سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د شي جين پينګ د باکيفیته پرمختګ مفکوره

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اگست 4, 2025
in نړیوال خبرونه
0
د شي جين پينګ د باکيفیته پرمختګ مفکوره
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چین کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ باکیفیته پرمختګ د چیني شکله عصري کېدو اړينه غوښتنه بولي او بیا بیا یې ويلي، چې چینایان باید د پيچلي نړیوال وضعیت پر وړاندې خپله اراده ټینګه وساتي، خپلې چارې باید ښې ترسره کړي او د بې ثابتۍ عواملو پر وړاندې د مقابلې لپاره باید پر باکیفیته پرمختګ ټینګار ولري.

د چین کمونېست ګوند مرکزي کمېټې سږ کال پر باکیفیته پرمختګ تمرکز ډېر کړی او د هېواد د اقتصادي ابادۍ لوری یې روښانه او کنټرول کړی دی.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د چین د شمېرنې ملي ادارې د تېرې جولاۍ په ۱۵مې نېټې د روان کال د لومړۍ نیمايي اقتصادي شمېرې خپرې کړي، چې له مخې یې په نیم کال کې د دغه هېواد د کورني تولید عمومي ارزښت ۶۶ ټریلیونو، ۵۳ میلیارډو او ۶۰۰ میلیونو یوانو ته رسېدلی، چې دا د تېر کال د همدې مودې په نسبت ۵ اعشاریه ۳ سلنه زیاتوالی ښيي.

چین د کال په نیمايي کې دغه بریالیتوب له ستونزو سره سره تر لاسه کړی او نړۍ ته يې د خپل اقتصاد ثبات او باور ښکاره کړی دی.

اوسمهال په نړۍ کې داسې بدلون روان دی، چې په تېرو سلو کالونو کې يې ساری نه دی لیدل شوی، نو په داسې حال کې نړۍ څنګه پرمختګ کولی شي؟

عمومي منشي شي جين پينګ په دې اړه ژور غور کړی دی. نوموړي د تېر اپریل په ۲۵مې نېټې د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سیاسي بیورو د یوې غونډې په جریان کې د هېواد اقتصادي حالات او کارونه جدي تعدیل او مطالعه کړل.

په ياده غونډه کې پر دې ټينګار وشو، چې پوله ساتې مفکوره باید پياوړې شي، د ناڅاپي پېښو پر وړاندې د وړاندوينې او مقابلې لایحې باید وټاکل شي او اقتصادي کارونه باید ښه او ثابت ترسره شي. برسیره پر دې، د بهرني چاپېریال د ګړندي بدلون له امله د رامنځته شویو بې ثباتيو د عواملو پر وړاندې د مقابلې لپاره باید د باکیفیته پرمختګ توان هم پياوړی شي.

باکیفیته پرمختګ د نوښتونو او صنعتي چارو له ملاتړ پرته نه شي ترسره کېدای.

عمومي منشي شي جين پينګ په تېر مارچ کې د چین د دوو سیاسي مجلسونو پرمهال درې ځلې په ګروپي بحثونو کې ګډون او په خپلو خبرو کې یې بیا بیا پر علمي نوښتونو ټینګار وکړ.

نوموړي همغه مهال د جیانګ سو ولایت له پلاوي سره په ناسته کې علمي او صنعتي نوښتونه د نوي کیفیت د تولیدي ځواک لپاره د پرمختګ بنسټیزه لاره وبلله.

شي جين پينګ په تېر اپریل کې له شانګهای څخه لیدنه وکړه او هلته يې یې د علمي نوښتونو سیمه ييزې چارې له نږدې وکتلې.

نوموړي تر دې څلور ورځني سفر مخکې، د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سیاسي بیورو د شلمې ډله ییزې زده کړې، چې د ځيرکتيا په سرليک ترسره شوه، مشري وکړه او په خپلو خبرو کې يې په ټينګار وويل، چې د ځیرکتیا علمي نوښت او صنعتي نوښت پیوستون باید وهڅول شي او د ستراتيژیکو نويو چارو او د راتلونکو چارو د پرمختګ نوې لاره باید هواره شي.

باکیفیته پرمختګ د رښتيني اقتصاد پر بنسټ ابادېږي او عنعنوي تولیدي چارې د رښتنيني اقتصاد مهمه برخه جوړوي.

سږ کال د چین مختلفو ارګانونو او سیمو د واکمن کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې په لارښوونې د ننګونو او ستونزو پر وړاندې کلکې مقابلې کړي او اغېزمنې عمومي تګلارې يې غوره کړي، چې پر مټ يې د چین اقتصاد سمسور شوی او باکیفیته پرمختګ یې نوې لاسته راوړنې خپلې کړې دي.

سږ کال د چین عمده اقتصادي انډولونه ښه روان دي، د نوي کیفیت تولیدي ځواک يې فعال پرمختګ کوي، د ورخلاصون او اصلاحاتو جریان يې نور هم ژور شوی او د پاملرنې وړ ساحو کې يې د ګواښونو د مخنیوي چارې ښې بشپړې شوي او د وګړیو د ژوند تضمین يې هم پياوړی شوی دی.

د چین اقتصاد د يادو چارو په رڼا کې پياوړی حیاتي ځواک او د انعطاف وړتیا ښکاره کړې ده.

Previous Post

شي جين پینګ د ۱۵ م پنځه کلن پلان د جوړولو په هکله د انټرنېټ کارونکو د وړانديزونو د راټولولو لپاره اړوندو څانګو ته مهم هدايت کړی

Next Post

د چین او روسیې ګډ سمندري تمرينونه به دوامدار وي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
د چین او روسیې ګډ سمندري تمرينونه به دوامدار وي

د چین او روسیې ګډ سمندري تمرينونه به دوامدار وي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

کرونا نړۍ کې؛ تر اوسه درې لکه ۵۷ زره او ۴۲۵ کسان مړه کړي دي

کرونا په نړۍ کې؛ د مړو شوو کسانو شمېر تر ۳۷۷ زره اوښتی دی

جون 2, 2020
عمران خان: که له محکمې ووځم ښايي بیا ونیول شم

عمران خان: که له محکمې ووځم ښايي بیا ونیول شم

مې 12, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ