو پانګوالو نه شلېدونکی بازار دی.

د ملګرو ملتونو د سوداګرۍ او پرمختګ کنفرانس له خوا د نړیوالې سوداګرۍ  وروستي راپور کې دې ته اشاره شوې، چې نړیوالې سوداګرۍ د روان کال په لومړۍ ربعه کې له بيا سمسورتيا سره مخ شوې، خو د يادونې وړ ده، چې اوسمهال نړيوالې سوداګرۍ لا هم له جغرافیايي سياست او پروتېکشنيزم سره مخامخ دي. په داسې پېچلي او بدلېدونکي نړیوال وضعیت کې چين باور لري، چې نور اقتصادي پرمختګ وکړي او له نړۍ سره د باکيفيته پرمختګ فرصتونه او ګټې شريکې کړي.

Previous Post

د جو بايډن شيځانګ کارډ له ناکامۍ سره مخ کېدونکی دی‎

Next Post

د اسان‌ خدمت څانګه کې د کونسلي خدمتونو وړاندې کول پیل شول

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
د اسان‌ خدمت څانګه کې د کونسلي خدمتونو وړاندې کول پیل شول

د اسان‌ خدمت څانګه کې د کونسلي خدمتونو وړاندې کول پیل شول

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

طلوع سعادت د لوړو زده کړو خصوصي موسسه

طلوع سعادت د لوړو زده کړو خصوصي موسسه

دسمبر 13, 2020
شي جين پينګ به د امريکا په سانفرانسيسکو کې د امريکا د ملګرو ټولنو د هرکلي په مېلسمتيا کې ګډون وکړي

شي جين پينګ به د امريکا په سانفرانسيسکو کې د امريکا د ملګرو ټولنو د هرکلي په مېلسمتيا کې ګډون وکړي

نوومبر 16, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ