چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د سپارښتنو زياتوالی پر چيني توليداتو د بهرنيو سوداګرو باور ښيي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مې 8, 2025
in نړیوال خبرونه
0
د سپارښتنو زياتوالی پر چيني توليداتو د بهرنيو سوداګرو باور ښيي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

چين د مې په ۷مې نېټې د اقتصادي پرمختګ يو لړ شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د دغه هېواد بېلا بېلو سکټورونو د پېچلي او سخت نړيوال وضعيت پر وړاندې پياوړی بالقوه ځواک ښودلی دی.

چين دغه برياليتوبونه په داسې حال کې تر لاسه کړي، چې د امريکا د تعرفو سياست يې پر تصديو ډېر فشارونه اچولي دي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د چین د وارداتو او صادراتو په ۱۳۷م نندارتون کې د چيني توليداتو د سپارښتنو د فرمونو زياتوالی پر چيني بازار د بهرنيو سوداګرو د باور ښکارندويي کوي.

د چین د وارداتو او صادراتو ۱۳۷م نندارتون د مې په ۵مه نېټه پای ته ورسېد. په دغه نندارتون کې د صادراتو د کېدونکو معاملو ارزښت ۲۵ ميليارډو او ۴۴۰ ميليونو امريکايي ډالرو ته رسېدلی، چې د تېر کال د ورته شمېر په پرتله ۳٪ زياتوالی ښيي.

د معلوماتو له مخې، د امريکا د سیاسي تعرفو له امله په دغه نندارتون کې د برخوالو امريکايي سوداګرو شمېر کم و، خو بیا هم ځينو امريکايي سوداګرو پکې ګډون کړی و او د خپلو چارو په اړه یې له رسنيو سره ازادې خبرې کړې دي.

امريکايي سوداګر انډي رسنيو ته ويلي، چې شرکت يې په چين کې همکاران لري او همکارۍ یې اوسنۍ نه، بلکې له کلونو راهیسې دوام لري او دغه اړيکې په ورځ، میاشت او کال کې نه شي پرې کېدای.

د حقيقتونو پر وړاندې د امريکا د پېرودونکو سوداګرو د عاجزۍ او بېچارۍ احساس په پرتله، د نورو هېوادونو او سيمو د پېرودونکو سوداګرو شوق او ذوق زيات او په دغه نندارتون کې يې ډېر توکي اخيستي دي.

په دغه نندارتون کې د ۲۱۹ هېوادونو او سیمو له ۲۸۰ زرو زياتو بهرنيو پېرودونکو سوداګرو ګډون کړی و، چې دا د تېر کال د ورته نندارتون په پرتله ۱۷ اعشاریه ۳ سلنه زیاتوالی ښيي او په دې جملې کې د کمربند او لارې د ابادوونکو هېوادونو د برخوالو پېرودونکو سوداګرو شمېر ۱۸۷ زرو او ۵ سوو تنو ته رسېدلی، چې دا بیا د تېر کال د نندارتون د ورته شمېر په پرتله ۱۷ اعشاريه ۴ سلنه زياتوالی ښيي.

د برازيل پېرودونکې سوداګرې ماريا والګر رسنيو ته ويلي:

” ډېره خوشحاله يم چې دغه نندارتون ته راغلې يم، دلته ډېر معلومات ترلاسه کولی شم، نوي فکرونه پيدا کولی او نوې اړيکې نيولی شم او ټولې نړۍ ته د چين وړاندې شوي نوي توليدات کتلی شم. “

د چين (مينګ يي هو) ګروپ د موبايل د سکرين ساتونکې پردې توليدوي چې سلګونه ډولونه لري او کيفيت يې هم ډېر ښه او بيې يې ټيټې دي. د دې تصدۍ مشره (لي هونګ مې) د کوچنيو ساتونکو پردو توليدي چاره لوی صنعت بولي او وايي، چې تصدۍ يې هر کال ۶۰۰ ميليونه د موبايل د سکرين ساتونکې پردې جوړوي.

نوموړې ويلي، چې هر کال د هغې د تصدۍ شاوخوا ۵۰ ميليونه د موبايل د سکرين ساتونکې پردې په امريکا کې پلورل کيږي او د خرڅلاو تر ټولو لوړ شمېر يې سل ميليونو پاڼو ته رسېدلی دی.

لي هونګ مې اندېښنه ښودلې، چې د امريکا د لوړو تعرفو تګلاره ښايي د هغې پر کارو بار منفي اغېزې وکړي.

نوموړې رسنيو ته ويلي، چې له تېرې يوې مودې راهیسې اندېښمنه وه، خو د دغه نندارتون ګڼې ګوڼې ورته بیا باور ورکړی دی.

په دغه ۵ ورځني نندارتون کې د لي هونګ مې د تصدۍ د لاسليک شويو تړونونو ارزښت له ۱۰ ميليونو يوانو څخه پورته و او د منځنۍ اسيا د ۵ هېوادونو د نويو همکارانو تړونونه يې د چمتوالي په حال کې دي.

چيني توليدات د ښې بيې په ټاکلو کې پاتې نه، بلکې د ځيرک کېدو په لوري پرمختګ کوي.

د چین د وارداتو او صادراتو په ۱۳۷م نندارتون کې د نويو ځيرکو سامانونو، پرمختللو توليدوونکو ماشينونو او د نوې انرژۍ د توليداتو ځانګړی پلاټفورم تاسيس شوی و او ډېر زيات نړيوال سوداګر يې راجلب کړي وو.

په دې نندارتون کې د خدماتي روبوټونو ځانګړی نندارځی هم جوړ شوی و، چې زياتو سوداګرو به په دغه نندارځي کې له روبوټونو څخه معلومات ترلاسه کول.

د چين د سوجو ښار د الفا د روبوټونو توليدي شرکت اجرائيوي مشر (سونګ يو ګانګ) رسنيو ته ويلي، چې امريکا پر چيني توليداتو تعرفې لوړې کړي، خو په دغه نندارتون کې ۴ امريکايي شرکتونو د دوی له شرکت سره تړونونه لاسليک کړي دي.

پر روبوټونو سربېره، چين په بېلا بېلو سکټورونو کې نوښتونه موندلي او د ځيرک کېدو پرلارې يې ګامونه پورته کړي دي.

د برېتانيا سوداګر تاوشير رسنيو ته ويلي، چې هغه غواړي له يو اکمالاتي شرکت سره همکارۍ وکړي او په خبره یې، هغه په دغه نندارتون کې ښه کيفيت لرونکي توليدات چې بيې يې مناسبې وې، پيدا کړي دي.

د ارجنټاين سوداګر جازي رسنيو ته ويلي، چين د ګردې نړۍ لپاره ډېر مهم  دی او په دغه هېواد ډېر ښه توکي توليديږي او د خلکو ژوند له چيني توليدات څخه نه شي جلا کېدای.

Previous Post

شي جين پینګ په ونوکوو هوايي ډګر کې له ښکته کېدو وروسته کتبي وینا وکړه

Next Post

پاکستان د هند پر ځینو سیمو بریدونه رد کړي دي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
پاکستان د هند پر ځینو سیمو بریدونه رد کړي دي

پاکستان د هند پر ځینو سیمو بریدونه رد کړي دي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

کاناډا د چین پر برقي موټرونو ۱۰۰ سلنه ګمرکي تعرفه لګولې

کاناډا د چین پر برقي موټرونو سل سلنه ګمرکي تعرفې ولګولې

اکتوبر 2, 2024
بلېنکن: د افغانستان اقتصاد ته د نغدو پیسو د لیږد پر لارو چارو غور کوو

بلېنکن: د افغانستان اقتصاد ته د نغدو پیسو د لیږد پر لارو چارو غور کوو

جنوري 1, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ