د تحریک انصاف ګوند سرپرست ګوهر علي خان وايي، د پنجشنبې ورځې ټاکنو کې یې ډېرې پارلماني څوکۍ ګټلې او د حکومت جوړولو هڅه به وکړي. د نوموړي تر څرګندونو مخکې عمران خان هم له زندانه پرون یوه بیان کې ویلي، چې ټاکنې یې ګټلې او ګوند ته یې د حکومت جوړولو سپارښتنه کړې ده. د ټاکنو کمېسون د پایلو له مخې، د عمران خان ګوند او ازادو کاندیدانو یې ۹۱، د نواز شریف ډلې ۷۲ او پیپلز ګوند ۵۲ څوکۍ ګټلې دي. ګوهر علي خان نن د پاکستان پر ټولو ادارو غږ وکړ چې د دغه ګوند منشر ته درناوی وکړي. هممهاله د نواز شریف په مشرۍ مسلم لیګ نواز ډلې هم ټاکنو کې د بریالیتوب ادعا کړې ده. د جیو نیوز د راپور له مخې، دا ډله له پیپلز ګوند سره د ګډ حکومت جوړولو هڅه کوي. خو د ټاکنو پایلې ښيي چې د بندي عمران خان د ګوند خپلواکو نوماندانو ډېرې څوکۍ ګټلې دي.












