چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړۍ

د سي اېم جي د رئیس شن های شیونګ د ۲۰۲۲م کال پيغام

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جنوري 1, 2022
in نړۍ
0
د سي اېم جي د رئیس شن های شیونګ د ۲۰۲۲م کال پيغام
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چين مېډيا ګروپ (سي اېم جي) رئيس شن های شيونګ د ۲۰۲۲ م کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه د سي جي ټي اېن، سي ار ای او انټرنېټ له لارې د دې ګروپ بهرنيو کتونکو او اورېدونکو ته د نوي کال په مناسبت مبارکي وويله.

درنو دوستانو!

You might also like

ټرمپ: له ایران سره خبرې روانې دي او ښې پایلې ته هیله‌من یو

پزشکیان؛ د زیانمنو شویو رېلي او ترانزیتي لارو د چټکې بیارغونې امر کړی

امریکا او سعودي عربستان د سوله‌ییز اټومي همکاریو هوکړه لاسلیک کړه

د نوي کال د لمر وړانګه پر نړۍ لګېدلې ده. روان کال د چين د کرهنيزې جنترۍ له مخې د پړانګ کال دی. زه له بېجينګ څخه تاسو ټولو ته سلامونه او نيکې هيلې وړاندې کوم، هيله من يم چې تاسې د پړانګ په کال کې نيکمرغه او ښه ژوند ولرئ.

د چين کمونېست ګوند په تېر ۲۰۲۱م کال کې سل کلن مزل پوره کړ. د دغه ګوند د غړو شمېر له ۵۰ تنو څخه ۹۰ ميليونو ته پورته شوی، د چينايانو په مشرۍ يې خپل هېواد ته ډېر پرمختګونه او لوی بدلونونه راوړي دي.

چين شاوخوا يو ميليارډ او ۴۰۰ ميليونه نفوس لري. په نوې زمانه کې د رئيس شي جين پينګ تر لارښوونې لاندې په دغه هيواد کې نسبتاً شتمنه ټولنه جوړه شوې او چيني ملت له زرګونه کلنې شديدې بېوزلۍ څخه وتلی دی.

د چين مېډيا ګروپ د روانې لويې زمانې د وفادر ثبتوونکي په توګه په تېر کال کې (( د نوې نړۍ د جوړونې زړوره  روحيه)) ((له بېوزلۍ وتنه)) او ((د خلکو نسبتاً شتمنه ټولنه)) په ګډون يو شمېر په زړه پورې مستند فلمونه جوړ کړي، چې د چين د کمونېست ګوند او خلکو هڅې او مزلونه يې پکې ثبت او نړيوالې ټولنې ته يې د ياد ګوند د سل کلن پرمختګ اصلي لامل ښودلی دی.

 رئيس شي جين پينګ يوه مياشت وړاندې په بهرنيو ژبو د چين د راډيويي چارو د ۸۰ مې کليزې په درشل کې سي اېم جي ته د مبارکۍ پيغام  واستاوه او ټول يې وهڅول، چې نړيوالو ته چين په ښه توګه وروپېژني او اوازونه يې ور ورسوي او هڅې وکړئ، چې سي اېم جي لارښوونکې، پياوړې او اغېزمنه رسنۍ وګرځوئ . موږ به دغې موخې ته د رسېدو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړو!

د پخوانۍ زمانې يوه چيني فلسوف ويلي وو، چې د ډېرو هڅو په نتيجه کې سختې ستونزې لېرې او برياليتوب ترلاسه کېږي. د نړۍ په اوسنيو حالاتو کې بې ساري بدلونونه رامنځته شوي او کرونا وبا هم د خلکو پر ژوند ډېرې بدې اغېزې کړي، نو نننۍ نړۍ ډېره ارامه نه ښکاري، خو له دې سره سره بيا هم مونږ په سولې، پرمختګ او نيکمرغۍ پسې ګرځو او هيلې مو نه دي مړاوې شوي.

د سي اېم جي په خپرونو کې د (( په کېسو کې چين)) (( د چين په کلاسيکو اثارو کې ځېرکتيا))(( د چين د بېلابېلو ځايونو ميله)) په شمول يو لړ غوره پروګرامونه د چين لرغونی تاريخ او د خلکو ښکلی او رښتینی ژوند انعکاس او ثبت شوی او د (( ملي پارکونه)) او (( اولمپيک هنر )) په شمول په زړه پورې پروګرامونو کې په نوې زمانه کې د چين ښکلې منظرې او ښې بڼې وړاندې شوې دي.

 چيني ستور مزلو څه موده وړاندې له فضايي سټېشن څخه په انلاين ډول تنکيو ځوانانو ته لوست ورکړ، موږ د دغه درس په اړه ژوندۍ خپرونې جوړې کړې او ګڼ شمېر ځوانانو له ليرې فضا سره علاقه پيدا کړې ده.

د تېر کال په نيمايي کې ۱۶ پيلان د چين د يون نان له جنوبي برخې څخه شمالي برخې ته تللي وو او بېرته جنوبي برخې ته ستانه شول، سي اېم جي د خپلو چينلونو او اپليکېشنونو له لارې پدې اړه څه باندې ۷۰۰۰ ساعته ژوندۍ خپرونې وکړې او د نړۍ د بېلابېلو ځايونو د کتونکو توجه يې راجلب کړه.

د حقيقتونو پر اساس د راپورونو جوړول د نړۍ د ټولو رسنيو د کارکوونکو بنسټيز اصل دی. موږ په تېر کال کې د حقيقتونو په انعکاس عدالت خپور کړی دی. موږ د کرونا وبا ضد د مبارزې د جعلي نړيوالې درجه بندۍ په مقابل کې د نړيوالو انټرنېټ کاروونکو د نظر مالومولو په پار درې ځلې نظرپوښتنې ترسره کړې او پدې سره مو حقیقت روښانه کړ او تر سلو ميليونو زياتو بهرنيو انټرنېټ کاروونکو راسره همغږي ښودلې ده.

د افغانستان په اړه د سي اېم جي ځانګړو وېډيويي راپورونو د ځينو هېوادونو له هغو کړنو چې له وسلو يې ناوړه استفاده کړې او په کورکورانه ډول يې عام خلک وژلي دي، پرده پورته کړه او رسوا يې کړل او دغه راپورونه د ډېرو نړيوالو رسنيو لخوا هم شريک شوي دي.

موږ به هر وخت د رسنيو مسلکي اصول مراعت کوو او د حقيقتونو د انعکاس لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړو! هيله من يو چې لويديځې رسنۍ له موږ سره په ګډه د رسنيو اعتبار وساتي!  پر حقيقتونو ټينګار وکړي او سياسي ګټې، نژادي تبعيض او ايډيالوژيک تعصب لېرې او د نړيوالو افکارو لپاره عيني، عادلانه او مثبته او ښه فضا جوړه کړي.

هيڅوک حتی غرونه او سمندرونه هم هغه ملګري نه شي جلا کولی، چې مشترک فکرونه او ارزښتونه ولري.  په تېر کال کې د سي اېم جي ملګري نور هم زيات شوي دي. موږ او بهرنيو رسنيزو ملګرو او دوستانو تېر کال يو بل ته څه باندې ۶۰۰ پيغامونه استولي او څه باندې ۲۰ ځلې مو مخامخ او يا په انلاين ‌ډول لېدنې کړې دي. موږ د ټولشموليت او مساواتو او متقابل اعتماد پر اساس د رسنيزو همکاريو ميکانيزم جوړ کړی، صادقانه او تودې خبرې مو کړي او متقابل اعتماد مو ورسره زيات شوی دی. زموږ د ملګرو رسنيو لخوا راليږل شوي صميمي پيغامونه موږ هڅوي، چې رسنيزې چارې لاښې کړو. ستاسو له باور څخه مننه کوم!

په اوسنۍ زمانه کې هرڅه ممکن دي، يوه اصطلاح ده، چې پيل هم بايد د کوڅې نڅا  وکړي، نو مونږ به هم هڅې کوو، چې په همدې روحيې د رسنيو له لوی بدلون سره ځان برابر کړو. مونږ د توکيو د اولمپيک لوبو په موده کې په نړۍ کې تر ټولو لومړی له 4K تخنيک په استفادې دغه لوبې په ژوندۍ بڼه خپرې کړې. مونږ د اولمپيک لوبو له همدې تخنيک څخه په استفادې د نړۍ لومړی ځانګړی تلويزيون چينل پرانيستی او د پرانيستلو له دريو مياشتو راهيسې يې تر ۴۰۰ ميلیونو ډېر کتونکي جلب کړي دي. څه باندې ۳۰ ورځې وروسته او د چين د پړانګ کال د پيل په درشل کې به د اولمپيک لوبو سپيڅلی اور يوځل بیا په بېجينګ کې بل شي.

سي اېم جي له 5G+4K/8K+AI تخنيک په استفادې د بېجينګ او جانګ جيا کوه ترمنځ په ګړنديو اورګاډو کې د ژوندۍ خپرونو لپاره واګونونه جوړ کړي او په نړۍ کې مو په لومړي ځل په ګړنديو اورګاډو کې د ډېرو روښانه وېډيوګانو د خپرولو لپاره تخنيکي ستونزې لرې کړې دي. موږ د بېلابېلو هېوادونو د ملګرو هرکلی کوو، چې له دې څخه په استفادې نړيوالو ته د بېجينګ د اولمپيک په زړه پورې، ښایسته او منلې ژمنۍ لوبې وښيي.

په چين کې يو شعر شته،  مفهوم يې داسې: پر  لوړ غره  د پړانګ غړومبېدل  شاړو ځمکو ته سمسورتيا ورکوي او د ونو د تازه پاڼو نری شمال کور په کور خلکو ته پسرلی ورکوي. د چين د کمونېست ګوند شلم ملي کانګریس به په روان کال کې ترسره شي او د هېواد د راتلونکي لپاره به نقشه جوړه کړي. موږ به په پوره او غوره کاري روحيې باکيفيته خپرونې جوړې کړو، نړيوالې ټولنې ته به په بېلا بېلو لارو د نوې زمانې فعال چين وروپېژنو او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو لپاره به رسنيز خدمتونه ترسره کړو.

زه يو ځل بيا تاسو او نړۍ ته نيکې هيلې وړاندې کوم!

Previous Post

حقاني: ژر به په کابل کې د پاسپورت د وېش لړۍ پیل شي

Next Post

د چین او افغانستان ترمنځ د کاري ټیمونو لومړنۍ ناسته ترسره شوه

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

ټرمپ: له ایران سره خبرې روانې دي او ښې پایلې ته هیله‌من یو
نړیوال خبرونه

ټرمپ: له ایران سره خبرې روانې دي او ښې پایلې ته هیله‌من یو

by Spogmai Radio
جولای 28, 2026
پزشکیان؛ د زیانمنو شویو رېلي او ترانزیتي لارو د چټکې بیارغونې امر کړی
نړۍ

پزشکیان؛ د زیانمنو شویو رېلي او ترانزیتي لارو د چټکې بیارغونې امر کړی

by Spogmai Radio
جولای 27, 2026
امریکا او سعودي عربستان د سوله‌ییز اټومي همکاریو هوکړه لاسلیک کړه
نړۍ

امریکا او سعودي عربستان د سوله‌ییز اټومي همکاریو هوکړه لاسلیک کړه

by Spogmai Radio
جولای 23, 2026
ټرمپ: په هرمز تنګي کې د ایران هر برید به له پوځي ځواب سره مخ شي
نړۍ

ټرمپ: په هرمز تنګي کې د ایران هر برید به له پوځي ځواب سره مخ شي

by Spogmai Radio
جولای 23, 2026
پېنټاګون؛ اردن کې د وژل شویو ۲ امریکايي سرتېرو هویت خپور کړی
نړۍ

پېنټاګون؛ اردن کې د وژل شویو ۲ امریکايي سرتېرو هویت خپور کړی

by Spogmai Radio
جولای 21, 2026
Next Post
د چین او افغانستان ترمنځ د کاري ټیمونو لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د چین او افغانستان ترمنځ د کاري ټیمونو لومړنۍ ناسته ترسره شوه

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

جرمني ۲۴۰۰ افغانانو ته وېزې ورکړې دي

جرمني ۲۴۰۰ افغانانو ته وېزې ورکړې دي

جولای 6, 2021
ترکي ساحلي ساتونکو، یونان ته روان ۷۱ تنه پناه غوښتونکي نیولي

ترکي ساحلي ساتونکو، یونان ته روان ۷۱ تنه پناه غوښتونکي نیولي

اپریل 25, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved