سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

د شینجیانګ مسئلې په اړه رښتیا څه دي؟!

لیکنه: په افغانستان کې د چین لوی سفیر- وانګ یو

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جون 2, 2020
in ليکنې او تحلیلونه
0
د شینجیانګ مسئلې په اړه رښتیا څه دي؟!
696
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

په دې وروستیو ورځو کې د امریکا  استازو جرګې د تش په نوم ((د اویغوریانو د بشري حقوقو لایحه)) تصویب کړه چې د چین د شینجیانګ د بشري حقونو او د چین د شینجیانګ پر تګلارې یې بې دلیله نیوکې کړې، د ترهګرۍ او تندلارۍ پرضد د چین پر قانوني تدبیرونو یې تورونه پورېکړي او د چین په کورنیو چارو کې یې څرګنده لاسوهنه کړې ده. دغه لایحه په تېر یوه کال کې د امریکا په سنا او استازو جرګو کې څو څو ځله ځنډول  شوې او محتویات یې هم څو څو ځله بدل شوي دي. دوی یوازی غواړي د دې لایحې د مادو له لارې خپلې ګټې پیدا کړي. په دې لایحه کې یوازې د چین په اړه د دوی غرور ښکاري، خو د چین د شینجیانګ په اړه هیڅ رښتیا او د بشري حقوقو هیڅ کلیمه پکې نه لیدل کیږي. ځینو هغو افغان ملګرو چې له شینجیانګ څخه یې لیدنه کړې، ما ته وویل چې د امریکا په قول د شینجیانګ معلومات بېخي ناسم دي او ناسمهاغېزه به وکړي. نو دلته زه غواړم چې د امریکا د دغې لایحې درواغ او د چین د شینجیانګ رښتیا په ډاګه کړم.

دا بېخي جعلي خبر دی چې په شینجیانګ کې یو میلیون وګړي په کېمپونو کې په مجبوریت کار کوي. یوه موده مخکې د امریکا یوه خپلواک خبري ویب سایټ په دې اړه یو راپور خپور کړ چې له مخې یې دا په ډاګه شوي چې نوموړی جعلي خبر یوازې د یوه ښي اړخي سازمان له خوا د ځینو تندلارو کسانو د بلاګونو او لږ څه شخصي مرکو سره سم جوړ شوی دی. دوی کله وایي په شینجیانګ کې یو میلیون کسان په کېمپونو کې مجبوراً کار کوي او کله دغه شمېر دری میلیونو ته پورته کوي. په حقیقت کې دغه سازمان د امریکا حکومت، ناټو او وسلو جوړوونکو شرکتونو څخه پیسې ترلاسه کوي. د دوی داسې بې بنسټه خبرونه به بالاخره د خلکو له خوا وپېژندل شي. اوس ټول هغه زده کوونکي چې د هېواد د معیاري ژبې، قانوني پوهې، مسلکي مهارتونو او د تندلارۍ له منځه وړلو په کورسونو کې یې ګډون درلود، فارغ شوي دي. په اینده کې به اړوند ښوونځي د بنسټیزو کدرونو او فارغ شويو زده کوونکو لپاره عامې او خلاصې روزنې او ښوونې برابرې کړي.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

دا هم بیخي جعلي خبر دی چې په شینجیانګ کې مسلکي ښوونیز کارونه غیرقانوني څارنه او په ظلم ترسره کیږي. دا د امریکا  تورونه دي چې پر چین یې لګوي. چین قانوني ټولنه لري، حکومت یې د ترهګرۍ ضد قانون او د شینجیانګ له محلي قوانینو سره سم مسلکي ښوونیز مرکزونه جوړ کړي ترڅو له هغو کسانو سره چې کوچني جرمونه یې کړي او د تندلارۍ له افکارو اغېزمن  شوي وي، مرسته وکړی شي. دا ښوونیز مرکزونه په پوره توګه زده کوونکو ته درناوی لري او زده کوونکي یی د زده کړو په بهیر کې د ښوونځیو په لیلیو کې اوسیږي، کله نا کله کور ته هم ځي، له اړتیاوو سره سم رخصت اخلي او معلوماتي ازادي لري. دا د قانوني ادارې رویه ښیي او بشري پاملرنې هم څرګندوي. دا د ټولنیزې ادارې په برخه کې د چټک او اساسي حل و فصل او د جمع ادارې هوښیارتیا ده.

دا هم جعلي خبر دی چې په شینجیانګ کې مسلکي ښوونه او روزنه قومي ظلم، کلتوري وژنه او مذهبي استبداد دی. دا جعلي خبر د امریکا د بد نیت ګنګوسه ده. په دغو مرکزونو کې د زده کوونکو یوازینی میعار دا دی چې ایا دوی له ترهګرۍ، تندلارۍ او جرمونو سره تړاو لري که نه. دغه معیار له اوسېدونکې سیمې، قوم او مذهب سره هیڅ تړاو نه لري. په دغو مرکزونو کې ټولې قاعدې، تدریسي لیستونه او د خوړو مینیو د هېواد په معیاري ژبه او د محلي ملي لږکیو په ژبو کښل شوي او د بېلابېلو قومونو کلتور، دودونه او د ژبو حقوق پکې تامین دي. د چین د نورو ښوونځیو په شان تعلیمي لارې چارې او مذهبونه یو له بل څخه جلا دي، خو زده کوونکي ازادي لري چې په کورونو کې په قانوني مذهبي فعالیتونو کې ګډون کوي یا نه.

د دروغو مزل لنډ وي، مګر د امریکا د پارلمان ځینو غړو په تعصب سره یاده لایحه جوړه کړې، خو دغه لایحه له دروغو او شکونو څخه ډکه ده. د دې لایحې عمده برخه د پلټنې نتیجه ده، خو د امریکا پارلمان د ځینو دوسیو په اړه ډیر بدلونونه راوړي او یوازې ځینې نامعلوم نومونه یې وړاندې کړي چې پکې واضح وخت، ځای او سرچینه نه دي یاد شوي. له دې نه څرګندیږي چې امریکا د شینجیانګ د بشري حقوقو لپاره غږ نه پورته کوي، بلکې د چین د پرمختګ د مخنیوي لپاره د شینجیانګ له مسئلې څخه استفاده کوي.

اینده دروغ نه وایي. د چین د شینجیانګ پرمختګ د لیدو وړ دی. له ۲۰۱۸ ز کال راهیسې د ۹۰ هېوادونو او سیمو څه دپاسه زرو تنو ډيپلوماټانو، چارواکو او خبریالانو له شینجیانګ څخه لیدنه کړې ده. د دوی په نظر، د شینجیانګ ټولنه ارامه، اقتصاد یی سمسور، قومونه یی متحد، مذهبي چارې یی همغږې او رنګارنګ کلتورونه لري. د بېلابېلو قومونو وګړي په سوله، ارامتیا او ازادۍ کې ګډ ژوند کوي. سمسورتیا او ارامتیا د شینجیانګ څرګنده نښه بلل کیږي او په دغې سیمې کې په  وروستیو دری کلونو کې د زورزیاتي او ترهګرۍ هیڅ پېښه نه ده رامنځته شوې، په ۲۰۱۹ ز کال کې د دغې سیمې د تولید عمومي ارزښت د کال د ۶ فیصده په زیاتوالي سره  ۱۹۶ میلیارده او ۹۰۰ میلیونه ډالرو ته ورسېد، په ښارونو او کلیوالو سیمو کې د هر کس پر سر منځني عایدات په جلا جلا توګه ۵،۵ فیصده او ۹ فیصده زیات شوي، ۶۴۵زره بې وزله وګړي یی له بې وزلۍ څخه وتلي او د بې وزلۍ توازن له ۶،۱ فیصدو څخه ۱،۲ فیصدو ته ټیټ شوی دی. د خلکو د لاسته راوړنې، نیکمرغۍ او امنیت احساسات مخ پر زیاتېدو دي. شینجیانګ د مسلمانانو ترټولو یو امن او نېکمرغه ځای دی.

امریکا خپل ځان د بشري حقوقو ساتونکی بولي، خو په کور دننه  سخت نژادي سپکاوی لري. مثلاً د اقتصاد په برخه کې د افریقا او لاتیني امریکا الاصله امریکایانو لپاره د پوره وخت اونیزه تنخوا د سپین پوستو امریکایانو په پرتله ۳۰ -۴۰ فیصده کمه ده. د عدلیې په برخه کې پولیس د نژاد له مخې بېل غبرګونونه اجرا کوي چې د پولیسو له خوا د افریقا الاصله ځوانو امریکایانو د وژلو توازن د سپین پوستو ځوانو امریکایانو په پرتله ۲۱ چنده لوړ دی. څو ورځې د مخه د امریکا په مینیسوټا ایالت کې یو تور پوستي ځوان (Floyd) د سپین پوستي پولیس له خوا ووژل شو. دغه پولیس د دغه ځوان پر ستوني د ۸ دقیقو لپاره زنګون اېښی و چې اوس د امریکا په لر او بر کې د حکومت ضد لاریونونه راپورته شوي دي. د دې ترڅنګ په امریکا  کې د کرونا  یو میلیون ۷۰۰ زره پیښې ثبت شوې او څه د پاسه سل زره کسان یې وژلي دي. د مړینې په دغې کچې کې د تور پوستو امریکایانو فیصدي ٪ ۲۳ ده، حال دا چې  دوی د امریکا په نفوسو کې ۱۳ فیصده نیسي. امریکا هیمشه دوه اړخیزه معیارونه انتخابوي. کله چې په هانکانګ کې غلو غلا کوله، دوی د ښکلې منظرې نوم ورکړی و. کله چې چین په شینجیانګ کې د ترهګرۍ ضد تدبیرونه ونیول، دوی سمدلاسه نیوکې پیل کړې. مګر کله چې د دوی په خپل هېواد کې لاریونونه رامنځته شول، په لاریونوالو پسې یی وحشي سپي ورخوشې کړي او د درنو وسلو په کارولو سره یې پر دوی زور اچولی دی. امریکا خپله په کور دننه د بشري حقوقو په اړه ژورې ستونزې لري، خو څنګه ځان ته باور او حیثیت ورکوي چې د شینجیانګ په چارو کې لاسوهنه وکړي او یا پر چین نیوکې وکړي؟

یو ځل له نږدې لیدنه د سل ځلو اورېدلو په پرتله غوره ده. په وروستیو کلونو کې د افغانستان ډېرو چارواکو، خبریالانو، ښوونکو او زده کوونکو له شینجیانګ څخه لیدنه کړې ده. دوی د شینجیانګ د سمسورتیا، ارامتیا او چټک پرمختګ شاهدان دي او د امریکا د خبري رسنیو او سیاسیونونو برعکس د شینجیانګ رښتینې منظره لري. زه د زړه له کومې تود هرکلی کوم چې لازیات افغان ملګري شینجیانګ ته سفر وکړي او هلته خواږه انګور او نورې خوندورې مېوې وخوري.

Previous Post

ټرمپ لاریون کوونکو ته په خطاب: نظم راولم، د امریکایانو، امریکا او قانون د ساتنې مسوول یم

Next Post

فارین پالیسي:ښايي ملا هبت الله پر کرونا د اخته کېدو له امله مړ شوی وي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
فارین پالیسي:ښايي ملا هبت الله پر کرونا د اخته کېدو له امله مړ شوی وي

فارین پالیسي:ښايي ملا هبت الله پر کرونا د اخته کېدو له امله مړ شوی وي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

برازیل کې د اور لګېدنې پېښه کې ۱۰ تنه مړه شوي

برازیل کې د اور لګېدنې پېښه کې ۱۰ تنه مړه شوي

اپریل 27, 2024
ا.ا: کابل کې د وروستیو چاودنو عاملین نیول شوي دي

ا.ا: کابل کې د وروستیو چاودنو عاملین نیول شوي دي

جون 15, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved