چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د روان کال په پيل کې د چين اقتصاد ثابت پرمختګ موندلی

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مارچ 17, 2026
in نړیوال خبرونه
0
د روان کال په پيل کې د چين اقتصاد ثابت پرمختګ موندلی
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د ۲۰۲۶م کال په لومړيو دوو مياشتو کې، د چين د صنعت، مصرف، پانګونې او بهرنۍ سوداګرۍ په شمول مهم اقتصادي شاخصونه لوړ شوي او اقتصاد يې ثابت پرمختګ موندلی دی.

يادو شاخصونو د چين د اقتصادي پرمختګ لپاره ښه بنسټ برابر کړی دی.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

بهرنيو خبري رسنيو په څېړنيزو راپورونو کې ويلي، چې د چين د اقتصاد ټينګ بنسټ او له اټکل نه وتلي پرمختګ نړيوال اقتصاد ته خوځنده ځواک ورکړی دی.

روان کال د چين د پنځلسم پنځه کلن پلان لومړی کال دی. خو د چين اقتصاد به د نړۍ د جيوپوليټکي سياست د خطرونو د زياتوالي او ناثابتوالو عواملو په حال کې څنګه ښه پيل او پرمختګ ومومي؟

د چين صنعتي فابريکو د روان کال په لومړيو دوو مياشتو کې پوره هڅې کړي او په همدې مودې کې يې د لويې پيمانې صنعت د زياتوالي اندازه ۶ اعشاريه ۳سلنې ته رسېدلې وه.

په چين کې د پسرلني اختر په رخصتۍ کې ډېر لګښتونه شوي، په دغه هېواد کې په تېرو دوو مياشتو کې د مصرفي توکو د پلور عمومي اندازه ۲ اعشاريه ۸ سلنه زياته شوې او د خدمتي چارو د مصرف اندازه يې ۵ اعشاريه ۶ سلنه زياته شوې ده. په ورته وخت کې د بنسټيزو تاسيساتو په جوړولو کې يې د پانګونې اندازه ۱۱ اعشاريه ۴ سلنه زياته شوې او د سړکونو او پلونو جوړولو یې نه يوازې اقتصادي پرمختګ هڅولی، بلکې د خلکو ژوند ته یې هم زياتې اسانتياوې برابرې کړې دي. دا ټولې چارې د چيني اقتصاد د ثابت پرمختګ او د بازار د پراخوالي ښکارندويي کوي.

شنونکي د چين د اقتصاد ثابت پرمختګ د نړيوال اقتصاد لپاره ډېر مهم بولي.

د چين د ژنمين پوهنتون د اقتصادي پوهنځي پروفيسور وانګ شياو سونګ پر دې اند دی، د نړيوال اقتصاد پرمختګ د کمزورتيا او د جيوپوليټکي سياست د خطرونو لوړوالي پر وړاندې د چين د اقتصاد ثابت پرمختګ د بنسټونو په ټينګښت، انعطاف او پراخې انرژۍ پسې تړاو لري. د چين حکومت د اقتصاد د باکيفيته پرمختګ لپاره دقيقې تګلارې غوره کړي او څرګندې اغېزې يې ښندلې دي. د چين د اقتصاد ثابتوالی د باکيفيته پرمختګ پر بنسټ ترلاسه شوی دی.

د چين په پنځلسم پنځه کلن پلان کې پر باکيفيته پرمختګ، ساينس او ټېکنالوژۍ او خپلواک پرمختګ ټينګار شوی دی. د چين ثابتو تګلارو نړيوالو پانګوالو ته لوری روښانه کړی او په دغه هېواد کې يې پانګونې ته لېواله کړي دي.

د جرمني کارچير ګروپ د روان کال په پيل کې د جيانګ سو ولايت په چانګ شو ښار کې خپله درېيمه فابريکه پرانيستلې او د ۳۰ ميليونو يوانو په ارزښت پانګونه يې پکې کړې ده.

د جرمني د بي اېس اېچ (BSH) د کورنيو بريښنايي ماشينونو توليدي ګروپ يوه چارواکي رسنيو ته ويلي، چې په چين کې د نويو مصرفي توکو د اخيستلو په بدل کې د زاړو مصرفي توکو ورکول او هم د مرستندويه پيسو د تګلارې په رڼا کې د دغه ګروپ د سيمنس (Siemens) او بوسچ (BOSCH) کورني بريښنايي ماشينونه په زياته اندازه پلورل شوي دي.

د دغه چارواکي په وينا، شرکت یې د چين د کورنيو اړتياوو بازاري فرصتونو او د باکيفيته پرمختګ راتلونکي ته لېواله دی.

د چين اقتصاد ته په کتو، د لوړې ټېکنالوژۍ نوښت د پرمختګ مهم لامل بلل کېږي.

 د روان کال په لومړيو دوو مياشتو کې د چين د لوړې ټېکنالوژۍ د صنعتي چارو د زياتوالي اندازه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۳ اعشاريه ۱سلنه زياته شوې، چې دا د عادي صنعت په پرتله يو چند زياتوالی ښيي.

په چين کې د درې ډي (3D) پرېنټر د ماشينونو او صنعتي روبوټونو توليدي اندازې په جلا جلا توګه ۵۴ اعشاريه ۱سلنه او ۳۱ اعشاريه ۱سلنه زياتې شوې دي.

د فرانسې د داساولټ (Dassault) شرکت يوه چارواکي رسنيو ته ويلي، چې شرکت يې د چين د نويو صنعتي چارو د پرمختګ له فرصته ګټه پورته کړې او توليدي چارو يې ډېر پرمختګ موندلی دی.

 د نوښت په مرکزيت پرمختيايي بڼه نه يوازې د چين د اقتصادي جوړښت د شکل لوړتيا هڅوي، بلکې د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو د صنعتي چارو د لوړتيا لپاره مرستندويه انرژۍ او همکاريزه فضا هم برابروي.

د چين انعطاف منونکي بهرني تجارت نړۍ ته د ورخلاصون چانسونه برابر کړي دي.

په چين کې د سوداګرۍ غوښتنې پر له پسې لوړېږي او د روان کال په لومړيو دوو مياشتو کې يې د توکو د وارداتو او صادراتو اندازه ۱۸ اعشاريه ۳سلنه زياته شوې، چې په دې جمله کې د وارداتو اندازه يې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۷ اعشاريه ۱سلنه زياته شوې ده.

دا د دې ښکارندويي کوي، چې د چين کورنۍ اړتياوې د لوړېدو په حال کې دي او د چين بازار نړيوالو تصديو ته سوداګريز فرصتونه برابر کړي دي.

د چين د پنځلسم پنځه کلن پلان له مخې، په دغه هېواد کې د وارداتو او صادراتو همغږي د عملي کېدو په حال کې ده.

Previous Post

یوی شیاو یونګ افغانستان او پاکستان ته د منځګړیتوب په موخه سفر وکړ

Next Post

چين: د اوسېدونکو مصارف به بيا ثابت زياتوالی ومومي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
چين: د اوسېدونکو مصارف به بيا ثابت زياتوالی ومومي

چين: د اوسېدونکو مصارف به بيا ثابت زياتوالی ومومي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

المان کې؛ یوه کس په قصدي توګه شل کسه په موټر وهلي دي

المان کې؛ یوه کس په قصدي توګه شل کسه په موټر وهلي دي

دسمبر 2, 2020
شي جين پينګ د هوانګ پو پوځي اکاډمۍ ته د ۱۰۰مې کليزې په پار د مبارکۍ پيغام ولېږه

شي جين پينګ د هوانګ پو پوځي اکاډمۍ ته د ۱۰۰مې کليزې په پار د مبارکۍ پيغام ولېږه

جون 18, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ