چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د عصري نړۍ د ودې لپاره له تاریخي تجربو زده کړه په کار ده

Spogmai Radio by Spogmai Radio
سپتمبر 7, 2025
in نړیوال خبرونه
0
د عصري نړۍ د ودې لپاره له تاریخي تجربو زده کړه په کار ده
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د جاپان د تېري ضد د چينايانو د مقاومت د جګړې او د فاشيزم ضد د نړيوالې جګړې د برياليتوب د اتيايمې کاليزې يادغونډه د سپتمبر په درېيمه نېټه تر سره شوه. ډېرو نړيوالو شخصيتونو هم په دې یادغونډه کې ګډون کړی او د لا روښانه راتلونکې د برابرولو لپاره يې خپلې هېلې ښودلې دي. هغوی په دې نظر دي چې دغه رسم ګذشت نه يوازې د تاريخ يادونه ده بلکې د راتلونکې لپاره يوه لارښوونه هم ده. د دوی په خبره ، يووالی او همکارۍ د ننګونو د لرې کولو او د سولې د ساتنې لپاره بنسټيز ضمانت دی، نو که نړيوال سره یو موټی شي، نو سوله به دوام ولري.

د چین د دولت رئيس شي جين پینګ د همدې ورځې په غرمه د دې جګړو د بریا د اتيايمې کاليزې د یادونې په مېلمستيا کې هم ويلي چې چینایان له خپلو ملګرو هېوادونو او د بېلا بېلو هېوادونو له خلکو سره په ګډه د فاشیزم پرضد جګړه کې بریالي شول. ده زیاته کړه چې د چين حکومت او خلک هېڅکله هغه بهرني حکومتونه او نړيوال دوستان نه هېروي چې په دې جګړو کې يې له چينایانو سره مرستې کړې وې. د ده خبرو پر نړيوالو دوستانو ډېره اغيزه کړې ده. الماني دوست توماس رابي چې په مېلمستيا کې يې ګډون کړی، ويلي چې د شي جین پينګ له خبرو ډېر اغيزمن شوی دی. اتيا کاله د مخه د ده نيکه جون رابي په خپل ورځني یادښت کې د نان جينګ د عامې وژنې په اړه حقيقت ليکلی چې دغه يادښت د جاپاني پوځ د جنګي جرمونو د افشا کولو لپاره تر ټولو مهم تاريخي سند ګرځېدلی دی.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

په يادو جګړو کې د جون رابي په شان کيسې ډېرې دي. کله چې انسانان پر عدالت، يووالي او همکارۍ ټينګار کوي، نو د بحران او ننګونو د لرې کولو لپاره خپل ځواک متمرکز کولای شي. د بېلا بېلو هېوادونو خلکو د فاشيزم ضد په نړيواله جګړه کې په ګډه له عادلانه، روښانه او پرمختیايي ځواکونو څخه په استفادې سره وحشي، تياره فکر لروونکو او دښمنو ځواکونو ته ماتې ور کړه.

اتيا کالونه تېر شوي دي. که څه هم دويمه نړيواله جګړه پای ته رسېدلې ده، خو د تاریخ پروړاندې د انسانانو دندې بدلې شوې دي او سوله او پرمختګ د اوسنۍ زمانې عمده موضوع ګرځېدلې ده. نو په نړۍ کې مختلف هېوادونه د عصريتوب د پرمخبېولو لپاره ډېرې هڅې کوي. خو په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو په محور نړيوال سيستم د ځنګل د اصولو(the law of the jungle) د موجوديت له کبله زيانمن شوی او د سولې، پرمختګ، امنيت او نړۍ د مدیریت په برخه کې نیمګړتیاوې مخ په زياتېدو دي. نو نړۍ څنګه دا نوې تاریخي دنده پوره او له ګواښونو او ننګونو سره مقابله کولای شي؟

رئيس شي جين پینګ په دې اړه ويلي:  مونږ صادقانه هيله لرو چې بېلا بېل هېوادونه د تاريخي تجربو او درسونو زده کړه وکړي، سولې ته ډېر ارزښت ورکړي او په ګډه د نړۍ د عصريتوب د پرمخ بېولو لپاره هڅې وکړي تر څو د انسانانو لا روښانه راتلونکې برابر شي.

د بريکس هېوادونو د پرمختيا د نوي بانک مشرې روسيف د رئیس شي جین پينګ د خبرو تر اورېدو وروسته څرګند کړې چې د ده له وينا څخه د سولې او پرمختګ د ساتلو لپاره د ټولو نړيوالو ځواکونو ګډه هېله ښکاري او د نړۍ د عصريتوب د پرمخبېولو لپاره د بېلا بېلو هېوادونو صادقانه هيله هم ور څخه څرګنديږي. د سينګاپور د ليان هه ځاو باو ورځپاڼې عمومي اجرائيوي اډيترې هان يونګ مۍ د سي اېم جي له خبريال سره په مرکې کې وويل چې له دويمې نړيوالې جګړې څخه تر لاسه شوې تاريخې تجربه دا ده چې هر هېواد او ملت دې د ځاني خپلواکۍ د تر لاسه کولو ترڅنګ پر دې پوه شي چې هغوی له نورو هېوادونو سره ګډ برخلیک لري.

اوس مهال چين د چيني شکله عصريتوب د پرمخبېولو لپاره ډېرې هڅې کړې او کوي يې،  بلکې هغه نه یوازې د ځاني عصريتوب بلکې له نورو هېوادونو سره د ګډ عصريتوب د پرمخبېولو لپاره ګډې هڅې کوي. که بېلا بېل هېوادونه د همکارۍ هيله ولري او د همغږۍ عملیات تر سره کړي، نو ننګونې به لرې کړي او ګډ پرمختګ به ومومي.

Previous Post

شي جين پينګ د چين او روسیې د دوستۍ، سولې او پرمختګ کمېټې ۱۵مې دوه اړخيزې غونډې ته د مبارکۍ پيغام واستاوه

Next Post

د فاشيزم ضد نړیوالې جګړې د بري د اتيايمې کليزې د يادونې لپاره سمينار په ژنيو کې تر سره شو

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
د فاشيزم ضد نړیوالې جګړې د بري د اتيايمې کليزې د يادونې لپاره سمينار په ژنيو کې تر سره شو

د فاشيزم ضد نړیوالې جګړې د بري د اتيايمې کليزې د يادونې لپاره سمينار په ژنيو کې تر سره شو

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

دې هېل نشریه: افغانان د یوې سالمې رهبرۍ له نشتوالي سره مخ دي

دې هېل نشریه: افغانان د یوې سالمې رهبرۍ له نشتوالي سره مخ دي

اپریل 29, 2020
هرات کې د پنځم تاریخي منار د بیا رغولو چارې پیل شوې

هرات کې د پنځم تاریخي منار د بیا رغولو چارې پیل شوې

اپریل 16, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ