سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

د سولې خبرو پر وړاندې خنډونه؛  افغان حکومت او طالبان یو بل ملامتوي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اکتوبر 12, 2020
in ليکنې او تحلیلونه
0
افغان مذاکراتي پلاوی: په دوحه کې د سولې بحثونه په سم لوري روان دي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د قطر په دوحه کې د دواړو لوریو تر منځ د خبرو له پیله یوه میاشت تېره شوې، خو تر اوسه مرکچي پلاوي نه دي توانېدلي چې د مذاکراتو لپاره پر یوه طرزالعمل هوکړې ته سره ورسېږي.

د افغان ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش وايي، طالبانو په قطر کې د سولې روانې خبرې په ټپه ولاړ حالت ته رسولې دي. نوموړي وړمه ورځ د افغانستان لویه څارنوالۍ کې د خبرو پر مهال وویل، طالبانو د مذاکراتو په طرزالعمل کې د ځینو بې ځایه موضوعات پر سر ټینګار سره د سولې خبرو بهیر په ټپه درولی دی.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

بل لور ته وسله وال طالبان بیا پر افغان حکومتي مشرانو تور پورې کوي، چې په لوی لاس د خبرو پر وړاندې خنډونه راپورته کوي.

د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد له بي بي سي سره خبرو کې تور پورې کړ، چې د افغان حکومت مشران وخت ناوخت د سولې پروسې پر وړاندې خنډونه رامنځ ته کوي. ښاغلی مجاهد وایي: «دوی کوښښ کوي چې له دې خبرو سره بې باوري رامنځ ته کړي، ستونزې ایجاد کړي او دا ټول په دې مانا دي، چې دوی د سولې مخالف دي او نه غواړي چې دا بهیر پایله ولري یا مخکې لاړ شي.»

د قطر په دوحه کې د دواړو لوریو تر منځ د خبرو له پیله یوه میاشت تېره شوې، خو تر اوسه مرکچي پلاوي نه دي توانېدلي چې د مذاکراتو لپاره پر یوه طرزالعمل هوکړې ته سره ورسېږي.

د افغان دولت مرکچي پلاوی وایي، طالبان ټینګار کوي چې یوازې حنفي فقه او د طالبانو او امریکا تر منځ هوکړه باید د اختلافونو د حل بنسټونه وي، خو دولتي‌ پلاوی غواړي چې جعفري فقه او د دولت او امریکا ګډه اعلامیه هم باید په پام کې ونیول شي.

څو ورځې وړاندې د افغان دولت مرکچي ‌پلاوي وویل، دوی د دې ستونزې د حل لپاره بدیلې تګلارې هم وړاندیز کړې دي، خو طالبان لا هم پر خپله غوښتنه ټینګار کوي.

ښاغلي دانش د افغان دولت مرکچي پلاوی د یوې بلې برترۍ په توګه یاد کړ، ځکه په وینا یې، له بېلابېلو ګوندونو، قومونو، دیني عالمانو، پوهنتون استادانو، ښځو او نارینه وو تشکیل شوی دی.

د ولسمشر غني دویم مرستیال سرور دانش وویل، دولت طالبانو ته د اختلاف حل په لړ کې د قرآن، سنت او شریعت وړاندیز کړی، خو طالبان لا هم له امریکا سره پر خپله هوکړه ټینګار کوي.

ښاغلي دانش وايي: «طالبان د واک تر لاسه کولو لپاره اوس شریعت هم له پامه غورځوي، چې تل یې شعار و. طالبان خلکو ته د تبعیض له نظره ګوري، چې له دیني اصولو، د هېوادوالۍ او ملي ارزښتونو صریح مخالفت دی. دا له ښځو، د اسلامي مذاهبو له منونکو او لږکیو پر وړاندې ښکاره تبعیض دی.»

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ښاغلي‌ دانش د دې څرګندونو په ځواب کې بي بي سي‌ ته وویل: «بې له شکه چې د اسلامي امارت د جهاد دوام د امریکايي اشغال د خاتمې لپاره و او دی، دا سمه ده چې بهرني ځواکونه د تړون له مخې له افغانستانه وځي، ولې د اسلام حاکمیت زموږ ارمان او هدف دی او ترڅو چې دا هدف لاس ته نه وي راغلی، ټول مجاهدین جهاد ته ژمن دي او د دې لوړ هدف د تر لاسه کولو لپاره جهاد مشروع دی.»

تاوتریخوالی د چا لخوا ډېر شوی؟

افغان دولت تور پورې کوي چې طالبانو د سولې خبرو له پیل سره سم جګړې ته زور ورکړی او دولتي ځواکونه یوازې په دفاعي حالت کې دي، خو طالبان دا ادعا ردوي.

ذبیح الله مجاهد وايي، دوی په لویو ښارونو کې بریدونه نه کوي، د سیمو او پوځي مرکزونو نیولو هڅه نه کوي. نوموړي پر حکومتي مشرانو تور پورې کړ، چې له دوی د سیمو نیولو لپاره یې عملیات پیل کړي دي.

د وږي میاشتې په ۲۲مه د افغان دولت او طالبانو تر منځ د قطر پلازمېنه دوحه کې خبرې پیل شوې، چې په پرانیست‌غونډه کې یې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو تر څنګ، ځینو افغان چارواکو هم برخه درلوده.

بي بي سي پښتو

Previous Post

مایکروسافټ زده‌کوونکو ته مناسب لپ‌ټاپ وړاندې کړ

Next Post

څلور هغه موضوعات چې افغانان باید پرې یوه خوله شي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
قطر کې مرکچي پلاوي؛لا هم د مذاکراتو په کړنلاره توافق ته نه دي رسېدلي

څلور هغه موضوعات چې افغانان باید پرې یوه خوله شي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د افغانستان بانک: د افغانستان د پانګې کنګل کیدو په اړه رسمي سند نه لرو

د افغانستان بانک: د افغانستان د پانګې کنګل کیدو په اړه رسمي سند نه لرو

سپتمبر 2, 2021

Free Slot Machine Game Australia

سپتمبر 8, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved