چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

د ستراتيژیکو مطالعاتو انستیتیوت د ۳۳ میلیونه ولس عقیدې ته توهین وکړ

لیکوال: نصرت الله حقپال

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جولای 26, 2020
in ليکنې او تحلیلونه
0
د ستراتيژیکو مطالعاتو انستیتیوت د ۳۳ میلیونه ولس عقیدې ته توهین وکړ
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

 آیا ستره محکمه د خلکو له عقیدې دفاع کولی شي؟

د کابل په کارته پروان سیمه کې میشت د “افغانستان د ستراتيژیکو مطالعاتو انستېتیوت” په ۱۲/۴/۱۳۹۹ نېټه یو راپور چې دوی ورته “تحقیق” وایي، د افغانستان د ښوونې او روزنې وزارت په روزنیز نصاب کې د “اسلامي رادیکالېزم”د شتون په اړه خپور کړ چې په هغه کې ادعا شوې چې په تعلیمي نصاب کې د اسلامي افکارو، احکامو او ارزښتونو شتون، زده کوونکي رادیکال کوي او د رادیکالېزم سبب ګرځي.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

دغه راپور چې په pdf بڼه باندې ۱۳۲ پاڼې کیږي، له سره په دې راټول دی چې د افغانستان د ښوونې او روزنې وزارت د ښوونځیو په روزنیز نصاب کې د اسلامي افکارو او احکامو موجودیت، د دې باعث کیږي چې ماشومان/زده کوونکي رادیکال افکار خپل کړي او د اسلامي مفاهیمو شتون، په خپل ذات کې د اسلامي رادیکالېزم سبب ګرځي. دوی په ډانګ پيېله غوښتي چې د معارف نصاب دې د اسلامي مفاهیمو (افکارو/احکامو) له شتون څخه پاک شي او د معارف نصاب باید سیکولر ( غیر اسلامي)  شي. ۳یم مخ.

راپور په خپله ۳۸مه پاڼه کې وایي چې: “ټول د ژبې او ادبیاتو کتابونه پښتو او دری د الله او د پیغمبر په حمد او ثنا پيلېږي. راپور زیاتوي چې دیني مسایل باید دیني کتابونو ته ځانګړي شي، نه ټولو کتابونو او  ټول روزنیز نصاب ته. خو په افغانستان کې ټول تعلیمي نصاب کې  دیني مسایل ځای پر ځای شوي دي”.

په ۳۹مه پاڼه کې وايي: “انځورونه، اشکال او نښې، تر ډېره دیني بڼه لري. د انسان فردي او جمعي حافظه داسې ده چې اشکال او انځورونه ژر عکاسي کوي او ذهن ته یې سپاري. راپور زیاتوي چې دغه اشکال او انځورونه کرار کرار د ټولنې فردي او جمعي حافظې ته انتقالیږي او زده کوونکي بیا له نورو سره په خدای باورۍ، اعتقاد او جزمیت سره تعامل کوي، ، د دې په ځای  چې د استدلال، تفکر او تعقل په ژبه خبرې وکړي”. مانا دا چې له ماشوم څخه مسلمان/مومن جوړیږي، نه یو سیکولر او نامسلمان.

د راپور لیکوال په ډېر صراحت او سپین سترګۍ سره د اسلام صریحو او قطعي احکامو ته اهانت کوي او وایي چې د دغو مسایلو شتون، د دیني رادیکالېزم سبب ګرځي. د بېلګې په توګه، د ۴۶م  مخ په درېیم پراګراف کې لیکي: “په پورته نقل قولونو کې  موږ د افغانستان د معارف نصاب کې د دیني رادیکالېزم له بشپړې کڅوڼې سره مقابل یو چې له امر باالمعروف او نهی عن المنکر څخه شروع او په جنګ او جهاد ختمېږي”.

په ټوله کې دغه راپور په دې راټول دی چې اسلام او د اسلامي افکارو او احکامو شتون د معارف نصاب کې دیني-اسلامي رادیکالېزم او د رادیکالېزم سبب کیږي. دوی په سپینه وړاندیز کوي چې د معارف له نصاب څخه دې اسلام او د هغه مفاهیم لرې شي او نصاب دې په ټوله مانا غیر اسلامي او سیکولر شي.

جالبه خو دا ده چې انستېتیوت خپل دغه مزخرف، له کینې او تعصبه ډک او پروژه اي راپور ته د تحقیق نوم ورکړی دی. د اجیرو او سیکولرانو لپاره هر هغه شی/څیز تحقیق او مطلق حق/واقعیت ښکاري، هغه چې په امریکا او اروپا کې رواج وي.

انستېتیوت له دې غافله دی چې اوس خو هیڅ قطعي شی په دنیا کې نشته. هره طبیعي او اجتماعي پدیده تغییر منونکې او بدلیدونکې ده. حتی ساینس او ساینسپوهان په ډېرو مواردو کې د نظر اختلاف لري. یوه ډله یوې نتیجې ته رسیدلې وي، بله ډله یې بلې نتیجې ته. تر ټولو ښه او وروستۍ نمونه یې د کرونا ناروغۍ د درملنې او درملو په اړه ده.

دا له کینې، کرکې، عداوت او تعصبه ډک او پروژه اي راپور له خپریدو سره سم، په ټول هیواد کې غوغا جوړه شوه او د ټولنې مختلفو اقشارو لکه: علماوو، سیاستوالو، لیکوالانو، د پارلمان غړو توند غبرګون وښود او د دې راپور د جوړوونکو او خپروونکو د محکومولو تر څنګ، د دوی د عدلي او قضایي تعقیب غوښتونکي شول او حتی د ولسي جرګې لخوا څخه استجواب ته را وغوښتل شول او رسماً څارنوالۍ ته معرفي شول.

د انستېتیوت (د افغانستان د ستراتيژیکو مطالعاتو انستېتیوت) مشران د ولس او پارلمان له توند غبرګون سره له مخ کېدو وروسته، یاد راپور له شاوخوا ۱۸ ورځو (د چنګاښ له ۱۲مې-۳۰مې، ۱۳۹۹کال) وروسته چې په خپل رسمي ویب سایټ (https://aiss.af/persian/)  کې خپور کړی و، له خپل ویب سایټ څخه لرې کړ.

 د نوموړي انستېتیوت مشرتابه، د یوه رسمي مکتوب له لارې چې د ولسي جرګې او د هغې د رییس عنواني صادر شوی، په ډېره سپين سترګۍ د یاد راپور له خپرولو، لیکلو او محتوا څخه انکار کړی او هغه یې د یوه خصوصي پوهنتون د ماسټرۍ تیزس ګڼلی دی. دا په داسې حال کې ده چې یاد راپور د همدغه انستېتیوت له رسمي ویب سایټ څخه په سلګونو کسانو ډانلوډ کړ، ویې لوست او غبرګون يې ور باندې وښود.

دا یو مشهود جرم دی. مشهود جرم هغه وینا/عمل دی چې په عام محضر کې شوی وي او ډېرو خلکو لیدلی/اورېدلی وي. د دوی راپور خو ډېرو خلکو نه، بلکې ټولې نړۍ ولید او ویې لوست.

انستېتیوت او مشرتابه یې د افغانستان د ۳۳ میلیونه نفوس عقیدې او مقدساتو ته توهین او سپکاوی کړی دی. ځکه چې اسلام د افغان ولس تاریخي او عملي هویت/عقیده دی. د افغانستان د جزا کوډ د ۳۲۵مې مادې له مخې (هغه شخص چې د اسلام د سپیڅلي دین معتقدات یا حکمونه توهین یا تحریف کړي، په متوسط حبس محکوميږي)، دغه اداره باید بنده او لوړ پوړي مسوولین یې په سخته جزا محکوم شي.

موږ په دې پوهیږو چې انستېتیوت یو اجیر او کرا شوی بنسټ دی چې د افغان حکومت او په کابل کې میشت د اروپایي او امریکایي سفارت خونو او نورو ادارو  لخوا یې سیاسي، فکري او مالي ملاتړ کیږي. که چیرته افغان حکومت د دې اجیر او اسلام ضد مرکز ملاتړ نه کولی، نو دوی به هیڅ کله هم د افغان ولس عقایدو او مقدساتو ته سپکاوی نه و کړی.

خو  له دې سره سره، دا د افغان پارلمان او سترې محکمې شرعي او اخروي مکلفیت دی چې دغه بنسټ او مشرتابه یې محاکمه او تر ټولو سخته سزا باندې محکوم کړي. ځکه دوی دومره ستر جنایت کړی چې شاید د افغانستان په تاریخ کې چا نه وي کړی. دغه انستېتیوت ۳۳ میلیونه افغان ولس او د دوی عقایدو او مقدساتو ته توهین کړی، نو تر دې ستر جنایت چېرته دی؟

خو د افغانستان مسلمان ولس باید په یاد ولري چې دا به په خپل ذات کې د سیکولرانو او د غرب د فکري بندګانو لومړی او وروسته اهانت، تعرض او تحریف نه وي چې د اسلام په وړاندې یي کوي. د دغو خلکو له نظره، اسلام ټول رادیکالېزم او هر مسلمان رادیکال دی. دوی په اصل کې د اسلام نابودۍ ته ملا تړلې، خو دا چې اوس هم په افغان ټولنه کې اسلام او مسلمانان اکثریت او قدرت من دي، نو خپله اصلي څېره پټه ساتي.

که زموږ مسلمان ولس او هر وګړی یې د سیکولریزم او د اسلام د فکري او فرهنګي نابودۍ د روان توپان په ضد و نه دریږي، لرې به نه وي چې بله ورځ مو په ستوني پښه کیږدي او موږ د چغې د پورته کولو صلاحیت/قدرت ونه لرو.

Previous Post

هند له فرانسې څخه اوږده واټن ویشتونکي توغندي پېري

Next Post

شتمن کسان نړۍ ته شتمن نه دي راغلي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
شتمن کسان نړۍ ته شتمن نه دي راغلي

شتمن کسان نړۍ ته شتمن نه دي راغلي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د عمران خان پلویانو په ټول پاکستان کې لاریونونه پيل کړل

د عمران خان پلویانو په ټول پاکستان کې لاریونونه پيل کړل

مې 9, 2023
زلمی خلیلزاد: فرصت ته په کتو دې ژر تر ژره بین الافغاني خبرې پيل شي

زلمی خلیلزاد: فرصت ته په کتو دې ژر تر ژره بین الافغاني خبرې پيل شي

اگست 10, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved