چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

د روان کال په پیل کې د چین اقتصاد ښه لور ته روان دی او د نړيوال اقتصاد د بنسټ ډبره بلل کيږي

لیکنه:په افغانستان کې د چین لوی سفیر وانګ یو

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مې 24, 2021
in ليکنې او تحلیلونه
0
د روان کال په پیل کې د چین اقتصاد ښه لور ته روان دی او د نړيوال اقتصاد د بنسټ ډبره بلل کيږي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چین د احصایيې ملي اداره وايي، چې د دې هيواد اقتصاد د ۲۰۲۱ کال په لومړۍ ربعه کې په لوړه کچه وده کړې او د کورنيو تولیداتو عمومي ارزښت يې څلورویشت زره نهه سوه یو دیرش ميلیارده يوانو او ناخالص تولید يې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۸.۳ سلنه او د تېر کال د څلورمې ربعې په پرتله ۰.۶ سلنه زیاتوالی ښيي. چین د نړۍ دویم لوی اقتصاد دی او هڅه کوي، چې د خلکو ژوند او روغتیا وساتي او اقتصادي او ټولنیز پرمختګ يې سره یوځای کړي او یو لړ قانوني، ساینسي او منظم اقدامات یې نیولي دي، نو ځکه يې کورني اقتصاد ثابت، پیاوړی او دوامداره پرمختګ ساتلی دی. د چين اقتصادي وضعیت د روان کال په لومړۍ ربعه کې ښه روان و او د دغه هيواد اقتصاد د نړیوال اقتصاد د بیا سمسورتیا بنسټیزه ډبره بلل کیږي.

د ۲۰۲۱ په لومړۍ ربعه کې د چین د اقتصادي پرمختګ ځلاند ټکي:

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

۱ـ  د چين بازار باور او توقعات د پام وړ ښه شوي. د ۲۰۲۱ کال په مارچ کې د چين د تولید مدیر پېرود شاخص ۵۱.۹ سلنه و، چې د تېرې فبرورۍ په پرتله ۱.۳ سلنه لوړ و او د غیر تولید سوداګریز فعالیت شاخص يې ۵۶.۳ سلنه ښودل شوی، چې دا هم د فبرورۍ په پرتله ۴.۹ سلنه لوړوالی ښيي.

 ۲ـ د چين د بازار ځواک په مؤثره توګه هڅول کيږي. د ۲۰۲۱ کال په لومړۍ ربعه کې د چين په بازار کې د مالیې معاملاتو ۲.۷۹۲ ميلیونه نوي شرکتونه جوړ شوي، چې ۸۶ سلنه ډېروالی ښيي.

۳ـ د چين د پانګونې او لګښت ثابتوالی بیا عادي شوی. د روان کال په لومړۍ ربعه کې د چين ثابته پانګونه ۲۵.۶ سلنه زیاته شوې او د مصرفي توکو پرچون يې ۳۳.۹ سلنه لوړ شوی دی.

۴- د چين په بهرني تجارت او پانګونې کې د پام وړ زیاتوالی راغلی. د روان کال په لومړۍ ربعه کې د ژن مین بي په شمېرنې د مالونو د صادراتو او وارداتو ارزښت په بېلابېله توګه ۳۸.۷ سلنه او ۱۹.۳ سلنه زیات شوی او د بهرنيو پانګو کارول يې ۳۹.۹ سلنه لوړ شوي دي.

۵- د چين صنعتي تولید ګړندۍ وده کړې. د ۲۰۲۰ کال په لومړۍ ربعه کې د لویو صنعتي تصدیو اضافي ارزښت ۲۴.۵ سلنه لوړ شوی، د صنعتي برېښنا مصرف يې ۲۳.۹ سلنه او د ریل پټلۍ د مالونو لیږد رالیږد حجم يې ۱۳.۹ سلنه لوړ شوی دی. له دغو شمېرو ښکاري چې له ۲۰۱۳ کال راهیسې د چين د صنعتي ظرفیت کارولو کچه تر ټولو لوړه ده.

۶- د چين د نوې متحرکې انرژۍ د پرمختګ سرعت ښه روان دی. د روان کال په لومړۍ ربعه کې د چين د لوړ ټیک تولید اضافي ارزښت ۳۱.۲ سلنه زیات شوی دی.

  ۷- د چين د خلکو ژوند ثابت پرمختګ کړی دی. د روان کال په لومړۍ ربعه کې د ملکي وګړو منځني عایدات ۱۳.۷ سلنه زیات شوي، په دغه هیواد کې د ښې او پاکې هوا د ورځو تناسب ۸۰.۹ سلنه ښودل شوی او د چين په منځنیو او لویو ښارونو کې په هوا کې د کوچنيو ذراتو اوسط غلظت ۲.۲ سلنه ټیټ شوی دی.

د چین اقتصاد اوس عموماً د بیا تازه کیدو په حال کې دی، نو د دغه هيواد حکومت غواړي، چې په ځينو برخو کې هر اړخيز کارونه وکړي، چې ځيني يې دلته راخلم:

 ۱ـ د چين حکومت په پام کې لري، چې د شرکتونو لپاره تلپاتې اسانتیاوې برابرې کړي. د چين حکومت به د لازیاتو عادلانه او خیریه تګلارو له لارې په بازار کې له شرکتونو څخه ملاتړ پیاوړی کړي، د خلکو لخوا د لارو چارو د ایجاد او نوښت لپاره به هڅې وکړي، د کوچنيو شرکتونو لپاره به د مالیې او فیس کمولو تګلارو ته وده ورکړي او د مالیاتو کمولو نوي جوړښتي تدبیرونه به پلي کړي.

 ۲ـ چين به د عادلانه سیالیو لپاره د سوداګرۍ چاپیریال ښه کړي. چين به د ښې حکومتوالۍ لپاره اصلاحات پرمخ بوځي، د شرکتونو او تصدیو د منظورۍ په پروسه کې به اړوندې مرحلې، توکي او لګښت کم کړي، د کارونو د بهیر او وخت څارنه به پیاوړې کړي، په ځینو سیمو کې به د سوداګرۍ ارزونه تر سره او په لوړ معیار سره به د بازاري سیستم عملي پلان وړاندې کړي او د پلیټ فارم اقتصاد په برخه کې به د انحصار ضد لارښوونې خپرې کړي او د فاکټور په بازاري تخصیص کې به اړوندو اصلاحاتو ته پرمختګ ورکړي.

 ۳ـ چين به په لوړې سویې سره ورخلاصون وهڅوي. د چين حکومت وايي، چې د بهرني تجارت او پانګونې په برخه کې به ځینې ملاتړ کوونکې تګلارې پلې کړي، د بهرني تجارت او پانګونې عمومي حالت به ښه او ټینګ وساتي، د ازاد تجارت د ازمویښتي سیمو ابادي به پرمخ بوځي، د های نان د ازادې سوداګرۍ د بندر ابادي به چټکه کړي، چې اوسمهال يې لومړنۍ نتیجې تر لاسه شوې او د (RCEP) تړون د پلي کولو لپاره چمتووالی نیسي. چين د يو کمربند او يوې لارې په ګډې ابادۍ او اقتصادي او تجارتي نړیوالو همکاریو کې د پام وړ لاسته راوړنې لري. سربېره پردې چين د نوي ښاري کېدو پر لوري روان دی. دغه هيواد د سیمو لویې ستراتیژۍ پلې کوي، د ساینسي او ټکنالوژیکي اختراعاتو ظرفیت پیاوړی کوي، د تولید د لوړ کیفیت پراختیا هڅوي، د کلیو د سمسورتیا او د کلیو او کرنې د عصري کېدو پر لوري نوي ګامونه پورته کوي او اوج ته د کاربن رسېدو او کاربن نیوټرالیزشن فعالې چارې تر سره کوي.

د نړۍ په مختلفو هيوادونو کې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ حالات بېل او پېچلي دي او په پرمختیایي هېوادونو کې د واکسین کولو سرعت عموماً ورو روان دی، چې له امله یې د اقتصاد بیارغونه هم پڅه روانه ده. هیله بښونکی او ښه خبر دا دی، چې د روغتيا نړيوال سازمان (WHO) د مې په ۷مه نېټه، د چین د درمل جوړونې ګروپ د بیولوژیکي محصولاتو انسټېتيوټ یو ډول واکسین د اضطراري کارونې لپاره تايید کړ. دغه سازمان مخکې هم د لوېديځو هيوادونو د کوويډـ۱۹ ضد ځينو واکسينونو ته د بېړنۍ کارونې اجازه ورکړې، خو دا لومړی ځل دی چې داسې واکسين ته د بېړنۍ کارونې اجازه ورکوي، چې په لوېديځو هيوادونو کې نه دی جوړ شوی. دغه واکسین به د مختلفو پرمختیایي هېوادونو لپاره د انتخاب نورې ډاډمنې ښې لارې پرانيزي، په نړۍ کې د واکسینونو د کښمت ستونزه به تر یوې اندازې پورې حل کړي او واکسین ته لاسرسی به اسان او اړوندې چارې به ګړندۍ کړي.

چین د افغانستان دوست ګاونډی او ستراتیژیک ملګری دی او د افغانستان سوله ییزې بیارغونې او اقتصادي او د خلکو د معیشت پرمختیا ته ژوره پاملرنه کوي او ګډون پکې لري.  چین ژمنه کړې، چې افغانستان ته به د کوويډـ۱۹ ضد څلور لکه ډوزه واکسین ورکړي او غواړي، چې د پرمختیايي او پرمختللو هیوادونو تر منځ  «د معافیت خندق» له مینځه يوسي. د کوويډـ۱۹ په ښه کنټرول کېدو سره به د چین لوی کورنی بازار او د مصرف لویه وړتیا د نړیوال اقتصاد لپاره د پرمختګ متحرکه قوه برابره کړي. چین به د نړۍ له بېلابېلو هیوادونو، په ځانګړې توګه د افغانستان په ګډون د «د يو کمربند او يوې لارې» په اوږدو کې له پرتو هېوادونو سره همکارۍ پیاوړې کړي او له يادې ناروغۍ څخه د خلاصون او د سوله ییزې پراختیا په تر لاسه کولو کې به خپل رول لوبوي.

Previous Post

مکینزي: د ایران؛ د بریدونو پر وړاندې د سعودي خوندیتوب ته ژمن یو

Next Post

د ژمنو او کړنو تر منځ اوږد واټن‎

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
د ژمنو او کړنو تر منځ اوږد واټن‎

د ژمنو او کړنو تر منځ اوږد واټن‎

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

ډونالډ ټرمپ د نیو همپشایر ایالت لومړنۍ ټاکنې ګټلې دي

ډونالډ ټرمپ د نیو همپشایر ایالت لومړنۍ ټاکنې ګټلې دي

جنوري 24, 2024
پنځه ټانکر بې‌کیفیته تېل له نیمروز ولایت بېرته ایران ته ګرځول شوي

پنځه ټانکر بې‌کیفیته تېل له نیمروز ولایت بېرته ایران ته ګرځول شوي

جون 18, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved