چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

د شانګهای همکارۍ سازمان سرمشریزه د چین او افغانستان د اړیکو د پرمختګ لپاره نوې نقشه جوړوي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
نوومبر 19, 2020
in ليکنې او تحلیلونه
0
چین نوي انکشافي پړاو ته په داخلېدو؛ د سوله ییز پرمختګ او ګډو ګټو غږ پورته کړی
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د شانګهای همکارۍ سازمان د غړیو هېوادونو د مشرانو شورا شلمه سرمشریزه غونډه څو ورځې مخکې د ویډیویي کنفرانس له لارې ترسره شوه. د دغه سازمان د غړیو هېوادونو مشرانو یوه ګډه اعلامیه لاسلیک کړه او د کرونا وبا پرضد د مبارزې، په انټرنټ کې ((د دریو قواوو)) د ناوړه معلوماتو د مخنیوي او د نشه یي توکو د مخالفت په ګډون ۶ نورې اعلامیې یې هم خپرې کړې او د همکاریو یو لړ سندونه یې منظور کړل.

 د چین د دولت رئیس شي جین پینګ په یاده غونډه کې تر دې عنوان لاندې ((د شانګهای رویې په خپرولو سره خپلمنځي یووالی او همکارۍ پیاوړې کوو او د ګډ برخلیک نوره هم ټینګه ټولنه ابادوو)) یوه وینا وکړه. نوموړي د اروپا-اسیا او نړۍ په چارو کې د دغه سازمان مثبت رول وستایه او ويې ويل، چې دغه سازمان د متقابل درناوي، مساوات، عدالت او د ګډو ګټو همکاریو پر اساس نوي ډول نړیوالې اړیکې جوړې کړې او د کرونا وبا پر ضد نړیوالې مبارزې ته یې خوځنده ځواک ورکړی دی.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

په داسې حال کې چې کرونا وبا په ګرده نړۍ کې خپره شوې او په نړیوالو حالاتو کې يې ستر بدلونونه رامنځته کړي. رئیس شي جین پینګ د اوسنیو حالاتو او د دغه سازمان د انکشاف په نظر کې نیولو سره پر ((شانګهای رویې)) ټینګار کړی او په لومړي ځل یې د شانګهای همکارۍ سازمان په چوکاټ کې د ((څلورو ګډو ټولنو)) د ابادولو مهم وړاندیز کړی دی.

لومړی، د کرونا وبا پرضد د مبارزې په برخه کې دې خپلمنځي همکارۍ پیاوړې کړو او د طب او روغتیا ګډه ټولنه دې جوړه کړو. کرونا وبا نړۍ کې لاهم په خپرېدو ده، نو نړیواله ټولنه باید د خلکو ژوند ته لومړیتوب ورکړي او د دې وبا پر وړاندې دې ګډه مبارزه وکړي، ترڅو د خلکو ژوند او روغتیا وساتل شي. رئیس شي جین پینګ خپلو خبرو کې دې ته اشاره وکړه، چې ویروس سرحدات نه پیژني، وحدت او همکاري يې پر وړاندې ترټولو ښه اغیزمنه وسیله ده او د ژوند ژغورنه تر ټولو نه مهم کار دی، نو مونږ دې د سیمې ګډه وقایه او کنټرول پیاوړي کړو، د دغه سازمان د غړیو هېوادونو د ناروغۍ کنټرول د مرکزونو ترمنځ تلیفوني اړيکې دې وساتو، د دغه سازمان د دودیز طب فورم ته دې دوام ورکړو او چین به د دغه سازمان د غړیو هېوادونو د واکسین اړتیاوې په فکر کې ونیسي.

دوهم، امنیت او ثبات دې وساتو او د امنیت ګډه ټولنه دې اباد کړو.  رئیس شي جین پینګ په خپله وینا کې دې ته اشاره وکړه، چې امنیت او ثبات د هېواد د پرمختګ مخکښ شرایط او د هېواد کلیدي ګټې دي. بېلا بېل هېوادونه باید د ګډ، جامع، همکاریز او تلپاتې امنیت نظریه غوره کړي، په اغیزمنه توګه دې له رنګارنګ ګواښونو او ننګونو سره مقابله وکړي او د وبا د خپریدو په وخت کې د ((دریو قواوو)) د ناوړو کړو وړو مخه دې ونیسي، ترڅو سیمه ییز امنیتي چاپیریال وساتل شي. هغه دا هم وویل، چې د افغانستان وضعیت د سیمې له امنیت او ثبات سره تړلی دی، نو اړوندې خواوې باید له ((د شانګهای همکارۍ سازمان- افغانستان د ارتباطو ګروپ )) څخه ښه استفاده وکړي، ترڅو په دغه هېواد کې سوله رامنځته او بیارغونه پیل شي.

درېیم، واقعي همکارۍ دې ژورې کړو او د پرمختګ ګډه ټولنه دې جوړه کړو. رئیس شي جین پینګ وویل، چې ګډ او پراخ انکشاف ريښتینی انکشاف دی او پرله پسې انکشاف ښه انکشاف دی. بېلا بېل هېوادونه باید د اختراعي، همغږیزه، شنه چاپېريال، ورخلاصون او ګډ پرمختګ نظریه غوره کړي، واقعي همکارۍ دې پراخې کړي او اقتصادي بیا سمسورتیا او د ژوند ښه والی دې وهڅوي. بېلا بېل هېوادونه باید د یو کمربند او یوې لارې د ګډې ابادۍ وړاندیز د مختلفو هېوادونو له انکشافي ستراتیژیو او د اروپا او اسیا د اقتصادي اتحاد له سیمه ییز همکاریز وړاندیز سره پیوست کړي، متقابل پیوستون او ترانسپورټ دې پیاوړی او د تولید بیا عادي کیدا دې چټکه کړي او د متقابلې پانګونې پیمانه دې پراخه کړي. چین د شانګهای همکارۍ سازمان د بې وزلۍ کمولو کاري ګروپ له جوړولو څخه ملاتړ کوي او غواړي په دې برخه کې له اړوندو خواوو سره خپلې تجربې هم شریکې کړي.

څلورم، د خلکو د زړونو پیوستون دې وهڅوو او د بشر د کلتور ګډه ټولنه دې جوړه کړو.  رئیس شي جین پینګ وویل، چې ټول تمدنونه مساوي حیثیت لري، خو خپلې ځانګړتیاوې لري. بېلا بېل هېوادونه باید یو له بل څخه زده کړې وکړي، له خپلو ګاونډیانو سره دې ټینګه دوستي وساتي او د دغه سازمان د راتلونکي اوږدمهاله پرمختګ لپاره د عامو افکارو بنسټ دې پیاوړی کړي. چین د دې ملاتړ کوي چې د شانګهای همکارۍ سازمان د ښوونې، کلتور، سیلانۍ، ورزش، خبري رسنیو او ښځینه چارو په برخو کې همکارۍ او تګ راتګ زیات کړي، په راتلونکي کال کې به د دغه سازمان د فولکلوريکي دوستۍ فورم جوړ کړي، د ځوانانو د تبادلې کمپ به جوړ کړي، په راتلونکو ۳ کلونو کې به د نظر تبادلې په پار د اړوندو هيوادونو ۶ سوو ځوانانو ته چين ته د تګ فرصت برابر کړي او د متقابلې پېژندنې او دوستۍ نوی نسل به وروزي.

رئیس شي جین پینګ په خپله وینا کې د عمومي حالاتو او راتلونکي پرمختګ په نظر کې نیولو سره د شانګهای همکارۍ سازمان د يووالي او همکاریو د ژورتیا او د افغانستان په ګډون د سیمه ییزو هېوادونو د ثابت پرمختګ لپاره د چین پلان وړاندې کړ، د بشر د ګډ برخلیک ټولنې محتویات یې غني کړل او د دغه سازمان د پرمختګ لپاره یې نوې نقشه جوړه کړه، چې د سیمې او نړۍ پر سولې او پرمختګ به مهمه اغیزه وکړي او په یاده غونډه کې د نوموړي دغو خبرو د برخه والو مشرانو ستاینې ترلاسه کړې.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د ویډیویي کنفرانس له لارې په یاده غونډه کې ګډون کړی و او د بیلابیلو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د ټینګښت په اړه یې د شانګهای رویې سره موافقه وکړه. نوموړي په خپلو خبرو کې د چین ډېره ستاینه وکړه او ويې ویل، چې چين د کرونا وبا په موده کې له افغانستان سره پیوستون او د خوارکي توکو متوازنه لړۍ ساتلې او د دغې وبا پر وړاندې د مبارزې په برخه کې یې له افغانستان سره ډیره مرسته کړې او هيله يې وښوده، چې د شانګهای همکارۍ سازمان سره په ګډه د کرونا وبا د دوهمې څپې مخه ونیسي. ولسمشر غني دا هم وویل، چې افغانستان به د خپل جغرافیایي امتیاز له لارې د خپلو سرچینو استخراج او اقتصادي پرمختګ وهڅوي، افکاري تبادلې او متقابله متمدنه زده کړه به پرمخبوزي او دغه راز نړیواله ټولنه باید په یووالي سره سوله، پرمختګ او همکارۍ وساتي او د ترهګرۍ پرضد بايد ګډه مقابله وکړي.

چین او افغانستان دوستانه ګاونډیان دي او دواړه هېوادونه له سل ګونو کلونو راهیسې، یو له بل سره مرستې کوي او په تاریخ کې یې یو پر بل هیڅ تیری نه دی کړی. چین او افغانستان د شانګهای همکارۍ سازمان په چوکاټ کې خپله دوستي او ښه ګاونډیتوب او دوه اړخیزې اړیکې نورې هم ټینګې کړې دي.

رئیس شي جین پینګ د چین د کمونېست ګوند د ۱۹ مې دورې مرکزي کمیټې په تېره ۵ مه غونډه کې دا وړاندیز تائید کړ، چې چین به د لوړې کچې ورخلاصون وکړي او د ګډې مشورې، ابادۍ او ګټلو اصولو پر بنسټ به د ګډو ګټو همکاریو نوي حالات پرانیزي. تاریخ دا ښودلې، چې نیک ګاونډیتوب به د متقابل خنډ پرځای، د ګډو ګټو همکاري به د صفر جمع لوبې ((Zero Sum Game)) پر ځای او څو اړخیزم به د یواړخیزم پر ځای پاتې شي. چین به د شانګهای همکارۍ سازمان د مهم بنسټګر هېواد په توګه له بیلابیلو غړیو هېوادونو سره یو ځای د دغې سرمشریزې غونډې ګډې موافقې پلې کړي، په مداومه توګه به په شانګهای رویې سره د ګډو ګټو د ورخلاصون ستراتیژي غوره کړي، د دغه سازمان په چوکاټ کې به له افغانستان سره همکارۍ پیاوړې او په بیلابیلو ساحو کې به د همکاریو سویه لوړه کړي او د شانګهای همکارۍ سازمان د ګډ برخلیک ټولنه به نوره هم اباده کړي.

لیکنه: په افغانستان کې د چین لوی سفیر؛ وانګ یو

Previous Post

د امریکا نوی سفیر: طالبان له درنو تلفاتو سره سره جګړې ته ادامه ورکوي

Next Post

پوهنتون خپرونه

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
پوهنتون خپرونه

پوهنتون خپرونه

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

ایران: افغانستان سره پر پوله مو سوداګریز فعالیتونه ډېر شوي دي

ایران: افغانستان سره پر پوله مو سوداګریز فعالیتونه ډېر شوي دي

اگست 31, 2020

تاس خبري آژانس:که افغانستان پولو ساتنه کې غفلت نه وی کړی له کرونا به پاک و

اپریل 9, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved