چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د طالبانو د ډرون بریدونه څه پیغام لري؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جنوري 18, 2021
in تبصرې
0
که پاتې امریکايي ځواکونه هم په ټاکلي وخت کې وځي!؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

په تېرو څو ورځو کې طالبانو په ځینو سیمو کې ډرون الوتکې کارولي او پر امنیتي ځواکونو یې بریدونه کړي دي. که څه هم دغو بریدونو پراخه مرګ‌ژوبله نه ده اړولې، خو پراخه وېره یې خوره کړې ده. په همدې دریو ورځو کې په کندوز کې دوه ځله طالبانو همدا کار کړی، چې په یوه همداسې برید کې یې د پوځ یو چورلکه هم زیانمنه کړې ده. پرون یو ځل بیا طالبانو د اردو پر یو کنډک د ډرون په مرسته برید کړی چې مرګ ژوبله نه لري. په دواړو بریدونو کې امنیتي ځواکونه نه دي توانېدلي چې ډرون را وغورځوي، نو ځکه ډرون خوندي تللي دي.

د طالبانو له خوا د ډرون کارونه څه پیغام لري او څه کول پکار دي؟

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

اوس واضح شوه چې طالبانو ډرون تر لاسه کړي چې په هوايي بریدونو او جاسوسۍ کې یې کاروي. که څه هم دا ډرون جنګي نه دي، خو طالبان یې په بریدونو کې کاروي. وروستۍ پېښې ښيي چې طالبان غواړي دا الوتکې و ازمويي او معلومه کړي چې دوی په کومو ځایونو کې د الوتکو پر مټ څه ډول بریدونه کولی شي. ښايي په راتلونکي کې د دغه ډول ډرون الوتکو کارونه او پر مټ یې بریدونه زیات شي. دا کار ښيي چې د افغانستان جګړه لا پېچلې کېږي او څومره چې جګړه اوږدېږي، ورسره د جګړې ډګر ته نوې وسلې هم راځي. اټکل دی چې تر اوسه د امریکا له وېرې داسې وسلې افغان جګړې ته نه راتللې چې د جګړې بڼه دا ډول بدله کړي، خو اوس چې امریکا وځي، نو ځیني سیمه‌ییز ځواکونه به هڅه وکړي چې د افغانستان جګړه لا پېچلې کړي. د دې لپاره د نورو کارونو تر څنګ یوه لاره دا ده چې ښکېلو اړخونو ته داسې وسلې ورکړي چې د جګړې پر توازن اغېز وکړي او هغه ځایونه له ګواښ سره مخ کړي چې تر اوسه پورې امن ګڼل کېدل. دا کار ښايي د دې لپاره هم وي چې سیمه‌ییز هېوادونه ځیني وسلې و ازمویي او یا هم په جګړه کې داسې بدلون راولي، چې د دوی په ګټه تمام شي.

څومره چې جګړه غځېږي، همدومره خونړۍ او پېچلې کېږي. هغوی چې په جګړه ټینګار کوي او سوله جدي نه ګڼي، باید پوه شي چې له داسې حالت سره مخ کېدلی شي چې تر اوسه نه وو مخ شوي او آن د دغه ډول حالت اټکل هم ناشونی دی. یوه بېلګه یې همدا ده چې طالبانو ډرون پیدا کړي چې دا یې لومړني څرګونه دي. که یې پیل له داسې وېروونکو بدلونونو کېږي، نو وروسته به کیسه لا زیاته خرابه وي.

هغوی چې په جګړه ټینګار کوي، باید پوه شي چې ګواښ لوی دی او ډېر څه د وړاندوینې او اټکل وړ نه دي. د جګړې دوام سر له اوسه د لوی خطر زنګونه لري. د طالبانو له خوا د ډرون کارول ښيي چې اوس ډېر ځایونه خوندي نه دي او هېڅوک په جګړه کې ګټه نه شي کولی. له همدې امله پر جګړه د ټینګار پر ځای باید پر سوله ټینګار وشي. د سولې لپاره قرباني حتمي ده او پکار ده چې موږ د لوی ګواښ د مخنیوي لپاره ډېر قرباني ورکړو او سوله بریالۍ کړو.

Previous Post

کابل کې د دوو ښځینه قاضیانو وژل کېدو بهرني او کورني غبرګونونه پارولي دي

Next Post

څنګه مثبت لیدلوری خپل کړو؟

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
څنګه مثبت لیدلوری خپل کړو؟

څنګه مثبت لیدلوری خپل کړو؟

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

Slot Starfruit By Nailed It Games Demo Free Play

سپتمبر 8, 2025
جنوبي کوریا کې د اورلګېدنې له امله ۲۰ تنه مړه شوي

جنوبي کوریا کې د اورلګېدنې له امله ۲۰ تنه مړه شوي

جون 24, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی
نړۍ

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی

اگست 5, 2026
په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې
افغانستان

په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved