زما (د دې متن لیکوالې) یوې شینجیانګۍ ګاونډۍ ، څو ورځې مخکې څو دانې شينجيانګي مرچ راکړل، په ژمي کې په خوړو کې د مرچو په اضافه کېدو سره د خوړو خوند ډېرېږي.
شينجيانګ ځانګړې جفرافیایه او اقلیم لري، د دې سیمې زراغتي تولیدات ډېر لوړ کیفیت لري. د شينجيانګ مرچ، رومي بانجان او پمبه ډېر مهشور دي او لسګونو هېوادونو او سیمو ته صادرېږي.
شمېرې ښيي، تېر کال د شينجيانګ د قورغاس بندر له لارې ۲ لکه ټنه سبزي او میوې صادرې شوې چې د وړم کال په پرټله ۱۵۴ سلنه زیاتوالی ښيي. په همدغه ۲۰۲۳ کال کې د شينجيانګ د پمبې د صادراتو اندازه درې اعشاریه یو میلیونه ټنه وه. له دې څخه ښکاري چې د شينجيانګ زراغتي تولیدات په بهر کې ډېر ښه بازار لري.
مګر په دې وروستیو ورځو کې ځینو لوېديځو رسنیو د چین ضد یو کارپوه د راپور له قوله ویلي، د امریکې او بریتانیې په سوپرمارکټونو کې د چین له شینجیانګ څخه وارد شوي مرچو د لیدو خبر هم ورکړی چې ښايي دا کار يې د مجبوریت پر اساس کړی وي.
د یادولو وړ ده چې دغو لوېديځو رسنیو مخکې د شينجيانګ پر پمبې او رومي بانجانو څو ځلې دغه شان بېځایه تورونه لګولي چې بیخي د منلو وړ نه دي.
اوس په شينجيانګ کې د مرچو کرنې چارې عموماً پر ماشینونو ترسره کېږي او یوازې په لږ شمېر سیمو کې لا هم کارګرو ته اړتیا شته، کارګران هم مناسب عواید لري. یو چیني متل وايي چې په خپلو لاسونو د ژوند اړتیا وړ توکي تر لاسه کوو. معنا یې دا ده چې د کار کولو په وسیله خپل ژوند تضمین کوو، نو جبري کار د څه لپاره؟
بله خوا، درېیم هېواد ته د تګ پر مهال له ویزې پرته چین ته د ننوتلو تګلارې په پلې کېدو سره، ډېر زیاتو بهرنیانو شينجيانګ ته سفرونه کړي دي. شمېرې ښيي چې سږ کال په لومړیو لسو میاشتو کې ۴ ملیونو، ۱۹۶ زرو بهرنیانو شینجیانګ ته سفر کړی چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په نسبت ۵۰ سلنه زیات شوی.
ډېرو بهرنیو سیلانیانو ویلي شينجيانګ ډېر ښکلی ځای دی، ځايي خلک په ارامه کار او ژوند کوي، حالات یې په ټلویزون کې له خپرو شویو خپرونو سره بيخي بېل دي. د بریتانیې د Morning Star ورځپاڼې ایډیټر روج میک ویلي: زما چې څه لیدلي هغه دا دي چې شينجيانګ په ګړندۍ توګه آبادېدونکې سیمه ده. د نړیوالو چارو په اړه د یو با احساسه او ژمن خبریال په توګه به په شينجيانګ کې زما د سترګو لیدلي رښتيني مالومات لوستونکو ته ورکوم او دوی به شينجيانګ سم وپېژني.
د شينجيانګ د روزګار او ټولنیز تضمین نړیوال سنیمار د ډسمبر په ۱۶مه نېټه په ارومچي ښار کې ترسره شو، د ۴۴ هېوادونو، سیمو او نړیوالو سازمانونو څه باندې ۲۰۰ استازو پکې ګډون کړی. بهرنیو مېلمنو ویلي، لوېديځو رسنیو په شينجيانګ کې پر خلکو د جبري کار تورونه مطرح کړي، دا بیخي جعلي خبر او ګانګوسې دي. دا چې امریکې پر شينجيانګ یواړخیز بندیزونه لګولي، د ځايي وګړیو د ژوند او پرمختګ حقونه یې زیانمن کړي دي.
د چین د بهرنیو ژبو چاپېدونکې ادارې (Foreign Languages Press) د انګلیسي ژبې مدیر وایډ فیرګوسون (David W. Ferguson)په یاد سنیمار کې وویل، د چین پر شينجيانګ د امریکې په شمول د ځینو لوېديځو هېوادونو تورونه او نیوکې بیخي بې ځایه دي. د دوی تش په نامه شواهد بیخي د منلو وړ نه دي.
دوی د شينجيانګ ګوندي پرمختګ نه خوښوي، نو غواړي د دغو تورونو له لارې د چین او شينجيانګ د ابادۍ مخنیوی وکړي.











